اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
جمعه ٬د چنګاښ ۳۰ مه٬ ۱۳۹۶ ل

شهيده شهناز همتي

شهيده شهناز همتي د علي اقا لور، په ۱۳۵۶ل کال كې د هرات په ولایت کې زیږیدلې وه. نوموړې د حقوقو او اسلامي معارف په برخه كې زده كړې كړې وې. هغې په بيلا بيلو برخو كې د تدریس، مدیریت، د كورنۍ سلاكارې، د ښځو چارو او مدني ټولنې د رئيسې، د ناجي خپرونې د مسوولې مديرې او  د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره كې د خلكو د استازې په توګه دندې سرته رسولې وې .

شهيده شهناز متاهله او د ولسي جرګې په پنځلسمه او شپاړسمه دوره كې د هرات د خلكو استازې وه.shnaz-hekmati.JPG

شهناز همتي د ولسي جرګې د مواصلاتو،مخابراتو، ښاري پراختیا، کور جوړولو، اوبو او برېښنا او ښاروالیو چارو كميسيون غړيتوب درلود.

شهيده شهناز همتي د روان كال د غبرګولي مياشتې په دوولسمه  د ايران د مشهد په ښار كې د يوې ترافيكي پيښې په ترڅ كې خپل ژوند له لاسه وركړ او د شهادت لوړ مقام ته ورسيده