اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
پنج شنبه ٬د وري ۳ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د افغانستان ملي شورا په ولسي جرګه کې د ملي بودجې او قانون جوړونې د طی مراحل کولو لارښود.

لومړی څپرکی

عمومیات

1.        دغه لارښود په عمومي غونډو او پارلماني کمیسیونونو کې د ملي بودجې او قانون جوړونې او د دارالانشاء د لوی ریاست اړوند اداراتو کې حقوقي او اداري دندې او د مقننې او اجرائیې قوې تر منځ د اداري تشریفاتو د طی مراحل کولو تخنیکي چارې تنظیموي. 

 

2.        د افغانستان په حقوقي او تقنیني نظام کې د اساسي قانون مطابق د قانون د تعدیل جوړونې لپاره درې ډوله تقنیني سندونه شتون لري:

i.      د اساسي قانون د (۹۷) مادې د ( ۱ او۲) فقرو په اساس د حکومت قانون طرحه.

ii.    د اساسي قانون د (۹۷) مادې د وروستۍ فقرې په اساس د ملي شورا د غړو طرحه.

iii.  د اساسي قانون د (۹۷) مادې په اساس تقنیني فرمان.

 

3.        د افغانستان د ملي شورا د قانون جوړونې سلسله مراتب په لاندې ډول دي:

 

i.               اساسي قانون

ii.    اداري قوانین

iii.  عادي قوانین

iv.  فرامین

v.   مقررات

 

4.                 د حکومت د قانون طرحه، د ملي شورا د غړو طرحه او د جمهور رییس تقنیني فرمان د لاندنیو درې ډولونو لرونکي وي: 

                                                           i.            نوې طرحه

                                                          ii.            تعدیل

                                                         iii.            ایزاد یا زیاتونه

                                                         iv.            حذف یا لېرې کونه

5.        د اساسي قانون ۱۶۱ ماده کې مندرج فرامین د ۱۳۸۵ لمریز کال په لیندۍ میاشت کې د افغانستان ملي شورا له رسمي تاسیس وروسته یواځې یو ځل تنفیذي ماهیت لري.

 

6.       له دې وروسته په مندرجاتو کې د افغانستان د ملي شورا په ولسي جرګه کې د ملي بودجې او قانون جوړونې د طی مراحل کولو لارښود د (لارښود) او د حکومت د قانون طرحه، د ملي شورا دغړو د قانون طرحه او تقنیني فرمان د ( سند) په نوم یادیږي.

 

دویم څپرکی

د سند لومړني پړاوونه

 

7.        سند په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له لوري د دارالانشاء د لوی ریاست د اسناد او ارتباط دفتر ته سپارل کیږي. د اسناد او ارتباط دفتر د واردې له قیدولو او ټاپه کولو وروسته د یاد سند په لاندینۍ برخه کې د سند تر لاسه کولو ورځ او ساعت درج کوي او د دارالانشاء لوی رییس ته یې سپاري.

د دارالانشاء لوی رییس یاد سند د تقنیني تشریفاتو طی مراحل کولو په خاطر د جرګې رییس ته سپاري او د جرګې رییس دغه سند د کورنیو دندو د اصولو مطابق اصلي کمیسیون ته راجع کوي.

اصلي کمیسیون هغه کمیسیون دی چې د ماهیت له پلوه دغه سند ورپورې تړاو ولري. دغه کمیسیون د سند له تسلیمیدو وروسته هغه د کمیسیون یو غړي یا ګزارشګر ته سپاري.

 

ورپسې د کمیسیون ګزارشګر بیا د کمیسیون د رییس په لاسلیک له ټولو پارلماني کمیسیونونو څخه د خپلو ګزارشګرانو د معرفي کولو غوښتنه کوې او یاد سند د عمومي غونډې په اجندا کې شاملولو لپاره د رییسانو کمیټې ته راجع کوي.

 

دریم څپرکی

د سند لوستلو یا وړاندې کولو پړاوونه

                              

8.       د سند طی مراحل کول له درې پړاوونو څخه تیریږي:

 

i.     لومړی پراو: د لارښود د مندرجاتو مطابق په عمومي غونډه کې د سند معرفي کول.

 

ii.    دویم پړاو: په کمیسیون کې د سند طی مراحل کول، چې پکې د قانون جوړونې د سیستم، د اساسي قانون د احکامو او د هېواد ملي ګټو مطابق د سند په تړاو غور کول شامل دي.

 

iii.   دریم پړاو: د سند نهایي تصویب په خاطر په عمومي غونډه کې بحث کول. په دریم پړاو کې د سند په ټول متن بحث نه، بلکې په دوو مواردو بحث کیږي.

iv.    د کمیسیونونو ګزارشګران په کمیسیونونو کې د بحث پر مهال رامنځته شویو اختلافي مواردو په اړه د رایې اخیستنې په خاطر بحث کوي.

v.     د سیاسي ګوندونو او سیاسي ډلو استازي د رایې اخیستنې په خاطر خپل دریځ په ډاګه کوي.

 

څلورم څپرکی

د سند د معرفي کولو پړاونه

 

9.        د رییسانو کمیټې له خوا د تنظیم شوې اجندا مطابق د پارلماني چارو ریاست، اړوند وزیران او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر د سند معرفي کولو لپاره رابولي.

 

10.   د سند معرفي کېدل د اجندا په اوله برخه کې شاملیږي او داجندا له لوستلو ورسته په پارلماني چارو کې د دولت وزیر نور اړوند وزیران عمومي غونډې ته رابولي..

 

11.    

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر د کتبي بیانیې په وسیله  د حکومت له لوري  د جرګې عمومي غونډې ته سند ور پیژني او اړوند وزیران بیا له تخنیکي پلوه د سند پر اړتیاو رڼا اچوي.

د تقنیني فرمان په معرفي کولو کې  د سند د استعجالیت توجیه چې د ولسي جرګې د رخصتۍ پر مهال د جمهور رییس له خوا توشیح او نافذ شوی له مشخصو دلایلو سره وړاندې کیږي.

 

12.   د سند معرفي کولو پر مهال هیڅ ډول بحث او خبرې نه کیږي او تر معرفي کیدو وروسته د جرګې رییس  راغلي میلمانه له عمومي غونډې رخصتوي.

 

 

پنځم څپرکی

په کمیسیونونو کې د سند طی مراحل کول او د دارالانشاء د لوی ریاست مکلفیت او مسوولیت

 

13.   د کمیسیون ګزارشګر د سند له معرفي کیدو وروسته خپل کاري پروګرام داسې جوړوي، چې پکې د اساسي قانون په ۹۷ مه ماده کې مندرج معیاد باید تطبیق شي.

 

14.   د کمیسیون ګزارشګر د سند مسلکي او تخنیکي پړاوونو تر سره کولو په خاطر کاري مهالویش جوړوي او د همدې مهالویش مطابق لاندني مراجع د احوالو تر لاسه کولو لپاره رابولي.

 

i.     د مدني ټولنې استازي

ii.    سیاسي احزاب

iii.  د اړوند وزارتونو صلاحیت لرونکي استازي

iv.  اهل خبره

v.   پوهان او عالمان

vi.  د پوهنتونونو او د لوړو زده کرو د موسسو استادان

 

15.   د جرګې د رییس د پرېکړې له صادریدو سره جوخت  د دې لارښود د څلورمې مادې اولې فقرې مطابق د ولسي جرګې د دارالانشاء لوی رییس د سند یوه یوه کاپي د اسناد او ارتباط ریاست له طریقه د عملي تحقیقاتی خدماتو او د پارلماني چارو ریاستونو او د دارالانشاء اړوند نورو ادارو ته استوي.

 

16.   د تحقیقاتي خدماتو ریاست د سند له تر لاسه کولو وروسته لاندې اجراآت  تر سره کوي:

i.                 په الکترونیکي دیتابیس سیستم کې د سند درج کول.

ii.    په  اړوند دفتر او فایلنګ سیستم کې د سند درج کول.

iii.  د ګزارشګر په توګه د اړوند کارپوه ګومارل

iv.  د سند په تړاو د مسلکي معلوماتو راټولول

v.   له اړوندو حکومتي ادارو او نورو مدني، سیاسي او ټولنیزو بنسټونو سره د همغږۍ رامنځته کول.

17.   د تحقیقاتي خدماتو د ریاست ګزارشګر د اصلي کمیسیون له ګزارشګر سره په همغږۍ لاندې دندې تر سره کوي:

i.                  د سند اړوند د مسلکي معلوماتو برابرول.

ii.    د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو له احکامو سره د سند د مطابقت اړوند معلوماتو وړاندې کول.

iii.  د اړتیا پر مهال په نورو هیوادونو کې د ورته قوانینو اړوند معلوماتو چمتو کول او د هغوی له تجربو څخه استفاده کول.

iv.  په منظم او دوامداره شکل د اړوند کمیسیونونو په غونډو کې ګډون کول.

18.   د پارلماني چارو ریاست لاندې اجراآت تر سره کوي:

i.                د اړوند ادارې د کاري اصولو مطابق په اړوند دیتابیس کې د سند درج کول.

ii.    د اړوند ادارې د کاري اصولو مطابق د فایلنګ سیستم اړوند دفتر کې د سند درج کول.

iii.  د سند د پارلماني تشریفاتو تنظیمول.

iv.  د سند د رسمي مراسلاتو مخ ته وړل

v.   د دستیار له لوري په اړوند کمیسیون کې په کتبي او صوتي بڼه د سند اړوند مباحثو ثبتول.

19.   ریاست دفتر  د سند له تر لاسه کولو سره سم، د اداري هییت د استفادې کولو په خاطر د فایلنګ سیستم تنظیموي.

20.   د اسنادو دیتابیس او د فایلنګ سیستم د دارالانشاء د لوی ریاست په ادارو کې د زماني ترتیب( کرونولوژیک)  او د ارګانیکي قوانینو په تفکیک چمتو او برابریږي.

دغه سیستمونه په دایمي شکل د عدلیې وزارت او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له الکترونیکي سیستمونو سره په همغږۍ تطبیق کیږي.

21.   وروسته له هغې چې سند په اصلي کمیسیون کې نهایي شي، د کمیسیون رییس دغه سند د درج کولو په خاطر د رییسانو کمیټې ته استوي. د رییسانو کمیټه بیا لومړیتوبونو ته په پام سره دغه سند د ولسي جرګې د عمومي غونډې په اجندا کې ځایوي. د رییسانو کمیټې په اجندا کې د اختلافي نظر لرونکو کمیسیونونو د ګزارشګرانو، د سیاسي احزابو او سیاسي ګروپونو د استازو  لیست چمتو کوي.

22.   د ارګانیک قوانینو طرحې ته د رییسانو کمیټې له خوا د جرګې په کاري لومړیتوب کې ځای ورکول کیږي.

شپږم څپرکی

په عمومي غونډه کې د سند طی مراحل کول

 

23.   د اجندا مطابق  د سند په رابطه د بحث په ورځ د اړتیا له مخې حکومتي استازي، د کمیسیون ګزارشګر، د تحقیقاتي خدمتو ریاست ګزارشګر او دکمیسیون دستیار برخه اخلي.

24.   سند په عمومي غونډه کې له تصویب وروسته د تحقیقاتي خدماتو ریاست له لوري په ځانګړې دوسیه کې ترتیب او د اساسي قانون د (۹۸) مادې مطابق  د پارلماني چارو ریاست له طریقه مشرانو جرګې ته استول کیږي.  د پارلماني چارو ریاست د ولسي جرګې د تصویب مراتب په خپل دیتابیس او کارتوتیک سیستم کې تنظیموي.

25.   د تحقیقاتي خدماتو ریاست د مشرانو جرګې د تصویب مراتب په خپل دفتري او الکترونیکي سیستمونو کې معامله کوي، او د پارلماني چارو ریاست  نهایي شوې مصوبه د جرګې د رییس لاسلیک لپاره ترتیبوي او اساسي قانون مطابق د نورو اجراآتو په خاطر یې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته استوي.

26.   هر کله چې د اساسي قانون سلمې (۱۰۰) مادې مطابق سند مختلط هییت ته ارجاع کیږي، د دې لارښود د مندرجاتو په رعایتونو سره مختلط هییت په ټولو کاری پړاوونو کې د کمیسیون ګزارشګر، او د اړوند کمیسیون دستیار او موازي ګزارشګر ګډون کوي. د کمیسیون دستیار د مختلط هییت د غونډو بهیر ثبتوي.

 

اوم څپرکی

د مصوبې تخینکي ترتیب

 

27.   د ولسي جرګې د مصوبې وروستی متن مخکې له دې چې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته واستول شي، د تدقیق کمیټې له خوا له انشایي پلوه تدقیق او په مینوټ کې یې د کمېتې لاسلیک او په شاه کې یې د دارالانشاء لوی رییس له خوا تایید کیږي. د کمیټې ترکیب په لاندې ډول دی:

i.                  د پارلماني چارو رییس

ii.      د تحقیقاتي خدماتو رییس

iii.    موازي ګزارشګر

iv.    د کمیسیون دستیار

v.     پښتو مصحح

vi.    دري مصحح

کمیټه د متن عبارت په ماهیت کې د لاسوهنې صلاحیت نه لري.

 

اتم څپرکی

د ولسي جرګې د غړو د طرحې طی مراحل کول

 

د اساسي قانون ۹۷مې ماده کې د مندرج حکم د وروستۍ فقرې مطابق د ولسي جرګې لس غړي چې غړو د قانوني طرحې د طی مراحل کولو غوښتونکي وي، خپله غوښتنه د غړو د طرحې له متن سره یو ځای د جرګې د ریاست په عنواني ترتیبوي، لومړی یې د جرګې غړو ته وړاندې کوي او د پنځمې برخې غړو له تایید او لاسلیک وروسته یې د جرګې رییس ته وړاندې کوي.

د جرګې رییس د دې لارښود مندرجاتو په رعایتولو دغه سند د معرفي کیدلو په خاطر عمومي غونډې راجع کوي او یادو لسو غړو له ډلې د یوه غړي له خوا د حکومتي طرحې او تقنیني فرمان په څېر عمومي غونډې ته معرفي کیږي.

د سند له معرفي کیدو وروسته، د ولسي جرګې رییس دغه سند اصلي کمیسیون ته راجع کوي.

28.   د اعضاو طرحه د دې لارښود مندرج ټول مراحل چې د حکومتي طرحې او تقنیني فرمان د طی مراحل کولو لپاره وضع شوي بشپړوي او نهایي متن د عمومي غونډې په اجندا کې شاملولو لپاره د اړوند کمیسیون د رییس له لوري د رییسانو کمیټې ته استول کیږي.

29.   د اعضاو طرح د لاندې مراجعو له خوا تسوید کیدلی شي:

i.                 د ولسي جرګې غړي

ii.    سیاسي ګوندونه

iii.  سیاسي ګروپونه

iv.  مدني بنسټونه

v.   د تحقیقاتي خدماتو ریاست

هر کله چې د ولسي جرګې غړي وغواړي پیشنهادي طرحه یې د تحقیقاتي خدماتو ریاست له لوري تسوید شي، خپله غوښتنه د تحقیقاتي خدماتو ریاست د همکارۍ جلبولو لپاره د دارالانشاء لوی رییس ته وړاندې کوي.

نهم څپرکی

د سند چوکاټ

30. د دی لارښود دویمه شماره مندرج اسناد کمیسیون ته د رسیدو پر مهال د تحقیقاتي خدماتو ریاست له خوا  په ځانګړو چوکاټونو کې د دې لارښود د دویم، دریم او څلورم نمبر ضمیمې مطابق په پښتو او دري ژبو برابریږي.

نهایي متن چې د دې لارښود دمندرجاتو مطابق حکومت ته لیږل کیږي، د پارلمان معیاري کلیشو څخه ایستل کیږي او یواځې په دوو ستونو کې د عدلیې وزارت د معمول مطابق ترتیب کیږي.

لسم څپرکی

د جمهور رییس له لوري د سند ردول

30.   هر کله چې د ولسي جرګې د مصوبې سند د جمهور رییس له خوا د اساسي قانون (۹۴) مادې مطابق رد شي،  سند بیا ځلي په دې لارښود کې د مندرج مراتبو په رعایتولو اصلي کمیسیون ته لیږل کیږي او نوموړی کمیسیون د جمهور رییس د دلایلو په تړاو د مقتضي معلوماتو او د سوابقو له یو ځای کیدو او د رییسانو کمیټې له خوا دجرګې په اجندا کې له شاملیدو ورسوته  عمومي غونډې ته وړاندې کوي.

31.   په عمومي جلسه کې د سند ردیدلو په تړاو بحث نه کیږي بلکې د اساسي قانون ۹۴مې مادې د مندرجاتو په رعایتولو سره د جمهور رییس دلایل  د اصلي کمیسیون د ګزارشګر له خوا دجرګې غونډې ته بیانیږي او وروسته بیا رای اخیستنې ته وړاندې کیږي.

یوولسم څپرکی

د بودجې تصویب

32.   د پارلماني اصولو پر بنسټ د ملي بودجې د تصویب په تړاو د ولسي جرګې مصوبه قانوني حکم لري.

د دولت بودجه د اساسي قانون ۹۸ مې مادې مطابق د مشرانو جرګې لیدلوري سره یو ځای د ولسي جرګې د دارالانشاء لوی ریاست ته راځي او د دارالانشاء لوی رییس یې په دې لارښود کې د مندرج مراتبو په رعایتولو د جرګې د رییس په لارښوونه د مالي او بودجې کمیسیون ته استوي.

ملي بودجه کې د جرګې عمومي غونډې ته په پارلماني چارو کې د دولت وزیر په شتون د مالیې وزیر له لوري معرفي کیږي.

په وروستي پړاو کې د بودجې د نهایي تصویب په موخه د مالیې وزیر او تخنیکي ډله یې د جرګې عمومي غونډې ته حاضریږي.

33.   د تحقیقاتي خدماتو  او د پارلماني چارو ریاستونه ټول هغه مکلفیتونه چې د حکومتي قانون د طرحې، تقنیني فرمان او د اعضاو د طرحې د طی مراحل کولو په تړاو لري د ملي بودجې د طی مراحل کولو په برخه کې یې هم لري.

بودجوي واحد خپل راپورونه او تخنیکي معلومات د مالي او بودجې او دجرګې د نورو کمیسیونونو په واک کې ورکوي

34.   حکومت ته د ملي بودجې د تصویب اسناد او مراسلات  به دې لارښود کې مندرج مراتبو په رعایتولو سره چمتو کیږي.