اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
سه شنبه ٬د تلې ۴ مه٬ ۱۳۹۶ ل

ARM-WJ.png

Women Caucus

(دپارلمان دښځينه غړو ټولنه )

په  ۲۰۰۶ ميلادي كال كي دپارلمان دشبكي  ترنامه لاندي جوړ او دښځوچارو، او په افغانستان كي د ښځينه قاضيانو او له مدني ټولني سره په همكاري جوړه شوه .

دپرانستلو اصلي موخي :

۱ –   دښځو اسلامي ، انساني ، سياسي ، ټولنيز او اقتصادي حقوقو تآمين .

۲ دهيواد په پرمختايي پروګرامونو اوبودجه جوړولو كي جنسيتي برابروالي په لاره كي هلي ځلي .

۳ په تصميم نيولو كي په  مختلفه كچه دښځو له سياسي ګډون څخه ملاتړ.

۴  دحكومت د كړنو څار ني ، له اداري اومالي فساد سره  دمبارزي ، دښځواو ماشومانو په ګټه دقوانينو دتصويب په موخه دولسي جرګي اومشرانو جرګي ترمنځ دهم غږي رامنځ ته كول . 

چي دغه پورتني موخي دښځو سياسي ، ټولنيز اواقتصادي موخو ته دلاسرسي يوازيني لاره ده .

ښځوته كار او سواد ، دماشومانواو بارداروښځو لپاره روغتيا ، دښځود اقتصادي ګډون لپاره دامن فضا او مناسبوشرايطو جوړول ، په سياسي ګډون كي دښځو  دپروګرامونو د رول اساسي جز  دي چي  دسولي او امنيت په تامين كي ګټور دي .

په Women   Caucus كي غړيتوپ داوطلبانه ده چي هر غړي يي په مياشتني توګه ۵۰۰ افغاني  حق العضويت وركوي .

ټول غړي دنظر څرګندولو پر مهال خپلواكه وي اوكولاي شي په پارلماني ډلو او دخپلي خوښي په سياسي ګوندونو كي   غړيتوپ ولري خو د    Women  Caucusټول غړي ددغه ډلي داصلي موخو په اړه لازمه همكاري ولري .     

ددي ټولني غونډي دټولني دغړو په واسطه دوراني مشري كوي او دولسي جرګي دسكرتريت له خوا ورسره همكاري كيږي .

 دغه ټولنه دپورتنيو موخو له حكومت او مدني ټولني او محاكموسره اړيكه  ټينګوي او خپل نظريات دكنفرانسونو ، سيمينارونو ، وركشابونو او مطبوعاتي اعلاميو او عامه پوهاوي په واسطه وړاندي كوي .

ددي ټولني غړي كولاي شي په ملي اونړيوالو ناستوكي ګډون وكړي او ددغي ډلي موخي بيان كړي .

ریاست ، نظم در جلسات، پابندی و حضور در جلسات گروه که به روز های دوشنبه ناميده ميشود حتمي است. سایر موارد این گروه توسط سکرتریت آن اجراء میگردد.

دډلي په غونډو كي ګډون ، پابندي ، په غونډوكي نظم ، مشري چي د دوشنبيMonday Lunch  په ورځوكي كيږي ، حتمي دي ، او ددي ډلي نوري برخي دسكرتريت له خوا اجرا كيږي.