اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
سه شنبه ٬د لندۍ ۱۶ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د ولسي جرگې د اوولسمې تقنیني دورې د څلورم کاري اجلاس رپوټ

( ۱۳۹۹ کال د وږي له ۱۶ مې څخه د کب تر څلورمې)

 

ملي شورا د لوړ تقنیني ارګان په توګه د افغانستان د خلکو د ارادې ښکارندوی ده چې د ټول ملت استازیتوب کوي. ولسي جرګې؛ د اساسي قانون او د هېواد د نورو نافذه قوانینو او د کورنیو دندو داصولو په رڼا کې خپلې دندې او مسولیتونه ترسره کړي دي او د دې اجلاس په ترڅ کې یې ټولې (۵۵)  عمومي غونډې جوړې کړي چې له دې جملې (۶) استجوابیه، (۷) استماعیه او (۴۲) عادي غونډې رانغاړي.

همدا شان د ولسي جرګې دایمي کمېسیونونو هم ټولې (۶۰۹) غونډې جوړې کړې دي چې له دې ډلې څخه : (۳۱۲) عادي، (۱۸۲) استجوابیه، (۱۱۵) استماعیه دي.

د ویلو دی چې دایمي کمېسیونونو په دې موده کې (۲۵) ولایتي سفرونه درلودل او له بېلابېلو مرجعو څخه راغلي(۱۶۱۰)عریضو او شکایتونو ته یې رسېدنه کړې ده.

د دې مودې په اوږدو کې د ولسي جرګې کړنې په لاندې ډول وېشل شوې دي:

 

 قانون جوړونې برخه:

الف- تصویب او تصدیق شوي تقنیني سندونه:

د تصویب نېټه

د سند نوم

شمېر

۰۴/۱۲/۱۳۹۹

د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودیجې تصویب

۱

۱۳۹۹/۱۰/۱۰

د کار قانون د طرحې تصویب.

۲

۱۳۹۹/۱۰/۱۰

 د اداري کړنو د قانون په هکله د جمهور رییس د ۱۳۹۶/۱۲/۱۳ نېټې د (۲۶۵) ګڼه تقنیني فرمان تصویب.

۳

۱۳۹۹/۰۹/۱۹

د پوهنې وزارتپه چوکاټ کې د اسلامي تعلیماتو د معینیت بېرته رامنځته کول او د تېر په څېر له لومړي تر درېیم ټولګي په ښوونځيو کې د زده کوونکو د تدریس په تړاو، د ولسي جرګې د غړیو د طرحې تصویب.

۴

۱۳۹۹/۰۹/۱۷

د طبي تخصصي – علمي کادر د قانون په هکله د جمهور رییس د ۱۳۹۸/۱۲/۱۵ نېټې؛ د(۴۷) ګڼه تقنیني فرمان تصویب.

۵

۱۳۹۹/۰۹/۰۸

د ۱۳۹۹ مالي کال د منځنۍ بودیجې د څېړنې د دویمې مسودې تصویب.

۶

۱۳۹۹/۰۸/۲۱

د بدني روزنې  او ورزش د قانون په هکله د جمهور رییس د ۱۳۹۷/۰۶/۱۴ نېټې د (۳۱۸) ګڼهتقنیني فرمان تصویب.

۷

۱۳۹۹/۰۶/۳۱

آسیا او افریقا لپاره د پېښو د وړاندې ګواښ د سیمه ییز منسجم سیستم په برخه کې د همکارۍ د هوکړلیک تصدیق.

۸

ب- لغوه او رد شوي تقنیني سندونه:

نېټه

د سند نوم

شمېر

۱۳۹۹/۱۰/۲۷

 د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودیجې د دویمې مسودې رد

۱

۱۳۹۹/۱۰/۱۰

د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودیجې د لومړۍ مسودې رد.

۲

۱۳۹۹/۰۸/۱۹

د ۱۳۹۹ مالي کال د منځنۍ بودیجې د ارزونې د لومړۍ مسودې رد.

 

۳

۱۳۹۹/۰۸/۱۲

د اداري فساد سره د مبارزې قانون د ځینو مادو د تعدیل په هکله، د جمهور رییس د ۱۳۹۷/۱۲/۱۴ نېټې د (۳۵۴) ګڼه تقنیني فرمان لغوه.

۴

۱۳۹۹/۰۸/۰۷

د دولتي شرکتونو د قانون په هکله، د جمهور رییس د ۱۴/۶/۱۳۹۹ نېټې د (۳۲۲) ګڼه تقنیني لغوه.

۵

۱۳۹۹/۰۷/۲۸

د اوسپنې پټلۍ قانون د ځینو مادو د تعدیل او خذف په هکله،د جمهور رییس د ۱۴/۱۲/۱۳۹۷ نېټې د (۳۵۳) ګڼه تقنیني فرمان لغوه.

۶

۱۳۹۹/۰۷/۱۴

د اداري فساد سره د مبارزې قانون په هکله، د جمهور رییس د ۱۴/۶/۱۳۹۷نېټې د (۳۲۷) ګڼه تقنیني فرمان لغوه.

۷

۱۳۹۹/۰۷/۰۲

د ملکي هوایي چلند قانون د ځینو مادو د تعدیل په هکله، د جمهور رییس د ۱۴/۱۲/۱۳۹۷نېټې د (۳۵۹) ګڼه تقنیني فرمان لغوه.

۸

۱۳۹۹/۰۷/۰۲

د جزایي کړنو د قانون په (۳۵۰) ماده کې د ایزاد په هکله، د جمهور رییس د ۱۴/۶/۱۳۹۷ نېټې د (۳۰۸) ګڼه تقنیني فرمان لغوه.

۹

 

ج- د عمومي غوندې نورې مصوبې:

v      په خپلو کاري کړنو کې د پنځو سرغړونوله امله،د کابل ښاروال ښاغلي داوود سلطانزوی څارنوالۍ ته معرفي کېدل.

د مقرریو د تایید یا رد برخه:

الف – د اساسي قانون د ۹۱ مادې د درېیم جز پر بنسټ، لاندې ذواتو له ولسي جرګې څخه د تایید رایې تر لاسه کړي دي:

۱ – ښاغلی عبدالهادي ارغندیوال د مالیې د وزیر په توګه؛

۲ –ښاغلی محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو د وزیر په توګه؛

۳ –ښاغلی ډاکټر احمد جواد عثماني د عامې روغتیا د وزیر په توګه؛

۴ –ښاغلی محمود کرزی د ښارجوړولو او ځمکو د وزیر په توګه؛

۵ –ښاغلی محمد هارون چخانسوري د کانونو او پترولیم د وزیر په توګه؛

۶ –ښاغلی اسدالله خالد د ملي دفاع د وزیر په توګه؛

۷ –ښاغلی محمد مسعود اندرابي د کورنیو چارو د وزیر په توګه؛

۸ –ښاغلی محمد ضیاء سراج د ملي امنیت د عمومي رییس په توګه؛

۹ –ښاغلی محمد قاسم حلیمي د ارشاد،حج او اوقافو د وزیر په توګه؛

۱۰ –ښاغلی انور الحق احدي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د وزیر په توګه؛

۱۱ –ښاغلی عباس بصیر د لوړو زده کړو د وزیر په توګه؛

۱۲ –اغلې معصومه خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیرې په توګه؛

۱۳- ښاغلی بشیر احمد ته ینج د کار او ټولنیزو چارو د وزیر په توګه؛

۱۴ –ښاغلی قدرت الله ذکي د ټرانسپورټ د وزیر په توګه؛

۱۵ –ښاغلی محب الله صمیم د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر په توګه؛

۱۶ –ښاغلی نثار احمد غوریاني د صنعت او سوداګرۍ د وزیر په توګه؛

۱۷ –ښاغلی فضل احمد معنوي د عدلیې د وزیر په توګه؛

۱۸ –ښاغلی نور رحمان اخلاقي د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر په توګه؛

۱۹ –اغلې ډاکټره کریمه حامد فاریابي د اقتصاد د وزیرې په توګه؛

۲۰ –ښاغلی نجیب الله یمین د ټولګټو د وزیر په توګه؛

ب - د اساسي قانون د ۹۱ مادې د درېیم جز پر بنسټ، لاندې ذواتو له ولسي جرګېڅخه د رد رایې ترلاسه کړي دي:

۱ –ښاغليمحمد طاهر ذهیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نوماند وزیر په توګه؛

۲ –اغلې حسینې صافۍ د ښځو چارو وزارت د نوماند وزیرې په توګه؛

۳ –ښاغلي اجمل احمدي د مرکزي بانک (د افغانستان بانک) د رییس په توګه؛

۴ – ښاغلي مجیب الرحمان کریمي د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د نوماند وزیر په توګه؛

۵ –اغلې رنګینې حمیدي د پوهنې وزارت د نوماند وزیرې په توګه؛

 

د پارلماني ګروپونو برخه:

هغه پارلماني ګروپونهچې د دې اجلاس په ترڅ کې یېد کورنیو دندو د اصولو پر بنسټ، د موجودیت اعلان کړی په لاندې ډول دي:

۱ –د ملي عدالت پارلماني ګروپ؛

۲ -  د ملي ګټو ساتونکی پارلماني ګروپ؛

۳ –د ولسي جرګې د ښځو پارلماني ګروپ؛

۴ –د بیرلیک پارلماني ګروپ؛

۵ –د اقتدار پارلماني ګروپ؛

۶ –د قانون او عدالت پارلماني ګروپ؛

 

د حکومت پر کړنو د څار برخه:

الف – استجوابیه غوندې:

۱ – په ۱۳۹۹/۶/۲۴نېټه، د امنیتي میثاق د برنامې او په هېواد کې د امنیتي وضعیت د څرنګوالي په هکله،د کورنیو چارو وزارت د سرپرست ښاغلي محمد مسعود اندرابي او د ملي امنیت د عمومي ریاست د سرپرست ښاغلي احمد ضیاء سراج استجواب.

۲ – په ۱۳۹۹/۷/۲۱نېټه؛ د افغانستان اسلامي جمهوريت د برېښنایي پېژند پاڼو په ډيټابېس کې د بهرنیو ژبو په فهرست کې د فارسي ژبې د درجولو په هکله، د معلوماتو او ملي احصایې د رییس ښاغلياحمد جاوید رسولي استجواب.

۳ –په ۱۳۹۹/۸/۵ نېټه؛د ۱۳۹۹ کال په اوږدو کې د سړو خونو د نه جوړولو په هکله،د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍوزارت د سرپرست؛ ښاغلي انور الحق احدي استجواب.

۴ – په ۱۷/۸/۱۳۹۹نېټه؛ په کابل پوهنتون او کوثر دانش کورس کې د ترهګریزې پېښې په تړاو،د هېواد د امنیتي سکتور د مسولینو استجواب.

۵ –د ۱۳۹۹ کال د مرغومې په اتمه، په هېواد کې د کرونا له دویمې څپې سره د مبارزې په موخهاو همدا شان په کابل ښار کې د هوا  د ککړتیا د ډېرېدو د مخنیوي په هکله، د اړوندو ادارو د چمتوالي او فعالیتونو په تړاو د عامې روغتیا د وزیر احمد جواد عثماني او د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د رییس شاه زمان میوندي استجواب.

۶ –په ۱۳۹۹/۱۰/۵ نېټه؛ د هېواد په کچه د نا امنیو د ډېرېدو، د هدفي وژنو له جملې څخه د مدني ټولنې د فعالینو، خبریالانو او نورو ملکي او نظامي کسانو او په کابل ښار او د هېواد په نورو ښارونو کې د مقناطیسي او ځای پرځای شویو ماینونو د پېښو د ډېرېدو په هکله،د کورنیو چارو د وزیر ښاغلي محمد مسعود اندرابي او د ملي امنیت د عمومي رییس احمد ضیاء سراج استجواب.

 

ب – استماعیه غونډې:

۱ –په ۱۳۹۹/۸/۲۶ نېټه؛ د بهرنیو چارو وزارت د نوماند وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر، د مالیې وزارت د نوماند وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال او د کورنیو چارو وزارت د نوماند وزیر محمد مسعود اندرابي د کاري برنامو اورېدل.

۲ –په ۲۷/۸/۱۳۹۹ نېټه؛ د ملي دفاع د نوماند وزیر ښاغلي اسدالله خالد، د عدلیې وزارت د نوماند وزیر ښاغلي فضل احمد معنوي، او د لوړو زده کړو وزارت د نوماند ښاغلي عباس بصیر د کاري برنامو اورېدل.

۳- په ۱۳۹۹/۸/۲۸ نېټه؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نوماند وزیر ښاغلي بشیر احمد ته ینج، د ارشاد حج او اوقافو وزارت د نوماند وزیر ښاغلي قاسم حلیمي، د مخابراتو وزارت د نوماند وزیرې اغلې معصومې خاوري او د صنعت او سوداګرۍ د چارو  وزارتد نوماند وزیر ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني د کاري برنامو اورېدل.

۴ـ په ۳/۹/۱۳۹۹ نېټه؛ د ملي امنیت د لوی ریاست د نوماند رییس ښاغلي احمد ضیا سراج، د کرنې او اوبو لګولو وزارت د نوماند وزیر ښاغلي انوارالحق احدي او د اطلاعاتو او کولتور وزارت د نوماند وزیر ښاغلي محمد طاهر زهیر د کاري برنامو اورېدل.

۵- په ۹/۹/۱۳۹۹نېټه؛ د ښځو چارو وزارت د نوماند وزیرې اغلې حسینې صافۍ، د ترانسپورټ وزارت د نوماند وزیر ښاغلي قدرت الله ذکي، د ځمکو او ښارجوړونې وزارت د نوماند وزیر ښاغلي محمود کرزي، د ټولګټو وزارت د نوماند وزیر ښاغلي انجنیر نجیب الله یمین او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د نوماند وزیر ښاغلي نورالرحمن اخلاقي د کاري برنامو اورېدل.

۶- په ۱۱/۹/۱۳۹۹ نېټه؛ د مرکزي بانک د نوماند رییس ښاغلي اجمل احمدي، د عامې روغتیا وزارت د نوماند وزیر ښاغلي محمد جواد عثماني، د پوهنې وزارت د نوماند وزیرې اغلې رنګینې حمیدي، د اقتصاد وزارت د نوماند وزیرې اغلې کریمه حامد فاریابي، د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت د نوماند وزیر ښاغلي مجیب الرحمن کریمي او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د نوماند وزیرښاغلي محب الله صمیم د کاري برنامو اورېدل.

۷-په ۲۴/۹/۱۳۹۹ڼېټه؛ د جینیوا کنفرانس د لاسته راوړنو په هکله،د بهرنیو چارو وزارت د وزیرښاغلي محمد حنیف اتمر او د ماليې وزارت د وزیر ښاغلي محمد هادي ارغندیوال د کاري رپوټ اورېدل.

 

د امتیازي ساعتونو برخه:

د ولسي جرګې غړو د عمومي غونډو د امتیازي ساعتونو په لړ کې له (۶۹۶) موردو څخه زیاتې پېښې، ننګونې او د هېواد او خلکو سیاسي، امنیتي، اقتصادي، ټولنيزې او کولتورې ستونزې یادې کړي او د هغو حل لارې یې غونډې ته وړاندې کړې چې یاد ټول موارد د څیړنې، ارزونې او اړینو کړنو په موخه، په لیکلې بڼه د ولسي جرګې دایمي کمېسیونونو او يا اړونده مراجع ته لېږدول شوې دي.

 

د ملي شورا د جرگو د گډ پلاوي برخه:

په دې اجلاس کې د اساسي قانون له سلمې مادې سره سم، له مشرانو جرګې سره پرلاندې سندونو د ګډ پلاوي(۴)غونډې جوړ شوې دي.

۱- افغانستان اسلامي جمهوریت ته د امریکا د متحده ایالتونو د مالي مرستو د مالیاتي معافیت د هوکړه لیک په هکله.

۲- د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رامنځته کېدو په هکله،د جمهور رییس د ۲۹/۱۰/۱۳۹۹ نېټې؛ (۱۳۲) ګڼه فرمان په تړاو،چې د ولسي جرګې لخوا یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په نامه بدلون وموند او اړوند وزیر یې باید له ولسي جرګې څخه د تایید رایې ترلاسه کړي.

۳- د آزموینې د ملي ادارې د رامنځته کېدو په هکله، د جمهور رییس د ۲۲/۵/۱۳۹۷ نېټې؛(۴۹) ګڼه فرمان په تړاو.

۴- د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون په ځېنو مادو کې د تعدیل او ایزاد په هکله، د جمهور د ۱۴/۱۲/۱۳۹۶ نېټې؛ (۲۶۹) ګڼه فرمان په تړاو.

 

د ولسي جرگې د عمومي غونډې د پرېکړو برخه:

۱- د پروان او کاپیسا ولایتونو له سېلاب ځپلو سره  د مرستو د ارزونې لپاره د پلاوي د ټاکنې په موخه،په ۲/۷/۱۳۹۹ نېټه؛ د ولسې جرګې د عمومي غونډې پرېکړه.

۲- د پروان او کاپيسا ولایتونو له سېلاب ځپلو سره د مرستود څرنګوالې په اړه د ولسي جرګې د ارزونې پلاوي دراپورله اورېدو وروسته پرېکړه وشوهچې  یاد راپور دې د جرګې د ارزونې پلاوي  موندنو ته د رسېدنې په موخه، حکومتي مسولو بنسټونو ته ولېږدول شي. ڼېټه (۱۶/۷/۱۳۹۹).

۳- په هېواد کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د مرستو د لګښتونو د څرنګوالي او د ولسي جرګې د مرکزي پلټنې د کمېسیون د موندنو او ارزونو راپور ته په پام سره،  پریکړه وشوه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس څخه دې وغوښتل شي، څو عامې روغتیا وزارت ته لارښوونه وکړيچې د جرګې او نورو بازرسو بنسټونو د څېړنې او ارزونې تر بشپړېدو پورې، د عامې روغتیا وزارت خپلې ټولې ورکړې چې د جرګې د ارزونې پلاوي په ارزونه کې شاملې وي، وځنډوي. نېټه:(۱۶/۷/۱۳۹۹).

۴- د دولت د هغو وزارتونو او ادارو په هکله چې د فرمانونو پر بنسټ رامنځته شوي، د ولسي جرګې پرېکړه وه چېباید لغوه او یا له قانوني لارې له ولسي جرګې څخهد تایید رایې ترلاسه کړي. نېټه: (۲۱/۷/۱۳۹۹).

۵- پر کابل پوهنتون او  کوثر دانش ښوونیز مرکز د ترهګریز برید او په هېواد کې د امنیتي وضعیت په هکله، د جمهوري ریاست د لومړۍ مرستیال امرالله صالح، د امنیت شورا د سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د امنیتي سکټور لومړۍ درجه مسولینو د ځواب وینې په موخه د بلنې په تړاو، د ولسي جرګې د عمومي غونډې پرېکړه. (۱۴/۸/۱۳۹۹)

۶- د ۱۳۹۹ مالي کال په قطعيې د نه قناعت په هکله، د ولسي جرګې د عمومي غونډې پرېکړه. (۱۹/۸/۱۳۹۹)

۷-  د دولتيکارکوونکو د معاشونو د یو شانوالي په هکله، د ولسي جرګې د عمومي غوندې پرېکړه. (۱۷/۱۰/۱۳۹۹).

۸ –په ۰۶/۱۱/۱۳۹۹ نېټه؛ د سولې مذاکراتو په هکله او د دې لویې ملي پروسې په ټولو مسایلو کې د ولسي جرګې د ونډې د څرنګوالي په تړاو د یوې جامع طرحې د جوړولو لپاره د ولسي جرګې د جلالتمآب رییس په مشرۍ د یو ۲۱ کسیز پلاوي د ټاکلو په هکله، د ولسي جرګې د عمومي غونډې پرېکړه.

 

ب- د ولسي جرگې د عمومي غونډې د اعلامیې برخه:

۱- له ارمنستان هېواد سره د  آ‌‌ذربایجان هېواد د جګړې په هکله،په ۱۴/۷/۱۳۹۹ نېټهد ولسي جرګې د عمومي غونډې د اعلاميې  صادرول.

۲- په دوحه کې د طالبانو له ترهګریزې ډلې او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ترمنځ د سولې د خبرو اترو په تړاو، په ۱۶/۷/۱۳۹۹ نېټه؛  د ولسي جرګې د عمومي غونډې د اعلامیې صادرول.

۳-د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال؛ امرالله صالح د څرګندونو په اړه چې د افغانستان د دروند ملت استازو ته یېد فاسد خطاب کړی و په۴/۹/۱۳۹۹ نېټه؛ د ولسي جرګې د عمومي غونډې د اعلامیې صادرول.

 

۴- له ښځو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځ په مناسبت، په ۸/۹/۱۳۹۹ڼېټه؛ د ولسي جرګې د عمومي غونډې داعلامیې صادرول.

۵- په افغانستان کې د اسټرالیایي سرتېرو د جنګي جنایتونو په هکله، په ۹/۹/۱۳۹۹ نېټه؛ د ولسي جرګې د عمومي  غونډې د اعلامیې صادرول.

۶- د سولې د بین الافغاني خبرو اترو د بهیر په هکله، په ۶/۱۱/۱۳۹۹ نېټه؛ د ولسي جرګې د عمومي غونډې د اعلامیې صادرول.

 

و من الله التوفیق