اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
پنج شنبه ٬د غويي ۳۰ مه٬ ۱۴۰۰ ل

کابل- ۱۳۹۰ د مرغومي ۱۷مه

 

د ولسي جرګې د دارالانشا لوی رئیس خدای نظر نصرت د خپل کار په دفتر کې په کابل کې میشت د هالنډ له سفیر بارډینکج وان وال هوفن سره وکتل.

 

18-jadiDSC_6838.JPG

 

د  ولسي جرګې او د هالنډ د پارلمان ترمنځ همکارۍ، د وکیلانو او د دارالانشا د کارکوونکو د کاري ظرفیتونو لوړیدل او د هالنډ هیواد د پارلماني پلاوي د لیدنو کتنو لپاره د زمینې برابرول، چې په دې نږدې وختونو کې به کابل ته راشي د دواړو لورو د خبرو اصلي محور و.

 

په دې کتنه کې د هالنډ سفیر وویل، چې ددغه هیواد د ولایتي بیارغونې ډله، چې د ارزګان په ولایت کې یې فعالیت کاوه، له دې وروسته به د کندوز په ولایت کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

 

نوموړي د خپل هیواد د ولایتي بیارغونې ډلې د کړنو د ښه کیدو لپاره په ولسي جرګه کې د ارزګان دخلکو د استازو نظرونه د کندوز په ولایت کې هم مهم وبلل او په دې برخه کې د خلکو د استازو د وړاندیزونو غوښتونکی شو.

 

دغه راز د ولسي جرګې د دارالانشا لوی رئیس د هالنډ سفیر ته د ولسي جرګې د دارالانشا د چمتوالي په څرګندولو سره هغه ته د ولسي جرګې او د دارالانشا د غړو د فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

 

د کتنې په پای کې د ولسي جرګې د دارالانشا لوی رئیس د ولسي جرګې او د هالنډ هیواد د پارلمان ترمنځ د همکاریو دوام د دواړو هیوادونو د دولتونو او خلکو په ګټه وباله. v