اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
پنج شنبه ٬د غويي ۳۰ مه٬ ۱۴۰۰ ل

کابل- ۱۳۹۰ د کب ۲۴مه

 

دولسي جرګې د دارالانشا لوی رﺉیس خدای نظر نصرت د اروپايي ټولنې له پلاوي سره د ملي شورا په انګړې کې وکتل.

 

په دې کتنه کې د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د ستراتیژیک هوکړه لیک  په اړه خبرې وشوې.

په سر کې د ولسي جرګې د دارالانشا لوی رﺉیس د اروپايي ټولنې پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، د دغې ټولنې له مرستو یې مننه وکړه، له اروپايي ټولنې سره یې د همکاریو  ستراتیژیک هوکړه لیک د افغانستان د پرمختګ لپاره ارزښتمن وباله، ددې هوکړه لیک د ژر تر ژره لاسلیکیدو غوښتنه یې وکړه.

 

نوموړي وویل: موږ له اروپايي ټولنې څخه زیاتې هیلې لرو، د افغانستان له پارلمان سره باید په تخنیکي برخو کې مرسته وکړي، څو د وکیلانو او د ملي شورا د کارکوونکو کاري وړتیاوې لوړې او هم وکولای شو یو تلویزیون جوړ کړو.

 

ورپسې د پلاوي مشر دیویډ تایر د ولسي جرګې د دارالانشا له لوی رﺉیس سره د لیدنې له امله خوښي وښوده، د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د ستراتیژیک هوکړه لیک په اړه یې معلومات وړاندې او ویې ویل، دغه هوکړه لیک، چې په افغانستان کې د ښه حکومتوالۍ او پارلماني دموکراسۍ په برخه کې د اروپايي ټولنې همکاري ده، چې د اروپا او افغانستان د پارلمانونو له تایید وروسته  به عملي بڼه خپله کړي. اروپايي ټولنه هڅه کوي، چې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو تر سپارلو وروسته د افغانستان پارلماني او قضايي ارګانونه له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودروي.

 

د پلاوي د مشر په وینا، اروپايي ټولنه د ازاد او اباد افغانستان غوښتونکې ده، د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم له دې هیواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.