شهيد سيد مصطفى كاظمي د سيد گل زوى په 1342 هجري لمريز كال د پروان ولايت د سرخ پارسا په ولسوالۍ كې زيږدلى دى. عيال داره، درې زامن او درې نجونې لري.
نوموړي خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې دپروان ولايت په لولنج كې ترسره كړي دي او خپلې لوړې زده كړې يې په ټولنيز وعلومو كې له ايران هېواد څخه لاسته راوړى دى.
ده پخوا داسلامي وحدت گوند دمركزي شورى غړي، دلومړني ملي امنيت شورى غړي، دمؤقتي اوانتقالي ادارې دسوداگرۍ وزير او داسلامي دولت د عالي شورى غړي، دولسي جرگې غړي او دملي اقتصاد د كميسيون د رئيس په توگه يې دندې ترسره كړي دي.

شهيد صاحب الرحمن همت دحاجي عبدالمتين زوى په 1335 هجرى لمريز كال دكونړ ولايت دلاحسين اغز تنگي په كلي كې زيږيدلى دى. عيال داره، پنځه زامن او پنځه نجونې لري.
نومړى له دولسم ټولگې څخه فارغ شوى دى او پخوا د مؤقتې اداري او اسلامي انتقالي دورې په وخت كې د كونړ ولايت دارشاد او اوقافو درئيس په توگه دنده تر سره كړې ده.
دغه راز دوطن د بچيانو دخدمت لپاره يو ښوونيز مركز يې په وړيا توگه هم جوړه كړې وه، چي موخه يې داسلامي نظام غښتلتيا او دملي گټو تامين ؤ.
نوموړى په ولسي جرگه كې د كونړ ولايت دخلكو استازى او دملي اقتصاد دكميسيون غړى ؤ.

شهيد الحاج صبغت الله ذکي د شهيد مولوي عزت الله زوى په 1352 هجري لمريز كال كې د تخار ولايت د بنگې ولسوالۍ دسياب دمركزى حوزې په يوه د ينداره اومجاهد كورنۍ كې زيږ يدلې دى. لومړنۍ زده كړې يې دتخار ولايت په مربوطاتو كې، منځنۍ زده كړې يې په پاكستان كې او لوړې زده كړې يې تر ماستري درجې دسياسي علومو په څانگه كې د پاكستان هېواد، داسلام آباد د قايد اعظم په پوهنتون كې پاى ته رسولې دي. عيال داره، يو زوى او يوه لور لري. نوموړى په ولسي جرگه كې د تخار ولايت دخلكو استازى او دملي اقتصاد د كميسيون غړى ؤ.

شهيد عبدالمتين د سلطان سكندر خان زوي په 1337 هجري لمريز كال، د هلمند په ولايت كې زيږيدلى، عيال داره، درې زامن او درې لوڼې لرې. نوموړي لومړنۍ زده كړې د بست كلا په ښونځۍ او منځنۍ زده كړې يې د لښكرگاه په ليسه او لوړې زده كړې يې د كابل پولي تخنيك كې پاى ته رسولې دي. نوموړي په تيرو وختو كې، د كورنيو چارو په وزارت كې د انجينير،BRO نا دولتې موسسې د رئيس او دغه راز دقسيم په ساختماني شركت كې، د رئيس په توگه دندې سرته رسولې دي.
نوموړى په ولسي جرگه كې، د هلمند ولايت دخلكو وكيل اودملي اقتصاد كميسيون غړى ؤ.

شهید محمد عارف ظریف دحاجی محمد ظریف زوى په 1332 هجرى لمريز كال دكابل ولايت د بگراميو ولسوالۍ د بر حسن خان په كلي كې زيږيدلى دى. عيال داره، پنځه زامن او پنځه نجونې لرې.
ده خپلې زده كړې په نظامي برخه كې پاى ته رسولي دى. ده پخوا دملي دفاع په وزارت كې د افسر په توگه، دكرنيزو، صنعتي او سوداگريزو خدمتونو په برخو كې هم دندې سر ته رسولې دي.
نوموړي په ولسي جرگه كې، د كابل دخلكو استازې او دملي اقتصاد كميسيون غړى ؤ.

شهيد نازکمير سرفراز د بازمحمد زوى په 1339 هجرى شمسي كال دكندز په ولايت كې زيږيدلى دى.
نوموړى په 1363 كال دكندز ولايت د ښوونكو د روزنې عالې موسسې د رياضى له څانگې څخه فارغ شوى دى، ده پخوا په لومړى سر كې دښوونكي سپيڅلې دنده لرله او هم په سوداگريز و چارو بوخت ؤ.
نوموړي په ولسي جرگه كې د كندز ولايت دخلكو استازى او دملي اقتصاد دكميسيون غړى ؤ.

فضل الرحمن څمكنى د پكتيا په ولايت كې زيږيدلى ،زده كړې يې د كابل د هوايي پوهنځي په نظامي څانګه كې سرته ورسولې. پخوا د افغانستان په اردو كې د افسر په توګه، د پښتني تجارتي بانك كاركوونكى، د پكتيا ولايت د سرحدونو او قبايلو رئيس او د نوموړي سياسي سابقه د بيړنۍ او د اساسي قانون په لويه جرګه كې دڅمكنيو د خلكو استازى، نوموړى متاهل، څلور زامن اوشپږ لوڼې لري. نوموړى د۱۳۸۷ كال د غويي د اتمې د جشن په ورځ د يوې ترهګرۍ په پيښې له امله په شهادت ورسيد.

حاجي حبيب الله د حاجي محمد عمر زوى، په ۱۳۴۴ كال كې د كندهار په ولايت كې زيږيدلى، اصلي استوګنه د كندهار ولايت او فعلي استوګنه د كابل ښار. نوموړى متاهل و، زده كړې د بكلوريا په كچه ، په ولسي جرګه كې د كندهار ولايت د خلكو استازى د د فاعي چارو او ځمكنۍ بشپړتيا د كميسيون غړى. نوموړى د يوې ترهګرې پيښې په ترڅ كې د كندهار په ولايت په شهادت ورسيد.

شهيد داد محمد خان د حاجي محمد خان زوى، په ۱۳۳۵ كال د هلمند په ولايت كې زيږيدلى، اصلي استوګنه د هلمند ولايت، نوموړى متاهل اته لوڼې او اته زامن لري، زده كړې د بكلوريا په كچه، په ولسي جرګه كې دهلمند د خلكو استازى او د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې د كميسيون غړى. داد محمد خان د هلمند په ولايت كې په يوه وسله وال بريد كې په شهادت ورسيد.