اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
پنج شنبه ٬د لندۍ ۲۱ مه٬ ۱۳۹۸ ل

تصویب شوي قوانین:

 

1 – قانون ستندرد ملی درپنج فصل و26 ماده په پنځو څپرکو او ۲۶مادو کې د ملي سټنډرډ قانون  ۳/۵/۱۳۹۱

2 - په درې څپرکو او ۲۷مادو کې د پلټنې د عالي ادارې قانون ۳/۵ /۱۳۹۱

3 –په درې څپرکو او اتو مادو کې د دیپلوماتیکو او قونسلي کارکوونکو د مقررۍ په اړه د ولسي جرګې د غړو د قانون طرح ۹/۵/۱۳۹۱

4 –په یوه سریزه او ۲۲مادو کې د اصلاحي پروتوکول د نشه يي توکو له یوازینۍ معاهدې سره د افغانستان د اسلامي جمهوري د پیوستون قانون   ۹/۵/۱۳۹۱

5 –په دوو مادو کې د عامې روغتیا د قانون په ځینو مادو کې د تعدیل طرح  ۱۱/۶/.۱۳۹۱

6 –په یوه سریزه او ۱۲برخو کې د ښځو د تعلیم او تحصیل د دوام د وړتیاوو د لوړولو  پروګرام  ۱۱/۶/۱۳۹۱

7 –د شهیدانو د وارثانو او ورکو شویو کسانو د حقوقو او امتیازونو قانون درېیمه، څلورمه، لسمه او یوولسمه ماده .۱۳/۶/۱۳۹۱

8 –د معلولینو د حقوقو او امتیازونو د قانون د ځینو مادو د تعدیل او لرې کیدو طرح .۱۳/۶/۱۳۹۱

9 –په اوو څپرکو او ۲۲مادو کې د احصایې د قانون طرح  ۱/۷/۱۳۹۱

10 –په څلورو څپرکو او ۱۲مادو کې د احتکار د منعې د قانون طرح ۱/۷/۱۳۹۱

11 –د مالي ادارې او عامه لګښتونو د قانون د ۶۱مې مادې د تعدیل طرح ۳/۷/۱۳۹۱

12 –پر عایداتو د مالیاتو د قانون د ځینو مادو د تعدیل او ایزاد طرح ۳/۷/۱۳۹۱

13 –په پنځو څپرکو او ۳۶مادو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د تشکیل، دندو او واکونو د قانون طرح ۳/۷/۱۳۹۱ .

14 –د څارنوالۍ د تشکیل او واکونو د قانون طرح  .( ۲۲ /۷ /۱۳۹۱

15 –د هیواد د سیاست د اساسي کرښو ردیدل .( ۱۳۹۱ د لړم ۱۷مه)

16 –د ټولنو د قانون طرح (۱۳۹۱د لیندۍ ۲۵مه).

17 -  وزارت ته د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د حقوقي شکل د بدلون په اړه د کورنیو چارو د کمیسیون طرح. ۱۳۹۱د لیندۍ ۲۹مه

بودجه اوقطعیه

1-  د ۱۳۹۱کال د بودجې ضمیمه د ۱۳۹۱کال د تلې په درېیمه تصویب شوه.

2- د ۱۳۹۱کال د بودجې ضمیمه د ۱۳۹۱کال د لړم په ۲۷مه تصویب شو.

3 -  د ۱۳۹۰کال قطعیه د ۱۳۹۱ کال  د لیندۍ په ۲۲مه  رد شوه.

 

د نړیوالو کنوانسیون او میثاقونو د تصدیق برخه

 

1 –د افغانستان د اسلامي جمهوریت او دومینکن د جمهوریت ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو ټینګښت ۹/۵/۱۳۹۱      

 2 –په ۱۶مادو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او ترکیې حکومت ترمنځ د پروتوکول لاسلیک کیدل ۹/۵/۱۳۹۱ 

3 –په ۱۴مادو کې د فرهنګي ملکیتونو د ساتنې او بیرته ستنیدو د مطالعې د نړیوال مرکز اساسنامه ۹/۵/۱۳۹۱    

4 –په یوه سریزه او ۱۵مادو کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت، د برتانیې د شاهي او شمالي ارلینډ دولت ترمنځ د همکاریو  ستراتیژیک سند  ۹/۵/۱۳۹۱.

5 –په یوه سریزه او اوو مادو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او ایټالیا ترمنځ دوږدمهاله دوه اړخیزه همکاري.۱۶/۵/.۱۳۹۱

6 –په یوه سریزه او ۲۷مادو کې د اتومي ترهګریزو کړنو د ټکولو لپاره نړیوال کنوانسیون  .۱۶/۵/.۱۳۹۱

7 –په یوه سریزه او ۳۲مادو کې د سویلي اسیا( سارک) د سیمه ییزو همکاریو سازمان .۱۶/۵/.۱۳۹۱

8 –په دریو مادو او یوه ضمیمه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او فرانسې ترمنځ د د دوستۍ او همکارۍ د معاهدې تصدیق ۸/۶/۱۳۹۱

9 - –په ۳۵مادو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او اسټرالیا ترمنځ د اوږدمهاله همکاریو هوکړه لیک   ۱۰/۷/۱۳۹۱

 

10 –  په یوه سریزه او نهو مادو کې د افغانستان داسلامي جمهوریت او فدرالي المان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک ( ۱۰/۷/۱۳۹۱ )

11 -  په یوه سریزه او ۲۱مادو کې د یوه نړیوال سازمان په توګه د فساد پر ضد د نړیوالې اکاډمۍ د جوړیدو په اړه هوکړه لیک . ( ۱۰/۷/۱۳۹۱ )

12 - په یوه سریزه او ۱۲مادو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او سارک سازمان د غړو هیوادونو ترمنځ د سویلي اسیا ( سارک) د سیمه ییزو همکاریو سازمان هوکړه لیک   .( ۱۲ /۷/۱۳۹۱ ).

13 –په یوه سریز او ۲۷مادو کې اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون په چوکاټ کې د اقلیم د بدلون د کنوانسیون په اړه د کیوتو پروتوکول.( ۱۲/ ۷ /۱۳۹۱ )

14 –  په یوه سریزه، ۳۰مادو او پنځو ضمیمو کې د عضوي مقاومو پاتې شونو په اړه د سټاکهولم کنوانسیون د غونډې د ګډونوالو د رایو په اتفاق تصدیق شو .( ۱۳۹۱ د لړم ۱۷مه  )

15 –-په یوه سریزه، ۳۰مادو او شپږو ضمیمو کې د ځینو خطرناکو کیمیاوي او حشره وژونکو له نړیوالې سوداګرۍ وړاندې د خبرتیا په اړه د روتردام کنوانسیون په دوو مخالفو رایو تصدیق شو . (د ۱۳۹۱ د لړم ۱۷مه)

16 -  په یوه سریزه او پنځلسو مادو کې د پراختیا په حال کې په وچه کې د راایسارو هیوادونو لپاره د نړیوال څیړنیز بنسټ د جوړیدو په موخه څو اړخیز هوکړه لیک په درې مخالفو رایو تصدیق شو . (۱۳۹۱ لړم ۱۷مه  )

17 –په یوه سریزه، ۴۰مادو او درې ضمیمو کې د ژویو او نباتاتو د ژوند د خوندي ساتلو په اړه د کارتاجینا پروتوکول په درې مخالفو رایو تصدیق شو . (۱۳۹۱ د لړم ۱۷مه)

18 -  په یوه سریزه، ۲۹مادو  او نهو ضمیمو کې له پولې هاخوا د خطرناکو پاتې شونو د لیږد د کنټرول په اړه د باسیل کنوانسیون په یوه مخالفه رایو تصدیق شو . (۱۳۹۱ د لړم ۲۷مه )

 19 –په یوه سریزه، ۵۰مادو او ۱۴ضمیمو کې  د نړیوالې انرژۍ د همکارۍ لپاره د انرژۍ تړون او د قانوني چوکاټ اسنادو معاهده او یو پروتوکول، چې یوه سریزه، ۲۲مادې، ۱۵ضمیمې او نتیجه ګیري یې درلوده، د رایو په اتفاق تصدیق شول . (۱۳۹۱ د لړم ۲۷مه )

20  په یوه سریزه او ۲۰مادو کې د نوي کیدو وړ انرژۍ نړیوال اژانس( ایرینا) اساسنامه (۱۳۹۱ د لړم ۲۷مه)