اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
شنبه ٬د وږي ۳۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د الحاج عبیدالله بارکزي بیوګرافي

الحاج عبید الله بارکزی د حاجي محمد رسول زوی، د حاجي ملا سلطان محمد لمس، د کرنیل جمال الدین خان کړوسی، د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ د کمیسان به کلي کې د ۱۳۳۸ لمریز کال د میزان د میاشتې په ۱۵ مه د پنجشنبې په ورځ په یوه دینداره، متدینه او جهادي کورنۍ کې زیږدلی دی.

لومړني زده کړې یې د خپل کلي په ابتدایي ښوونځي کې ترسره کړې. بیا د چورې ولسوالۍ له عالي لیسې څخه فارغ شو. د ابتدایي دورې او لیسې د زده کړو تر څنګ یې دیني زده کړې هم کړي دي، چې په دیني زده کړو کې یې دغه کتابونه لوستی ديؤ لکه: پنج کتاب، بوستان، ګلستان، تحفت النصایح، خلاصه، خواجه حافظ شیرازي، شاهنامه فردوسي، صرف مکمل، نحو تر شرح جامي پورې، فقه شریف تر دریو هدایګانو پورې، قرآن شریف له تجوید او ترجمې سره لوستی دی. بیا وروسته د وکالت په دوران کې د باختر پوهنتون له حقوقو پوهنځي څخه فراعت شو.

له ۱۳۵۷ کال وروسته جې کله د شوري پر ضد د افغانانو سپیڅلی چهاد پیل شو، نو بارکزي هم لکه د نورو میلیونونو افغانانو په څېر په سپېڅلي جهاد کې د خپل پلار او ورور سره په ګډه ونډه واخیسته، چې ورور یې د ارزګان د مجاهدینو ولایتي آمر و، چې په همدې سپیڅلې او مبارکه لار کې پلار او ورور یې دواړو د ۱۳۶۲ لمریز کال په یوه ورڅ د شهادت جام پورته کړ او د خدای (ج) د رضا لپاره یې خپل ځانونه قربان کړل.

د دوی له شهادت څخه وروسته قوم د مشرتوب لونګۍ د بارکزي صاحب پر سر کېښوده. د جهاد او د قوم د سنبالښت چارې د ده پر غاړه شوې. بیا د مجاهدینو د جبهې قومندانوشو او پاکستان ته ولاړ، هلته یې د مجاهدینو د ډاکټرۍ لنډ مهاله کورسونه ولوستل او د عاجلو ټپیانو د پانسماڼ او لومړنیو خدمتونو کارونه یې زده کړل، بیا افغانستان ټه راستون شو او د مجاهدینو خدمت یې پیل کړ. کله چې روسان له افغانستان څخه ووتل په هماغه ورځ یې له جنګ څخه لاس واخیست او په خپل کلي کې په زمېندارۍ بوخت و او ترڅنګ به یې د خپلو خلکو او هېواد خدمت کاوه.

بیا کله چې طالبان راغلل، نو له هغوی سره یې د ملی ګټو پر سر ستونژه راغله. بارکزي او د ارزګان ځینو نورو قومندانو له طالبانو سره جنګ وکړ، بیا تر هغی پورې په غرونو کې وو، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی ارزګان ته راغی. بیا له ښاغلي کرزي سره د لوی کندهار مرکز کندهار ښار ته لاړ. هلته د یو څه وخت لپاره د ملا عمر اخوند په کور کې د باغ د فرقې مسوول و. بیا د کندهار د هوایي ډګر د کمربند د پوستو آمر شو. له ۱۳۸۲ لمریز کال څخه وروسته د خاص ارزګان ولسوالۍ ولسوال شو، چې په دې دنده کې یو ځل د طالبانو لخوا ټپي شو او یو کال په کور کېناست. په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د چورې ولسوالۍ ولسوال وټاکل ښو. بیا د ارزګان ولایت د قبایلو او قومونو چارو رییس شو. په ۱۳۸۸ لمریز کال کې له ارزګان ولایت څخه ولسي جرګې ته نوماند شوؤ چې د خلکو په لوړ ملاتړ سرد په لورو رایو باندې ولسي جرګې ته بریالی شو.

کله چې پارلمان ته لاړ، ښاغلي بارکزي غوښتل، چی داسی یو کمیسیون ته ورشی، چی مستقیم له خلکو سره په تماس کې وي او خلکو ته ښه خدمت وکړي. نو د پارلمان په اتلس ګوڼو کمیسیونونو کې یې د شکایاتو د اورېدلو کمیسیون انتخاب کړ.

هلته د شکایتو د اورېدلو کمیسیون د رییس څوکۍ ته کاندید شو، چي د رایو په اکثریت سره د یاد کمیسیون رییس شو، چې پوره اته کاله د یاد کمیسیون رییس و. د دې دندې ترڅنګ د بودیجې د ګډ کمیسیون  غړی و. د قانون جوړونې ګډ کمیسیون غړی و او د دې ترڅنګ د صباح پارلماني ګروپ غړی هم و . په دې اته کالو کې یې د هېوادوالو په زرګونه دوسیې تعقیب کړي او حق یې حقدار ته رسولی دی.

د ښاغلي بارکزي یوازینی هدف خپلو دردېدلو او ځورېدلو هېوادوالو ته خدمت کول دي. نه د پیسو د راټولو په غم کې دی او نه هم د کورونو او موټرونو په غم کې دی. په ټول کابل کې یوه لویشت ځمکه هم نه لري. چې همدا اوس مهال د کرایې په کور کې اوسېږي او همدارنګه حتی یو شخصي موټر هم نه لري. له کوم موټرڅخه چې استفاده کوي هفه هم حکومت ورکړي دی. هفه څه چې بارکزي صاحب ته ډېر اړین دي، هفه د خپل هیواد او خلکو لپاره خدمت دی.

د ځینو وکیلانو په څېر یې د خارج چکرونه نه دي وهلي او هر وخت به چې د پارلمان رخصتي راورسېده بارکزی به ارزګان او نورو ولایتونو ته ولاړ او له خلکو سره به یې له نږدې څخه لېدل کتل کول او د دوی د ستونزو په حل کولو کې به يې ورسره مرسته کوله.

نه شرکت لری او نه يې له کوم وزیر څخه پروژه اخیستې ده. تل یې چې له چا سره شخړه راغلې ده، هغه د افغانستان په ملی ګټو ده. اسلام،  افغان، د  افغانستان ملی ګټې او پښتونستان د بارکزي لپاره کرښې دي. هر هغه څوک چې دغه کرښې لمس کوي بیا يې بارکزی په کیسه کې نه دی چې جنګ سالار وي، زورواکی وي. یا د ایران، پاکستان، امریکې او روسیې اجنټ وي د بارکزي له غاښ ماتوونکی ځواب سره مخ شوی دی. بارکزی شمله ور او خوله وار سیاستوال دی، چی هر کله يې د هېواد په ملي ګټو ننګ کړی دی او د لښکر په لومړی قطار کې ولاړ دی.  یبارکزی صاحب د جنګسالارانو او لنډغرو پر ضد په ولسي جرګه کې د خپل ولس غږ پورته کړی او زورواکانو ته يې غاښ ماتوونکي ځواب ورکړي دي.

کله چې د افغانستان او امریکې تر منځ ننګین امنیتي تړون لاس لیک کېده، بارکزی صاحب له هغو ګوتو په شمار سیاستوالو څخه و، چې د یاد تړون مخالفت يې کوه او دا به يې په ډاګه ویله،چې دغه تړون د افغانستان د اشغال په مانا دی.

د دې ترڅنګ چې بله مهمه مسئله وه، هغه د الکترونیکی تذکرو وه، په دې برخه کې بارکزی لومړنی شخص و، چې په یادې مسئلي کې يې خپل غږ پوره کړ او ويې ویل چی باید په تذکره کې د اسلام، افغان او د قوم یادونه وشي. چې د همدې لپاره يې عریضه ولیکله او د وکیلانو لاسلیکونه يې پکې راټول کړل. چی باید تذکره پرته د اسلام، افغان څخه چاپ نه شي او په دې برخه کې  يې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې، چې او يې دا دی موږ او تاسې د دوی د مبارزې نمره ګورو.

له هر څه نه مخکې بارکزي صاحب سره د خپأ ولس غم ورسره و او تل به د خپل ولس په خاطر له نورو سره په جنګ و.

ښاغلی عبیدالله بارکزی د هېواد علمي او سیاسي کدر دی او د ګران افغانستان راتلونکي لپاره سترې هیلې لری.

ومن الله توفیق

ټلفن :0700383333-0793939393-0700939393

ایمل:    hajiobaidullahbarakzai@gmail.com  sayedqudratsadat@gmail.com