اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
یک شنبه ٬د تلې ۲۵ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د ولسي جرگې د دارالانشاء د لوى رييس

د عبدالقادر ځاځي وطندوست لنډه پېژندنه ( ۲۷ / ۰۸ / ۱۳۹۹)       

د عبدالقادر ځاځي وطندوست لنډه پېژندنه ( ۲۷ / ۰۸ / ۱۳۹۹)        

لومړۍ زده کړې:

ښاغلی عبدالقادر ځاځی وطندوست په کال  ۱۳۵۵ لمریز چې د  ۱۹۷۶ میلادي کال سره سمون خوري د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند د کارته نو سیمه کې د جان محمد خان په کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.

په کال ۱۳۷۴ لمریز د کابل ښار له علي احمد خان پوپل عالي لیسې څخه فارغ شو، لیسانس يې  په (BBA) کې له میوند پوهنتون څخه او د بشري سرچینو د مدیریت په برخه کې ماسترې له پریستون پوهنتون څخه او په زنځېروي مدیریت کې يې ماسټري د کاناډا هېواد تورنټو ښار کې د ټرایس کالج (Trius College) څخه تر لاسه کړه، سربیره پردې ښاغلي ځاځي دیني زه کړې هم کړې.

عبدالقادر ځاځی په پښتو او دري ژبو سربیره په انګریزي، اردو او ژبو روانې خبرې کولای شي.

رسمي دندې:

په پیل کې یې د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو معینیت د بدني روزنې رییس په توګه دنده پیل کړه؛

ورپسې د کډوالو چارو وزارت ستر سلاکار وټاکل شو.

بیا د افغانستان د خلکو د ظرفیت لوړونې ( CDOPA )  مؤسسې د رئیس په توګه کار پیل کړ.

ورپسې د سوداګرۍ وزارت د نفتي موادو اوبلنو ګازو د نظارت او تنظیم مسؤل شو.

وروسته بیا په سوداګرئ او صنعت وزارت کې د مؤسساتو او جوازنامو عمومي رییس په توګه وګمارل شو.

د ښاغلي وطندوست سیاسي او ټولنیز فعالیتونه د دې لامل شوه چې خلک پرې باور وکړي، په ولسي جرګه یې خپل استازي په توګه وټاکي هماغه وو چې  ۱۳۹۳ ل ل کال پارلماني ټاکنو کې يې د کابل د خلکو د استازی په توګه ولسي جرګې ته لاره پیدا کړه.

وطندوست له ۱۳۹۳ څخه تر ۱۳۹۸ل ل کال پورې د ولسي جرګې د غړي په توګه د ولس استازولي کړې، هغه د خپلو وړتیاوو په اساس په ۱۳۹۳ل ل کال کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون چې یو له خورا مهمو کمیسیونونو څخه دی رییس په توګه وټاکل شو.

 ورپسې د همدې جرګې اداري پلاوي منشي په توګه وټاکل شو.

په کال ۱۳۹۸ ل ل کې د ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني لخوا د یوه ځانګړي فرمان پر اساس د ولسي جرګې د دارالانشا‌ء لوی رییس وټاکل شو.

ټولنیز فعالیتونه:

-          د هېواد د سرتیرو او کورنیو ستونزو ته د رسېدکي په موخه د سرتېري بنسټ مؤسس او مشر.

-          په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو د ځوانانو په اسامبلی کې د افغان ځوانانو استازولي.

-          د سولې ملي مشورتي جرګې د اړیکو او تشریفاتو د کمېټې ریاست تر سره کول.

-          د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت د ملي برنامو سلاکار.

-          د ولسمشریزو ټاکنو د څارنې مسؤل.

-          د افغانستان د اساسي قانون د دارالانشا‌ء همکار او څارونکی.

-          په ( FES ) مؤسسه کې د ځوانانو رهبرانو پروژې غړی.

-          د افغانستان او پاکستان د امن او رفاه جرګې د اړیکو برخې سلاکار په توګه دندې ترسره کړي.

-          د اساسي قانون په لویه جرګه کې د ناظر په توګه

-          د ولسمشریزو ټاکنو د ناظرینو د رییس په توګه

-          د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو ملي پروګرام چې د ۷ نړیوالو موسسو او سازمانونو په ملاتړ جوړ شوی وو مدیریت .

-          د ځوانانو د لومړني ملي کنفرانس مسوول.

-          د ځوانانو د لومړني بورډ موسس او غړی.

-          د افغانستان او پاکستان د سولې مشورتي جرګې د اړیکو د کمېټې مشاور.

-          د ولسمشریزو ټاکنو د ځوانانو د ولایتی معاونیت مسؤل .

-          د ملي مشورتي جرګې د تشریفاتو او اړیکو کمېټې مسؤل.

 

ښاغلي ځاځي وطندوست د خپل وکالت او دارلانشاء ریاست په اوږد کې یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته خورا مهم رسمي سفرونه وکړل او په  ډېر ښه ډول سره یې د هېواد او په ځانګړي ډول پارلمان استازیتوب وکړ.

نړیوال او ملي کنفرانسونه :

-          د کاناډا په اوتاوا ښار کې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د ځوانانو پارلمانۍ غونډه کې د افغانستان د ولسي جرګې پلاوي رییس.

-          د روسیې هېواد سن پیټرز بورک ښار کې د نړۍ پارلمانونو(IPU) په کنفرانس کې د ولسي جرګې پلاوي رییس.  

-          د روسیې هېواد سن پیتربورک کې  پارلماني امنیتي کنفرانس کې د ولسي جرګې پلاوي رییس.

-          د قزاقستان په آستانه ښار کې د مرکزي آسیا پارلمانونو په اتحادیه کې د ولسي جرګې پلاوي رییس.

-          د سارک هیوادونو پارلماني غړی.

-          د ایران – تهران ښار د منځني ختیځ هېوادونو کنفرانس کې د ولسي جرګې پلاوي رییس.

-          د ناروې – اوسلو کې د افغانستان، ناروې او یو این سي ایچ آر دري اړخیزه هوکړه لیک او د کډوالو د وضعیت غونډې کې ګډون.

-          د امریکا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سازمان د ځوانانو اسمبلې ( UN youth assembly) غړی .

-          IPU نړیوال بین الاپارلماني اتحادیې سکرترجنرالانو کنفرانس کې د افغانستان د ولسي جرګې د سکرترجنرال په توګه استازولي.

نور فعالیتونه:

د ځوانانو د اجماع موسس او غړی

د افغانستان د خلکو لپاره د ظرفیت لوړني د موسسې رییس او موسس

د خلکو غږ د پارلماني ګروپ موسس او رییس

عبدالقادر ځاځی وطندوست اوسمهال د ولسي جرګې د دارالانشا‌‌ء‌ لوی رییس په توګه دنده پر مخ وړي چې په یاد ریاست کې یې د پام وړ بدلونو راوستي .

 له کومې ورځې چې یې د یاد ریاست دنده پر غاړه اخیستې له فساد سره کلکه مبارزه، تدارکاتي اصلاحات، تشکیلاتي اصلاحات، اداري پلاوي ته مسکلي او حقوقي مشوري، د حکومت او پارلمان ترمنځ د اړیکو جوړول، د مامورینو لپاره بایومټریک حاضري، د وکیلانو لپاره الکترونیکي رایه کارونې  سیستم، د بی ځایه لګښتونو مخنیوی، رسنیو ته پر وخت اطلاعات په واک کې ورکول، کارکونکو لپاره د سفرونو او ظرفیت لوړونې په برخه کې د پام وړ ګامونه پورته کړي دي.

د اړیکو شمېره ۰۷۸۲۱۰۲۰۱۰

بریښنا لیک Qaderzazy@gmail.com