اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
یک شنبه ٬د وږي ۲۴ مه٬ ۱۳۹۸ ل
fakor-beheshti.JPG

شخصي ژوند:

سيد محمد جمال فكوري بهشتي د ايت الله سيدعلي بهشتي زوى، په ۱۳۴۲ل كال كې د باميانو ولايت د ورس په ولسوالۍ كې زيږيدلى دى، اصلي استوګنه د باميانو ولايت د ورس ولسوالي، اوسمهال په كابل ښار كې ژوند كوي.

زده كړې: د سياسي علومو ليسانس او د نړیوالو اړیکو ماسټر

كاري تجربه: په مركزي سيمو كې د فرهنګي، سياسي او ټولنيزو چارو ترسره كول، د افغانستان د اسلامي اتفاق د تشكيلاتي انقلابي شورا د مركزي شورا غړى، د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند د مركزي شورا غړى او منشي، په حل و عقد شورا كې د باميانو د خلكو استازى، په ۱۳۸۱ل كال كې په بيړنۍ لويه جرګه كې د باميانو دخلكو استازى، په ۱۳۸۲ل كال كې د اساسي قانون په لويه جرګه كې د باميانو د خلكو استازى، په ۱۳۸۶ل كال كې د افغانستان او پاكستان د سيمه ييزې امن جرګې غړى، په هيواد كې دننه او بهر په لسګونو سيمينارونو او كنفرانسونو كې ګډون، په مطبوعاتو كې فعاله څيره، د ولسي جرګې د پنځلسمې او شپاړسمې دورې استازى.

تاليفونه: په افغانستان كې د دريو لسيزو خاطرې يې چاپ ته چمتو دي .

مدني حالت : متأهل

ټاكنيزه حوزه : بامیان

کمیسیون : د معلولينو، معيوبينو، د شهيدانو د وارثانو او كونډو

دنده: غړى

ټليفون شميره:

۰۷۷۷۷۷۵۵۴۰/۰۷۹۹۳۳۱۹۵۱/۰۷۸۹۶۸۴۸۹۸

برېښناليك: F_bihishti_mp@yahoo.com