اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
یک شنبه ٬د غويي ۵ مه٬ ۱۴۰۰ ل

IPU

Inter-parliamentary Union

بين الپارلماني ټولنه

بين الپارلماني ټولنه پر ۱۸۸۹كال د فرانسې په پلازمېنه پاريس كې جوړه او پر ۱۹۲۱ كال په دايمي ډول د سويترزلنډ هيواد د جينوا ښار ته وليږدول شوه. ۱۵۲هيوادونه د يادې ټولنې غړيتوب لري او اته هغه يې متحد غړي دي. امريكا په دې ټولنه كې د څارونكي په توګه ګډون كوي. افغانستان  د لومړي ځل لپاره د ۱۹۹۰كال د مارچ په لومړۍ نيټه  ددې ټولنې غړيتوب ترلاسه كړ، د  ۱۹۹۲ د اپريل په مياشت كې يې د كورنيو جګړو له امله خپل غړيتوب له لاسه وركړ، تر څو كلونو جګړو وروسته افغانستان د دويم ځل لپاره وتوانيد، چې د ۲۰۰۷كال د مې په ۲۷مه د يادې ټولنې په ۱۱۷مه غونډه كې، چې د اندونيزيا د جاګارتا په ښار كې جوړه شوې وه بيرته واخيست.

د بين الپارلماني ټولنې مشرتابه شورا د ټولنې رئيس د درې كالو لپاره ټاكي. د بين الپارلماني ټولنې رئيس بايد د ټولنې د شورا د پخوانيو رئيسانو له ډلې څخه وي. اوسمهال ددې ټولنې رئيس Dr. Theo – Ben Gurirab دى، چې د ناميبيا د پارلمان رئيس هم دى. د ټولنې سكرتر جنرال "اندریس جانسن" د سويډن هيواد دى.

بين الپارلماني ټولنه د لاندې موخو پر بنست رامنځته شوې ده

Ø        د غړو هيوادونو د پارلمانونو او د هغوى د وكيلانو ترمنځ د اړيكو د پراختيا او د تجربو شريكولو، د هغو پوښتنو د څيړنې لپاره، چې د نړيوالو علايقو پر بنسټ مطرح شوې وي او د وكيلانو او غړو پارلمانونو د علاقې وړ موضوعاتو په اړه د نظر څرګندول

Ø       د بشري حقونو د دفاع او ودې په برخه كې همكاري، چې د پارلماني دموكراسۍ د پراختيا بنسټيز لامل بلل كيږي.

Ø       د كاري وړتياوو د لوړيدو او د ټولنې د نماينده ګۍ د بنسټونو د ښه كيدو په لاره كې همكاري او په دې بنسټونو كې د عملي مفاهيمو پياوړتيا او پراختيا.

 

 

دغه ټولنه د ملګرو ملتونو موخې تعقيبوي، چې په حقيقت كې ددې سازمان د كاري هلو ځلو ملاتړ كوي.

بين الپارلماني ټولنه له هغو سيمه ييزو او نړيوالو سازمانونو، دولتي او نادولتي سازمانونو سره همكاري لري، چې له دې ټولنې سره موخې ورته وي.

اوسمهال د ۱۵۰ خپلواكو هيوادونو پارلمانونه په IPU كې غړيتوب لري.

اووه سيمه ييز پارلمانونه ددې ټولنې د همغږي كوونكي او متحد په توګه غړيتوب لري او د ټولنې زياتره غړي اوسمهال په ټولنه كې د فعالو شپږو جيوپولوتيكو  ډلو څخه په يوه هغه كې شامل دي.

ټولنه سربيره پردې، چې عامه بودجه ترلاسه كوي، د غړو له لوري هم له مالي پلوه تمويليږي، په ۲۰۰۵ كال كې د IPU بودجه ۳. ۱۰ ميليونه سويسي فرانكس وه.

Ø       د پارلمانونو او د پارلمانونو د غړو ترمنځ د بين الپارلماني اړيكو  پراختيا او ټينګښت او د تجربو تبادله رامنځته كوي ؛

Ø       بين الپارلماني ټولنه په كال كې دوې غونډې جوړوي او لګښت يې د هغو غړو هيوادونو له لوري وركول كيږي، چې اقتصادي توان لري.

Ø       د افغانستان پارلمان پنځه غړي د بين الپارلماني ټولنې په ټاكنو كې د رايې وركولو حق لري

Ø       ددې ټولنې غړيتوب هغه هيوادونه ترلاسه كولاى شي، چې خپلواك او ملي واكمني ولري

Ø       د بين الپارلماني ټولنې په اساسنامه كې تعديل درې مياشتې وړاندې په ليكني ډول د ټولنې سكرتريت او وروسته اجرائيه شورا ته وړاندې كيږي

Ø       فرعي تعديل د اسامبلې له غونډې شپږ اوونۍ وړاندې په ليكني ډول د ټولنې سكرتريت ته سپارل كيږي.

 

د بين الپارلماني ټولنې IPU ارګانونه

د بين الپارلماني ټولنې ارګانونه عبارت دي له :

Ø       مشرتابه شورا؛

Ø       اجرائيه كميټه ؛

Ø       دارالانشاء

 

1-      د نړيوال سازمان شورا مجمع په كال كې دوه ځلې غونډه كوي.

2-      د غونډې جوړيدو ځاى او نيټه يې د مشرتابه شورا له لوري ټاكل كيږي.

3-      په استثنايي حالاتو كې مشرتابه شورا د نيټې د بدلون او يا د غونډې د نه جوړيدو پريكړه كوي. 

بين الپارلماني ټولنه درې دايمي كميټې، څلور فرعي كميټې او څلور كاري ډلې لري، چې بيلا بيلې دندې پر مخ بيايي.

دايمي كميټې عبارت دي له:

Ø       د نړيوالې سولې او امنيت كميټيه-committee on peace and international security-

Ø         د سوداګرۍ او مالي پرله پسې پراختيا كميټه- committee on sustainable development finance and trade

Ø       د دموكراسۍ او بشري حقونو كميټه committee on democracy and  human  rights

اتحادیۀ بین الپارلمانی دارای 6 گروپ جیوپولیتیک بين الپارلماني ټولنه شپږ جيوپوليتيكې ډلې ( geopolitical groups  (  لري، چې عبارت دي له:

د افريقا جيوپوليتيكه ډله، چې ۴۲ غړي لري African Group (42 members)

دعرب جيوپوليتيكه ډله، چې ۱۹غړي لري ( Arab group (19 member

د اسياپسفيك جيوپوليتيكه ډله چې ۲۷غړي لري  (Asia- pacific Group (27 members

ايروايشيا جيوپولتيتكه ډله، چې اووه غړي لري  Eurasia Group members

د لاتينې امريكا جيوپوليتيكه ډله، چې ۱۹غړي لري (Latin American Group(19 members

دوولس جمع جيوپوليتيكه ډله، چې ۴۵غړي لري،  (Twelve plus Group (45 members

هغه هيوادونه، چې په جيوپوليتيكو ډلو كې غړيتوب نه لري څلور هيوادونه دي. (Unaffiliated Groups (4 countries

 

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان پارلماني ډلې د اسيا پسفيك جيوپوليتيكه ډله كې غړيتوب لري، چې مشري يې د چين هيواد په غاړه لري.

مشرتابه شورا په ځانګړي ډول لاندې دندې او واكونه لري:

1-      په ټولنه كې د ټولنې د غړو هيوادونو غړيتوب او د غړيتوب نوي كول ځنډولى شي.

2-      د اسامبلې د غونډې د جوړيدو د سيمې او نيټې د ټاكلو په اړه پريكړه ؛

3-      د غونډې د رئيس د ټاكلو په اړه وړانديز ؛

4-      د بين الپارلماني ټولنې له لوري د غونډو د جوړيدو په اړه پريكړه، دغه راز په ځانګړو مواردو كې د ستونزو د مطالعې او څيړنې په موخه د لنډمهاله كميټې جوړول، څو وكولاى شي رامنځته شويو ستونزو ته حل لاره ومومي.

5-      د دايمي كميټې شمير ټاكي او د كميټې د دندو لايحه چمتو كوي.

6-      د دايمي، لنډمهاله، ځانګړو كميټو او كاري ډلو په ټاكلو كې بايد جفرافيايي، سيمه ييز، ساحوي جيوپوليتيك اساسات او جنسي توازن په جدي ډول په پام كې ونيسي. 

ددې ټولنې متحد غړي عبارت دي له:

Ø       د مركزي امريكا پارلمان

Ø       د ختيځې افريقا مقننه شورا

Ø       د اروپا پارلمان

Ø       د لاتينې امريكا پارلمان

Ø       د اروپايي شورا پارلماني اسامبله

Ø       د افريقا د لويديځو هيوادونو اقتصادي ټولنې پارلمان

Ø       Andean پارلمان

Ø       د لويديځې افريقا د پولي او اقتصادي بين الپارلماني ټولنې كميټه