بسم الله الرحمٰن الرحيم
د ملي شورى ولسي جرګې د قانون جوړونې
دويم كال په دويمې غونډې كې لاسته راوړنې
ســـــــريــــــــــزه
د پروردګارپه توفيق او عنايت سره د افغانستان د اسلامي جمهوريت ملي شورا دويمه كار غونډه د 138۶ كال د زمري په لومړۍ نېټه پيل كړه او د ليندۍ په پنځلسمه نېټه پاې ته ورسيده. د خلكو استازو په دغې غونډه كې د خلكو اساسي اړتياوو تشخيص او د زياتو پارلماني تجربو په پيداكولو سره يې وكولاى شول له تېرو څخه لازيات د لېدلو او پام وړ لاسته راوړنو باندې لاس پورې كړ .
په دغې غونډې كې په ځانګړي توګه د استازو په برخه كې فعال او منظم نه حاضريدل په عمومي او د كمېسيونونو په غونډو هرڅومره روښانه كمتياوې او كمزوتياوې موجود وې اما ددې سره سره بيا هم د شورى كار او د خلكود استازو لاسته راوړنو پايلې د تيرې غونډې په نسبت زياتې شوې او هيله من كوونكي دي .
څرنګه چي يو شمير تصويب شوي تقنيني سندونه په دغه اجلاس كې دوه برابره دمخكينيوغونډو په پرتله ډير دي همدارنګه ددغه اجلاس پارلماني نظارت ته كه كره كتنه وشي دتير اجلاس او دتير كال په پرتله دكميت اوكيفيت په لحاظ ډير توپيرلري دغه غونډه په داسي حال كې سرته رسېږي، چې د هېواد شورى او د ملت استازي د خپلو دهغه فعال او زيار كښو شپږ تنه غړيو دجلاوالي په غم كې ښاغلي: شهيدسيدمصطفى كاظمي، شهيد انجينيرعبدالمتين، شهيدصاحب الرحمن همت، شهيدنازكمير سرفراز، شهيد حاجې عارف ظريف او شهيد صبغت الله زكي، چې د ملي مسؤليت په ادا او د قانوني دندې سرته رسولو پرمهال كې ول، د بغلان تروريستي پېښې پراثر په شهادت ورسيدل، داغ لرونكي دى . دغه تروريستي پېښه چې د افغانستان ټول شريف ملت يې ودرداوه، د افغانستان غمځپلي او بېچاره ملت سره د ولسي جرګې غم شريكي او د ښكاره كوښښونوشاهد او د وكيلانو چوپړكولو روښانه دليل دى .
موږ په داسي حال كې چې د هېواد ټولو نه ياديدونكي او بېچاره شهېدانو او د ملت كور شهيدانو پاك روح ته دعا كوو، په لنډ ډول د ولسي جرګې د قانون جوړونې دويم كال په دويمې غونډې كې لاسته راوړنې او كړنو رپوټ واړندې كوم:
الف: د خلكو شكاياتونو او غوښتنو غبرګون
د افغانستان شريف ملت استازو وروسته د اوړې له رخصتيوڅخه او د دويمې غونډې دايرولو لپاره راغلل په بېلا بېلوغونډو عمومي او د كمېسيونونو په غونډوكې د خلكو او هېواد اساسي ستونزې او مسايل طرح او د هغوى په اړه داړونده دولتي ادارو له لارې د عملي كولو او هغوى ته د رسيدګي غوښتنونكي شول، چې د هغوى عمده موارد په دوام سره لوستل كېږي .
۱- امنيتي ستونزې او مسايل .
۲- بيكاري او فقر .
۳- ادارې فساد او ارتشا .
۴- له طبيعي پېښو څخه را ولاړې شوې ستونزې لكه: سيلاب، وشكالي او نور .
۵- د اخلاقي مفاسدو زياتوالى او ملي او ديني ارزښتونوضد وده او د هغه پر وړاندې د حكومت نه پاملرنه .
۶- د اعتيا او نشه يې توكو توليد زياتوالى .
۷- په ولاياتوكې پرمختيايي پروژو نه عملي كول .
۸- په سيمه يزو اداراتوكې بې پروګرامي او كمي .
۹- د خلكو روغتيايي ستونزې .
۱۰- د لوړو زدكړو په مركزونواو پوهنتونو د استادانو كار چمتو او د زده كوونكو ستونزې .
۱۱- د مقرارتو او قوانينو نه رعايتول .
۱۲- د هېواد تاريخي ځايونو او اثار سانته .
۱۳- د كابل ښارځينو برخو د بريښنا او اوبو ستونزو حل .
۱۴- په لويو لارو او دښار په دننه سړكوونكو كې ترافيكي ستونزې .
۱۵- د ملكي افرادو وژنه او ناسم بمبارونه .
۱۶- د محلي اداراتو مسؤلينو ناسمه چلند .
۱۷- په دولتي اداراتوكې د افرادو ګمارل او عزل د اړيكو پراساس اونه دهغوى لايقت په پام كې نيول .
ب: قانون جوړونه:
دقوانيننو د تصويب په برخه كې .
۱- د پوليسو دريفورم قانون تصويب .
۲- د حق العبور د قانون تصويب .
۳- دكار قانون تصويب .
۴- دعدلي طب قانون تصويب .
۵- د سياسي ګوندونو قانون تصويب .
۶- د مظاهرو او اعتصابونو قانون تصويب .
۷- د عسكري جزا قانون تصويب .
۸- د مكتبي وړو ظابطانو قانون تصويب .
۹- د شهيدانو او معلولينو د ځانګرو امتيازاتو قانون د طرحې تصويب .
۱۰- د پاسپورت قانون تصويب .
۱۲- په سياسي نمايندګيو او نړيوالو موسسو باندې د عقار دخرڅلاو قانون تصويب .
۱۳- د پوليسو د اصلاحاتو كمېسيون تشكيل قانون د طرحې تصويب .
۱۴- د علومو اكاډمي قانون تصويب .
۱۵- افغانستان اسلامي جمهوريت په محاكموكې د جايزې بيعي د قبالې محصول لومړى او دويم موادو تصويب .
۱۶- د كانونو قانون تصويب .
۱۷- د كوپراتيفونو قانون تصويب .
د نړيوالو تړونونو د تصديق په برخه كې :
۱- د ادارې فساد او ارتشا پرضد د مبارزې نړيوال كنوانسيون تصديق كول .
۲- د افغانستان اسلامي جمهوريت او فيدراتيفي روسي ترمنځ د بنديانو سپارلو قرارداد تصديق كول .
۳- د افغانستان اسلامي جمهوريت او ايران ترمنځ د هغو بنديانو ليږدول چې په بند محكوم وي د موافقه ليك تصديق كول .
۴- د افغانستان اسلامي جمهوريت او ايران ترمنځ دقضايې همكاريو د موافقه ليك تصديق كول .
۵- د افغانستان اسلامي جمهوريت او ايران ترمنځ د نباتاتو د ساتنې او قرنطين په اړه د موافقه ليك تصديق كول .
۶- د افغانستان اسلامي جمهوريت او تاجكستان ترمنځ دتورنو كسانو لېږدولو موافقه ليك تصديق كول .
۷- د افغانستان اسلامي جمهوريت او ايران ترمنځ دتورنو كسانو لېږدولو موافقه ليك تصديق كول .
۸- د افغانستان اسلامي جمهوريت او ايران ترمنځ دعلمي او كولتوري همكاريو د موافقه ليك تصديق كول .
۹- د تنباكو د موافقه ليك تصديق كول .
۱۰- د افغانستان اسلامي جمهوريت او د چين د خلكو جمهوريت ترمنځ د ښه ګاونډيتوب د همكاري موافقه ليك تصديق كول .
ج: پارلماني څارنه:
پارلماني څارنه د ولسي جرګې يوه د ډېرو مهمو او بنسټيزو دندو څخه شمېرل كېږي .
او د اساسي قانون په روښانه او پريكنده ډول سره دغه صلاحيت پارلمان ته سپارلى دى. ليكن په ډېرتاسف سره چې دځينو مصويبو نه منل او د ځينو مصويبو ځنډول د دولت اجرائيه قوې له خوا د خلګو استازو په منځ كې د ناهيلۍ او اندېښنو سبب ګرځېدلى دى. پدې هم د وطن او ملت استازي د پارلماني څارنو په برخه كې كامياب دي او لاندې ګامونه يې پورته كړي دي:
۱- د ځينو وزارتونو د كاري پلانونو غوښتنه او ارزونه د اړوندو كمېسيونونو له خوا .
۲- د خلګو ستونزو ته د رسيدلو او حل لپاره د وزيرانو او بېلابېلو ادارو له مسؤلينو راغوښتل .
۳- د سوداګرۍ وزير راغوښتل د قيمتونو لوړوالي څېړل او هغوى د مخنيوي لپاره ګام وچتول .
۴- د امنيتي وضعې د ښه والي په موخه د ملي دفاع ، كورنيو چارو وزيران او دملي امنيت لوى رئيس احضارول .
۵- په بيا بيا ځلي د معاشونو قانون غوښتنه او تدې اړه د ماليې وزير راغوښتل، چې د معاشونو معيارونو د معلومولو په اړوندتوضيح وركړي .
۶- د دولت د لوړپوړو چارواكو معاشونو قانون ردول پدې دليل، چې د دولت دنوركاركوونكو معاشونه په پام كې نه وو نيول شوي .
۷- په يوه وخت سره د دولت د ټولو كاركوونكو معاشونوقانون د لوړپوړي څخه تر نورو پورې غوښتل .
۸- د دواړو غونډو د رئيسانو كمېټې ګډه غونډه د امنيتې وضعې د عواملو څېړلو او دهغوى څخه د خاصون لارې چارې پيداكول .
۹- د دواړو غونډو د رئيسانو كمېټې ګډې غونډې ته د ملي دفاع، كورنيو چارو وزيران او دملي امنيت لوى رئيس راغوښتل د امنيتي وضعې د څېړلو په دوه طرفه همكاري او او ګډو كوښښونو سره په هېوادكې د امنيتي بحران د حل په موخه .
۱۰- د دولت وزيرانو او نورو غيرې دولتي ارګانونوسره د (۱۲۷) استماعيه غونډو دايرول .
۱۱- د امنيتي او اجرائيوي چارو د څارنې په موخه د ولاياتو او بېلابېلو ځايونو څخه ليده كاته .
۱۲- د راستنيدونكو چارو نوي وزير، مركزي بانګ رئيس او همدارنګه دسترې محكمې يو تن پاتې غړي ته د اعتماد رايه وركول .
د: غبرګون ( موضع ګيري)
۱- په بې دفاع خلګو باندې د ځان وژونكو او تروريستي بريدونو غندل.
۲- د قرن مجيد د تحريف توطيه غندل .
۳- په بغلان كې د لړم مياشتې ۱۵ نېټې تروريستي پېښې غندل .
۴- د ايتلاقي قواوو له خواڅخه د فوټبال توپ باندې د طيبې ليكل غندل .
۵- د تلويزوني چينلونو له خوا د فاسدو او اسلامي اخلاقو خلاف پرضد فلمونو ښودلو غندل .
۶- د بې ګناه افرادو وژل او د هستوګنې ځايونو بمبارول غندل .
هــ د اتلس گونو كميسيونو نو د اجرااتو لنډ رپوټ :
1- د ملي اقتصاد كميسيون ددغه دورپه غونډو كې ۳۱ كاري غونډې ، ۱۸ عادي ۱۱ استماعيه غونډې چې ۲ غونډې يې په ولاياتو كې دايرې كړې او۲۳ راجع شوي تقنيني سندونه يې څيړلي او ۱ تقنيني سند يې عمومي غونډې ته و ړاندي كړى دى .
۲- د نشه يي توكو كمېسيون ۲۶ كاري غونډې ، ۱۸ عادي غونډې او ۳ استماعيه غونډې يې دايرې كړې او ۲۶ راجع شوي تقنيني اسناد يې څيړلي دي .
۳- د تقنيني چارو كمېسيون ۲۵ كاري غونډې او ۱۲ استماعيه غونډې يې دايرې كړې او د ټاكنو قانون يې په څلورو پړاوونو كي څيړلي دي .
۴- د دفاعي چارو كميسيون ۲۷ كاري ، ۶ استماعيه غونډي او ۳ استماعيه غونډي يي په ولاياتو كي داير كړي او ۳ تقنيني اسناد يي عمومي غونډي ته وړاندي كړي دي
۵- د روغتيا ، بدني روزني ، ځوانانو ، كاراوكارگر كميسيون ۲۵ كاري ، ۱۵ عادي ، ۱۰ استماعيه او ۳ استماعيه غنډي يي داير كړي او ۱۸ راجع شوي تقنيني اسناد څيړلي او ۲ تقنيني اسناد يي عمومي غونډي ته وړاندي كړي .
۶- د ديني او فرهنګي چارو كميسيون ۲۷ كاري او ۱۲ استماعيه غونډي يي داير كړي او ۱ تقنيني سند يي عمومي غونډي ته وړاندي كړي دي .
۷- د بودجه او مالي چارو كميسيون ۳۰ كاري او ۱۳ استماعيه غونډي يي دايركړي او د ولسي جرګي د چارو د اداري د بودجي د تدوين سربيره ۱ تقنيني سند يي عمومي غونډي ته د وړاندي كولو لپاره برابر كړيدي دي .
۸- د عدلي اوقضايي كميسيون ۲۹ كاري ، ۷ عادي او ۵ استماعيه غونډي يي داير كړي او ۲ راجع شوي تقنيني اسناد يي څيړلي او ۱ تقنيني سند يي عمومي غونډي ته وړاندي كړي دي .
۹ – د مواصلاتو اومخابراتو كميسيون ۱۳ كاري او ۲۱ ولايتي غونډي يي داير كړي او ۴ راجع شوي تقنيني اسناد يي څيړلي او ۱ تقنيني سند يي عمومي غونډي ته وړاند ي كړي دي .
۱۰ د مركزي تفتيش كميسيون ۵ استماعيه غونډي او ۲ ولايتي غونډه يي دايركړي دي .
۱۱- د شهيدانو او معلولينو كميسيون ۲۳ كاري ، 17 عادي او ۱ استماعيه غونډي يي داير كړي او ۱ تقنيني سند يي عمومي غونډي ته وړاندي كړي دي .
۱۲- دبين المللي چارو كميسيون ۲۱ استماعيه غونډي يي داير كړي او۱۱ تقنيني اسناد يي عمومي غونډي ته وړاندي كړي دي .
۱۳- د شكايتونو د اوريدلو كميسيون ۳۴ كاري او ۴ استماعيه غونډي دايري كړي دي .
۱۴- د كوچيانو اوقبايلو چارو كميسيون ۳۱ كاري او ۱۳ استماعيه غونډي يي داير كړي دي .
۱۵- د وكيلانو د مصئونيت او امتيازاتو كميسيون ۲۴ كاري ، ۳ استماعيه او ۱ اضطراري غونډي يي داير كړي دي .
۱۶- د ښځو چارو كميسيون ۱۹ كار ي او ۲ استماعيه غونډي يي دايري كړي او ۱ تقنيني سند يي عمومي غونډي ته وړاندي كړي دي .
۱۷- د چاپيريال ساتني كميسيون ۲۰ كاري ۳ استماعيه او ۳ ولايتي غونډي يي دايري كړي او ۲ راجع شوي تقنيني اسناد يي څيړلي او ۱ تقنيني سند يي عمومي غونډي ته وړاندي كړي دي .
۱۸- د داخلي امنيت كميسيون ۲۵ كاري او ۳ استماعيه غونډې يې دايرې كړې او ۴ تقنيني اسناد يې عمومي غونډې ته وړاندې كړي دي .
په پاى كې يو ځل بيا د لوي څښتن نه د افغانستان شريف ملت ته سرلوړي ، بريا او د هېواد خدمتگارانو او خلكوته سلامتي او توفيق او د ملت استازو ته د موفقيت او برياو غوښتنه كوو.
حَسٌبُنَا اللهِ وَنِعٌمَ الٌوَكِيٌل نِعٌمَ الٌمَوٌلَى وَنِعٌمَ النَصٌِير