اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
جمعه ٬د لړم ۲۴ مه٬ ۱۳۹۸ ل

   PUIC (د اسلامي كنفرانس د غړو هيوادونو پارلماني ټولنه )

د جوړيدو نيټه:

د ۱۹۹۹ كال د جون په ۱۷مه د (PUIC)  بنسټ ايښودنكو په تهران كې يو كنفرانس جوړ او دايمي غړو يې د اسلامي كنفرانس د غړو هيوادونو د پارلماني ټولنې OIC))  د جوړيد پريكړه وكړه.

PUIC د پليموت په پوهنتون كې پر نړيوالو معيارونو برابر د ليسانس او فوق ليسانس په كچه محصلين روزي، دغه راز د انګلستان په معتبرو پوهنتونونو كې د زده كړو زمينه برابروي. PUIC  د نړۍ په كچه يې له ۱۲۰ د زياتو هيوادونو محصلين جذب كړي دي.

پته PUIC:
پوهنتون: پلیموت 8AA PL4،ویلا15، پورتلنډ

بریتانیا: ټليفون : : +44 (0) 1752 411 114: +44 (0) 1752 411 115
برېښناليك:   info@puic.plymouth.ac.uk

غړي:
د PUIC  په ټولنه كې د ۵۲هيوادونو د پارلمان غړي غړيتوب لري.   
 د PUIC ټولنه ۲۱نړيوالو سازمانونه څاري.

د ( (PUIC  پارلماني ټولنې سفير: علي اصغر محمدي سجاني .  

علي اصغر محمد سجاني ددې بنسټ لوى مدير د ۲۰۰۸كال د اپريل په لومړۍ له دې سازمان سره يوځاى شو، نوموړى د PUIC سازمان په څوارلسمه غونډه كې، چې د ۲۰۱۲ زيږديز د اپريل په مياشت كې د اندونيزيا په هيواد كې جوړه شوه، د دوهم ځل لپاره په دې څوكۍ وګومارل شو.

ددې بنسټ د لوى مديريت لومړى منشي محمد يپرووفا له ۲۰۰۱ كال څخه د ۲۰۰۸ كال د مارچ تر ۳۱مې پورې په دې بنسټ كې ماموريت درلود.

د كابينې مدير :   صدیق ابو گالا.

د كنفرانسونو اداره كوونكى: زاهد حسن قریشي

د ټولنې قانوني سند :

د PUIC منشور په هغه كنفرانس كې، چې د ۱۹۹۹زيږديز كال د جون په ۱۵- ۱۷ نيټه په تهران كې جوړ شوى و، تصويب شو. دغه منشور د ۲۰۱۱ كال د جنوري په ۱۹مه د PUIC  په دوهمه فوق العاده غونډه كې، چې د اوبوظبۍ په ښار كې جوړه شوې وه، له سره پرې كتنه وشوه او د دويم ځل لپاره تاييد شو.

د (PUIC) لنډ تاريخ :   

PUIC د ۲۰۰۱ كال د اپريل په ۲۴مه د ګڼ شمير پارلماني رئيسانو او ديپلوماتانو په ګډون په تهران كې رسما پرانستل شوه. دغه بنسټ د غړو هيوادونو د پارلمانونو د وتلو شخصيتونو څخه جوړ شوى دى. په دې بنسټ كې غړيتوب په نړيوالو او سيمه ييزو پارلماني ډلو كې د هيڅ يوه غړي د ګډون مخنيوى نه كوي.

 

نړيوال او سيمه ييز سازمانونه كولاى شي، د  OIC بنسټ د اجرائيه كميټې په سپارښتنه د څارونكي په توګه ګډون كولاى شي، څارونكي د خپل نظر او ليدلوري د څرګندولو حق لري، خو د رايې حق نه لري، او د څارونكو غړيتوب د هغو نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو په غوښتنه، چې ددې ټولنې په كارونو كې د ونډې اخيستو ليواله وي، شونى دى، اوسمهال په دې بنسټ كې د ۵۲ هيوادونو د پارلمانونو غړي غړيتوب لري، چې ۲۱تنه څارونكي عملا په دې بنسټ كې ماموريت لري، د څارونكو منل او ګوښه كول، د OIC د كورنيو دندو د اصولو پر بنسټ ترسره كيږي.

 

د PUIC په دويمه فوق العاده غونډه كې، چې د ۲۰۰۸ كال د مارچ په ۲۴مه جوړه شوې وه، له تركيې څخه ډاكټر محمود خالق د لوى مدير په توګه وټاكل شو، دغه راز د ۲۰۱۲كال د مې په لومړۍ د PUIC د عمومي كميټې په څوارلسمه غونډه كې، چې د اندونيزيا د پلمبنګ په ښار كې جوړه شوې وه، د دويم ځل لپاره په دې څوكۍ وټاكل شو.

د اسلامي كنفرانس غړو هيوادونو د پارلماني ټولنې موخې

ټولنه لاندې موخې لري:

-          د اسلامي حكمونو معرفي كول او د اسلامي تمدن د بشري اصالت پر بيلا بيلو ځانګړنو ټينګار؛

-          اسلامي كنفرانس په ټولو غړو هيوادونو كې د هغوى له شرايطو او اساسي قانون سره سم د مشورې د اسلامي اصولو د پلي كيدو ښه والى او  ملاتړ؛

-          د غوره همكارۍ په موخه د يوه هر اړخيز چوكاټ رامنځته كول او په نړيوالو  سازمانونو كې د اسلامي كنفرانس د غړو همغږي.

-          د اسلامي كنفرانس د پارلمانونو د غړو او مرستيالانو ترمنځ د خبر اترو او ناستو دودول، د پارلماني تجرو شريكول، د OIC د غړو د علاقې وړ اقتصادي، فرهنګي، ټولنيزو او سياسي مسائلو په اړه بحث، د فرهنګي، سياسي او قتصادي خنډنو  لرې كول، پر سياسي، اقتصادي او فرهنګي مسائلو د بري موندلو   لپاره هلې ځلې او وړ تصميمونه.

-          له بشري حقونو څخه د دفاع  او د سولې او عدالت د ټينګښت په موخه د نړۍ د خلكو په منځ كې د همغږۍ دودول .

-          د عمومي موخو د پراختيا په موخه  دنړۍ له پارلمانونو، حكومتي او نا حكومتي سازمانونو سره د اړيكو ټينګښت، همغږي او همكاري .

 د اوسني منشور تاييد او په مهمو چارو كې د لاسوهنې په اړه د نظر يووالى، چې د هر غړي هيواد په كورنيو واكونو او هر هغه څه چې د اسلامي كنفرانس سازمان او د ملګرو ملتونو له منشور سره سم وي.