شهيده شهناز
همتي
شهيده شهناز همتي د علي اقا
لور، په ۱۳۵۶ل کال كې د هرات په ولایت کې زیږیدلې وه. نوموړې د حقوقو او اسلامي معارف په برخه كې زده كړې كړې وې. هغې
په بيلا بيلو برخو كې د تدریس، مدیریت، د كورنۍ سلاكارې، د ښځو چارو او مدني ټولنې
د رئيسې، د ناجي خپرونې د مسوولې مديرې او د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره كې د خلكو د استازې
په توګه دندې سرته رسولې وې .
شهيده شهناز متاهله او د ولسي جرګې په پنځلسمه او شپاړسمه دوره كې د
هرات د خلكو استازې وه.
شهناز همتي د ولسي جرګې د مواصلاتو،مخابراتو، ښاري پراختیا، کور جوړولو، اوبو او برېښنا او ښاروالیو چارو كميسيون غړيتوب درلود.
شهيده شهناز همتي د روان كال د غبرګولي مياشتې په دوولسمه د ايران د مشهد په ښار كې د يوې ترافيكي پيښې په
ترڅ كې خپل ژوند له لاسه وركړ او د شهادت لوړ مقام ته ورسيده