د كب د څلرويشتمې د
پاڅون په اړه د ولسي جرګې پيغام
د هرات مسلمانو خلكو په پياوړي ايمان او د خپلواكۍ غوښتنې په روحيه د
۱۳۵۷لمريز كال د كب په څلرويشتمه د سره پوځ او د هغوى د لاسپوڅو د تيري پر وړاندې
داسې له عبرته ډك پاڅون د تاريخ پاڼو ته وسپاره، چې تاريخ به يې هيڅكله هم له ياده
ونه باسي، د افغانستان غيور خلك به تل ددغو آزادۍ د اتلانو خاطره په ذهن كې ساتي
او هم به يې ياد ژوندى وي.
په دغه پاڅون كې د هرات ۲۵۰۰۰ درديدلو ، ولې باايمانه انسانانو په تش لاس او
لوڅو پښو د هيواد د آزادۍ او خپلواكۍ له دښمنانو سره په يوه ناانډوله جګړه كې د
شهادت جام نوش كړ، چې نومونه او ياد به يې د هيواد په تاريخ كې په زرينو كرښو
وليكل شي.
ولسي
جرګه د هرات د خلكو دغه اسلامي او د خپلواكۍ د ترلاسه كولو او د نيواكګرو پر
وړاندې د دريدو هڅه ستايي او ددغې تاريخي ورځې د شهيدانو پاك روح ته دعا كوي.
ولسي جرګه