اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
دو شنبه ٬د زمري ۲۸ مه٬ ۱۳۹۸ ل

كابل- ۱۳۹۲ د كب ۲۶مه

د ولسي جرګې يو شمير كميسيونونو د خپل كار په دويمه ورځ د خپل اداري پلاوي لپاره ټاكنې ترسره كړې.

د كورني امنيت، د پولو د ټينګښت، ملي امنيت او سيمه ييزې ادارې د كميسيون په غونډه كې، چې د وژمې ساپۍ په موقت رياست جوړه شوې وه د كميسيون د اداري پلاوي ټاكنې ترسره شوې.

د كميسيون د رايې ګيرۍ په پايله كې ميرداد خان نجرابي د پنځلسو تاييد رايو په ترلاسه كولو سره د رئيس، عبدالحى اخندزاده د رايو په اكثريت د مرستيال او محمد نواب منګل د كميسيون د منشي په توګه وټاكل شول.

د ملي اقتصاد كميسيون په غونډه كې، چې د ډاكټرې فاطمې عزيز په موقت رياست جوړه شوې وه، د كميسيون د اداري پلاوي د ټاكنو د ترسره كيدو د بهير په اړه تر بحث وروسته، ميرالرحمن رحماني او غلام فاروق نظري د كميسيون د رياست، منورشاه بهادري او ډاكټر شكيلا هاشمي د كميسيون د مرستيالۍ او شكريې پيكان د دغه كميسيون د منشي لپاره خپلې نوماندۍ اعلان كړې او هر يوه په خپل وار خپل پروګرامونه وړاندې كړل.

ورپسې د كميسيون د اداري پلاوي ټاكنې ترسره او ميرالرحمان رحماني د څوارلسو رايو په اخيستو سره د كميسون د رئيس، منورشاه بهادري د لسو رايو په ترلاسه كولو سره د ياد كميسيون د مرستيال او شكريه پيكان د رايو په اتفاق سره د كميسيون د منشي په توګه وټاكل شول.

در جلسۀ کمیسیون امور زنان، جامعۀ مدنی و حقوق بشر به ریاست مؤقت کبرا مصطفوی، انتخابات تعیین رئیس کمیسیون برگزار گردید که بر اساس آن، به اکثریت آراء انجینیر نفیسه عظیمی به حیث رئیس کمیسیون انتخاب شد.

د ښځو چارو، مدني ټولنې او بشري حقونو كميسيون په غونډه كې، چې د كبرا مصطفوي په موقت رياست جوړه شوې وه، د كميسيون د رئيس د ټاكلو په موخه ټاكنې ترسره شوې، چې له مخې يې د رايو په اكثريت انجنيره نفيسه عظيمي د كميسيون د رئيسې په توګه وټاكل وشوه.