اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
پنج شنبه ٬د غويي ۳۰ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د ۱۳۹۳ كال د رارسيدو له امله د ولسي جرګې د مباركۍ پيغام

د افغانستان دملي شورا ولسي جرګه د ۱۳۹۳ لمريز كال او د پسرلي د رارسيدو له امله، چې طبيعت ته د نوي ژوند نښه ده، ټولو هيوادوالو ته مباركي وايي او د ستر څښتن تعالى له درباره ټولو ته له بركته، ارامۍ او سولې د ډك كال دعا كوي. 

موږ په داسې حال كې نوى كال نمانځو، چې په تير كال كې مو د هيواد په بيلا بيلو برخو كې هيوادوال د جګړې او ناامنيو، اقتصادي بې وزلۍ او ځينو نورو خنډونو سره مخ وو. هيله من يو، چې په ۱۳۹۳ كال كې دغه ټولې ناخوالې او ستونزې د افغانستان له ښكلې خاورې د تل لپاره وركې، زموږ خلك هم د نړۍ د نورو ملتونو په څير په سوله، ارامۍ او سوكالۍ كې ژوند وكړي.

ولسي جرګه