بسم الله الرحمن الرحيم
د ا. ا. ج د ملي شورا د ولسي جرګې اعلاميه
نيټه ۴\ ۱\ ۱۳۹۳
زموږ د هيواد د دردوونكو پېښو او د بې ګناه زخمي زړونو د
فريادونو په ورځ شمېرنه كې، د تورمخو او سړي وژونكو(طالبانو) دښمني او سخت زړيتوب
ښكاره څرګند دى او د وحشي او رټل شويو ترهګرو مزدورانو پر تندي به د مظلومو او
بېګناه انسانانو د وينو ټاپې تر قيامته پورې پاتې وي.
پر لبناني رسټورانټ باندې د ځانمرګي بريد له امله د سلګونو
وطنوالو شهادت او ټپي كيدل، د غازي اباد په ولسوالۍ كې د ملي اردو د سرحدي ساتونكو
پر پوستو د سلګونو وسله والو بريد، د ميمنې په ښار كې ځانمرګى بريد، د جلال اباد
ښار د پوليسو د ادارې پر ودانۍ ځانمرګى بريد، په كندهار او غزني ولايتونو كې
ځانمرګي بريدونه او تر ټولو وحشتناك بريد په سرينا هوټل كې د نوي كال پر خوشالي
كوونكو باندې، چې د سردار احمد او د هغه د مظلومې كورنۍ پر شهادت پاى ته ورسيد، د
سيمې د بشپړتيا غوښتونكو او ځورونكو استخباراتي كړيو او د هغوى د نامسلمانو
مزدورانو د نا اعلان شوې جګړې نښې دي، چې زموږ د ملت خپلواكي او سوكالي نه شي
زغملاى.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي شورا ولسي جرګه دغه
ډول جنايتكاره بريدونه په سختو ټكو غندي او د دوو ماشومانو هر يوه نيلوفر او عمر
په ګډون د سردار احمد او د هغه د ميرمنې شهادت، د ولسي جرګې د غړي ښاغلي حبيب
افغان ټپي كيدل او د ولسي جرګې پر بل غړي
ښاغلي جناب صاحب بريد د ټولو انساني اصولو خلاف ناوړه كړنه بولي ددې ناوړه جنايت د
غندنې تر څنګ، د افغانستان له سوله پال او زړور ملت څخه غواړي، چې د خپل دردونكي
برخليك د بدلون په موخه د خپلو زړورو او وطندوستو امنيتي ځواكونو ترڅنګ د دښمن پر
وړاندې له هيڅ ډول همكارۍ او سرښندنې څخه ډډه ونه كړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي شورا ولسي جرګه له
حكومت څخه غواړي ترڅو په مسوولانه ځواب او د روښانه سياست په اعلامولو سره د
افغانستان د دښمنانو پر وړاندې د امنيت په تامينولو او اغيزمنو تدبيرونو په ترسره
كولو د خپل اجراييوي مسووليت له مخې جدي پاملرنه او پلټنې وكړي. يوازې په غندلو او
د تسليت او خفګان په پيغامونو بسنه ونه كړي، جدي او عملي حل لارې ورته وړاندې كړي،
چې وكولى شي ددې هيواد د بې ګناه بچيانو د وژلو او قرباني كيدو مخه ونيسي او د دا
ډول وحشيانه بريدونو عاملين او تنظيمونكي وپيژني او په ډاګه يې كړي او د قانون
منګولو ته يې وسپاري. تر څو د دوى د مسووليت د دورې په پاى كې د هيواد د راتلونكي
تاريخ پر وړاندې د قضاوت د سترګو شنه پاڼه خلاصه شي.
ومن الله توفيق
د افغانستان د ملي شورا ولسي جرګه