اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
جمعه ٬د لندۍ ۲۳ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د الله جل جلاله په نامه او د شهيدانو په ياد!

د ژورنالستانو، هنرمندانو، فلم جوړونكو، د راډيوتلويزيون او ورځپاڼو د همكارانو د ستونزو په اړه، په ولسي جرگه كې د ملت د استازي رمضان بشردوست د رپوټ نچوړ.

 دغه د ملت خادمان چې كله كله د خلكو ستونزو، درد و غم او د هېوادوالو غوښتنو او هيلو ته د ځان او مال په بيه انعكاس وركوي پر مونږ باندې، چې ځانونه د ملت استازي بولو، حق لري نه يوازې دا چې ستونزو ته يې انعكاس وركړو بلكې د ستونزو په هوارۍ او غوښتنو ته يې د تحقق وركولو په موخه ځانگړې پاملرنه او بيړني گامونه واخلو:

۱ – د ټولنې او خلكو د دغو خادمينو وهل ټكول، ستغې سپورې ورته ويل، سپكاوى او تحقيرول، نيول او توقيفول د ځينو دولتي او نا دولتي مقاماتو لپاره د يو ډول عادت، تفريح او سپورت بڼه غوره كړې ده، خو په خواشينۍ سره چې تر نن ورځې پورې دغه د چوكۍ، جيب، جهل، نوم، نښان او ډوډۍ، زرو، زور او تزوير خاوندان يو هم محكمه او محكوم شوى نه دى.

۲ – ناڅيزه معاش: له بده مرغه چې د رسنيو مالكان او رييسان د دوى زحمتونو او كاري وختونو ته په پاملرنه هغه معاش چې حق يې دى، نه وركوي څو وكړلى شي په سړه سينه ټولنې او رسنيو ته د لا زيات خدمت مصدر شي.

۳ – د رسنيو مالكان او رييسان د دوى د كار او خدمت په موخه په ځانگړې توگه په شپو او د رخصتيو په ورځو كې لازمه اضافه كاري يا خو هيڅ نه وركوي او يا هم ډېره كمه وي، چې په هيڅ صورت كې د دوى له زحمتونو او هڅو سره نه شي پرتله كيدلى.

۴ – د يادولو وړ ده، چې د ځينو رسنيو مالكان او رييسان هغه ناڅيزه معاش هم په ټاكلي وخت نه وركوي، ان دا چې په مياشتو مياشتو له دوى څخه پرته له معاشه كار غواړي، چې دغه چلند په ښكاره توگه د كار قانون او د كار د قرارداد متن نقضوي. د رسنيو مالكان او رييسان يوه شيبه هم فكر نه كوي، چې دوى هم انسانان دي خپله دوى او كورنۍ يې خوړو، جامو، ډاكتر، درمل، د كور كرايې او د برښنا محصول ته اړتيا لري.

۵ – د رسنيو مالكان او رييسان، چې خلكو او ټولنې ته د پوهاوي وركولو ادعاء كوي، خپل كاركوونكي د كار د قرارداد له كاپې څخه محروموي. په داسى حال كې چې د قانون او منطق له مخې دواړه خواوې بايد د كار د قرارداد يوه يوه كاپي له ځان سره ولري، څو په سمه توگه پوه شي چې د دواړو خواوو دندې او حقونه څه دي.

۶ – د رسنيو مالكان او رييسان د كار د بازار له بحران او د دولتي مقاماتو او دولتي چوكيو په واك كې له لرلو څخه په ناوړه گټې اخيستلو سره خپل كاركوونكي دې ته اړباسي، چې په بل ځاى كې د كار د پيدا كولو په صورت كې بايد د څو مياشتو اخيستل شوى معاش بېرته وركړي. حال دا چې دوى دغه معاش دكار په بدل كې اخيستى دى او بېرته اخيستل يې نه يوازې دا چې له قران او قانون سره مخالفت دى بلكى يو ډول باج اخيستنه او گرو نيونه ده.

۷ – د ټولنې د دغو خادمينو لپاره د روغتيايي او كاري بيمو نه شتون، چې د خطر په لومړۍ ليكه كې ځاى لري، يوه بله لويه ستونزه ده. له يوه پلوه دوى د ځينو دولتي او نا دولتي مقاماتو د تاوتريخوالي له امله روغتونونو ته ځي، پرته له دې چې د سمې درملنې پيسې ورسره وي او له بله پلوه دوى تل د جگړې، انتحار او انفجار په ميدانونو كې د خلكو د پوهاوي په موخه خپل ژوند په خطر كې اچوي. كله چې ټول خلك د انفجار او انتحار له ځايه په چټكۍ سره ځانونه وباسي، دوى په چټكۍ سره د انفجار او انتحار ځاى ته ځان رسوي، څو پېښه تر پوښښ لاندې ونيسي. كله چې دوى تپيان يا وژل كيږي هيڅوك يې په قصه او غم كې نه وي، دوى او كورنۍ يې په ميدان كې يوزري پاتې كيږي. پر همدې بنسټ نه يوازي روغتيايي بيمه بلكې كاري بيمه د دوى له حياتي اړتياوو څخه ده.

په درناوي

ډاكټر رمضان بشر دوست

په پارلمان كې د خلكو استازى