اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
یک شنبه ٬د لندۍ ۱۷ مه٬ ۱۳۹۸ ل

كابل ۱۳۹۳ د وږي ۲۲

لومړۍ برخه

په افغانستان كې د روغتيا مقوله او معضله

سريزه:

د كابل د مركز او د هغه د اړوندو ولسواليو د روغتونونو، كلينيكونو، دولتي او خصوصي انستيتيونو په مركزونو كې له مريضانو او طبي پرسونل سره د ليدنو كتنو او ناستو پاستو پر بنسټ ولاړ رښتينى رپوټ.

د افغانستان اسلامي جمهوري د اساسي قانون دوه پنځوسمه ماده:

دولت د ټولو اتباعو لپاره د قانون له حكمونو سره سم د ناروغيو د مخنيوي اوعلاج او وړيا روغتيايي اسانتياوو وسيلې برابروي.

دولت د قانون له حكمونو سره سم د طبي خدمتونو او خصوصي روغتيايي مركزونو د تاسيس او پراختيا ملاتړ كوي.

په ټوله كې كولى شو په افغانستان كې روغتيايي برخه پر دوه سكتورونو ډلبندي او وويشو.

                                                               لومړۍ برخه

دولتي روغتيايي سكتور او خصوصي روغتيايي سكتور

بايد ووايو، چې د دولتي روغتيايي سكتور او خصوصي روغتيايي سكتور ترمنځ ډېر توپيرونه شته.

لومړۍ څپركى

دولتي روغتيايي سكتور

په دولتي روغتيايي سكتور كې هم توپيرونه او تضادونه شتون لري. په دولتي سكتور كې بايد نظامي روغتيايي سكتور له ملكي روغتيايي سكتور څخه تفكيك شي.

الف - نظامي روغتيايي سكټور:

په نظامي دولتي روغتيايي برخه كې، درې روغتونونه په كابل كې د روغتيايي خدمتونو مسووليت پر غاړه لري.

د سردارمحمد داوودخان ۴۰۰ بستريز روغتون، ۲۰۰ بستريز روغتون او د امنيت په نوم ياد د امان الله خان روغتون، چې موخه يې د دفاع وزارت، كورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت لوى رياست د نظامي پرسونل درملنه ده.

ما هم له ۲۰۰ بستريز روغتون پرته دغه نور روغتونونه د څو كالو په ترڅ كې څو ځلې له نږدې څخه ليدلي دي، كوټې او بسترې مې ليدلې دي، له طبي او اداري پرسونل سره مې ناستې كړې دي او د دوى د لاسته راوړنو او ستونزو په اړه مې ورسره خبرې كړې دي.

: A   لاسته راوړنې                                                                            

      په نسبي توگه يې كه و ارزو، كولى شو داسې پايلې ته ورسيږو.

۱ - نسبتا مدرن او مجهز وسايل شتون لري په ځانگړې توگه په ۴۰۰ بستريز روغتون كې، د امنيت روغتون په ځينو برخو كې ډېر مدرن، بشپړ او مجهز وسايل شته پرته له MRI نه، چې په جرمني كې د جوړې شوې هغې بيه يوميليون او دوه سوه زره ډالر ده نه د چينايې هغې،  ساتنه يې هم كلنى لگښت لري خو كه په سمه توگه وكارول شي عمر يې تر لسو كلونو اوړي. د امنيت د روغتون رييس وايي: ان دا چې د بيې د لوړوالي له امله يې د دغې وسيلې وړانديز هم نه دى كړى او اړمن مريضان د فرانسويانو روغتونونو ته مخه كوي او د امنيت روغتون د قرارد سره سم په مياشت كې له  ۲۰۰۰۰۰ تر ۲۴۰۰۰۰ پورې افغانۍ د امنيت روغتون ته وركوي. البته د روغتيا موضوع يوازې مالي موضوع نه ده د مريض لېږد د ډېرو معايناتو لپاره د امنيت له روغتونونو څخه اغا خان روغتون ته له بدني او رواني اړخه هم ستونزې زياتوي.

۲ – كوټې، بسترې او د مريضانو جامې سپيڅلې وې.

۳ – شين چاپېريال، بڼ، رنگارنگ او بې شمېره گلانو شتون درلود په تېره د امنيت په روغتون كې، خو دځينو ډاكترانو په وينا د دغه بڼ او چاپېريال په جوړولو كې ټول طبي پرسونل مالي او فزيكي برخه اخيستې ده.

۴ – د مريضانو د ډوډۍ او خوراكي توكو وضعيت ښه و په ځانگړې توگه د امنيت په روغتون كې، چې د روغتون د رييس او پخلنځي د پرسونل په وينا يو له دليلونو څخه يې د فساد له امله د اعاشې د امراو معتمد منفكول دي.

: B ستونزې

په دولتي نظامي روغتونونو كې تر دولتي ملكي روغتونونو ستونزې لږې دي.

۱ – تر غرمې وروسته د طبي پرسونل نه شتون

معمولا د غرمې له يوې بجې وروسته په روغتونونو كې طبي پرسونل نه تر سترگو كيږي، خو د امنيت په روغتون كې چې زه ورته تللى وم، له غرمې وروسته تر مازيگره پورې لږوډېر طبي پرسونل ليدل كېده. ايا ټولې ورځې همداسې وي؟ هيله ده چې داسې نه وي.

۲ – نوكريوالي

په دې دليل يوه له بنسټيزو ستونزو څخه ده ، كله چې طبي پرسونل نوكري وي له ۲۴ ساعتونو څخه ډېر كار كوي. له اتو بجو څخه نوكري پيليږي د راتلونكې ورځې تر اتو بجو پورې، بلكې تر څلورو بجو پورې لا ادامه مومي. دغه كار د بدني او رواني اړخه نه ناروغ ته ښه دى او نه هم د طبي پرسونل لپاره، ځكه چې ستړى ډاكتر نه شي كولى څرنگه چې پكار ده د مريض خدمت وكړي.

په ټوليزه توگه د طبي پرسونل لپاره په اونۍ  كې د كار ساعتونه په پام كې نه نيول كيږي او له قانوني ساعتونو څخه ډېر كار كوي. د غه ستونزه په دولتي ملكي روغتونونو كې هم شتون لري.

۳ – د درملو كمبوت

متاسفانه د روغتونونو حتى د نظامي روغتون بنسټيزې ستونزې د درملو كمبوت دى. د ښو او باكيفيته درملو پرته، سم تشخيص په عمل كې د مريض درملنه نه شي كولى او د طبي پرسونل هلې ځلې له منځه وړي.

بايد ياده كړم چې د دولتي نظامي روغتيايي سكتور وضعيت تر دولتي ملكي روغتيايي سكتور ښه دى.

ب:

كولى شو دولتي ملكي روغتيايي سكتور پر دوو كوټلو برخو وويشو.

دولتي ملكي روغتيايي سكتور، چې د روغتيا په وزارت پورې اړه لري او دولتي ملكي روغتيايي سكتور، چې د لوړو زده كړو په وزارت پورې اړه لري اما د دغو دواړو دولتي ملكي روغتيايي سكتورونو تر منځ مهم توپيرونه نشته، ځكه چې شريك مثبت او منفي ټكي لري.

البته په دې برخه كې مثبت ټكي ډېر لږ دي چې يادول يې لازم نه دي، ځكه چې د ليدو وړ هر څيز ستونزې وي.

۱ – د ډاكترانو او مريضانو ستونزې

د ډاكترانو او مريضانو ستونزې يو له بله سره غوټه دي ان تر دې، چې د ډاكترانو ستونزې د مريضانو پر ستونزو باندې مستقيم اغيز پريباسي او د مريضانو ستونزې پر ډاكترانو.

شايد يادول يې اړين نه وي، چې ډاكتران او مريضان هره ورځ له زرگونو ستونزو سره لاس و گريوان دي او كولى شو، چې په نچوړيزه توگه يې برسېره كړو.

۱ – د طبي پرسونل معاشونه

د طبي پرسونل بله كوټلې ستونزه د معاشونو ستونزه ده.

د طبي پرسونل معاشونه په دې كچه لږ دي، چې يوازې د انگېزې وركولو وسيله نه بلكې د يو معمولي ژوند لپاره يې هم بسنه نه كوي. په منځنۍ كچه د نرس مياشتنى معاش چې رتب معاش شوى نه وي ۳۰۰۰ افغانۍ او د رتب معاش كېدو وروسته ۸۰۰۰ افغانۍ دى. په داسې حال كې چې په شخصي كلينيك كې د ۱۵۰۰۰ افغانيو شاوخوا معاش وركول كيږي. بايد ووايم، كلونه كيږي چې لټو وزيرانو د معاشونو رتبوي ريفورم نه دى بشپړ كړى. له همدې امله د معاش معيار ديپلوم، تجربه، بست او رتبه نه بلكې رتب معاشونه دي، لكه هغه نرس چې رتب معاش شوي وي معاش يې د هغه نرس دوه برابره دى چې رتب معاش شوى نه وي. په داسې حال كې چې د ديپلوم، تجربې، كاري كلونو، بست او رتبې له مخې هيڅ توپير نه لري. بايد ياده كړم چې دغه وضعه د ادارې د لومړني منطق خلاف يوازې په نرسانو پورې اړه نه لري، بلكې د دولت ټولو مامورينو، اجيرانو، ډاكترانو، ښوونكو او... ته هم شامليږي.

د كدري ډكترانو معاشونه له ۲۰۰۰۰ افغانيو څخه تر ۳۵۰۰۰ افغانيو پورې چې د پوهاند معاش دى، رسيږي. په كدر كې د ناشاملو ډاكترانو معاش تر رتب معاش دمخه ۳۸۰۰ افغانۍ او تر رتب معاش وروسته ۷۰۰۰ افغانيو ته رسيږي. په مياشت كې ۸ شپې نوكري لري او د نوكرۍ حق الزحمه يې د مياشتې ۲۷۰۰ افغانۍ ده. هغه ډاكتر چې ۷ كاله يې د طب په پوهنځي كې درس ويلى او ۲۶ كاله تجربه لري معاش يې ۳۸۰۰ افغانۍ دى او كه رتب معاش شي نو ۷۰۰۰ افغانيو ته به ورسيږي. په داسې حال كې چې په خپل كتنځي كې لږ تر لږه ۱۵۰۰۰ افغانۍ درامد لري. د هغه ډاكتر معاش چې پوهاند وي او څوكلونه كاري تجربه لري ۳۵۰۰۰ افغانۍ دى. يو له ډېرو ښو جراحانو څخه، چې دېرش كلنه مخينه او د څو طبي كتابونو مولف دى، چې په پوهنتون كې تدريس كيږي، معاش يې ۳۵۰۰۰ افغانۍ دى. په داسې حال كې چې په يو شخصي كلينيك كې په دوو عملياتو كې چې ۲ يا ۳ ساعته دوام وكړي، د خپل يوې مياشتې معاش څخه ډېرې پيسې لاسته راوړي.

۲ – تش په نوم بې نښانه دولتي روغتون او كلينيك

د روغتون او كلينيك يوازې نوم دى او د خدمت كولو او درملنې كومه نښه نشته، ولې؟

الف) د درملو نشتوالى. كه څوك د افغانستان د پلازمينې كابل په روغتونو كې چې د جمهوري رياست، روغتيا وزارت، پارلمان، اداري فساد سره د مبارزې د كمېسيون، لويې څارنوالۍ، محكمې او... ته په څو كيلو مترۍ كې پراته دي، كوم درمل و مومي د معاصرې پېړۍ معجزه به يې كړې وي. مريض نه دا چې يوازې درمل له خپله جيبه واخلي بلكې د عملياتو دستكشې، سيروم او... نور هم بايد له خپله جيبه پرېكړي. البته د درملو پېرېدو په موخه روغتونو ته په ميليونونو افغانۍ بيلې شوې دي، چې په نيغه توگه د انجوگانو او د هغوى د ملاتړو جيبونو ته لويږي، ځكه چې د درملو قرارداد دازاد بازار د اتلانو له خوا د انجوگانو په ولكه كې وركړ شوى دى. درمل يا خو هډو پېرېدل كيږي نه او پيسې يې په نيغه او نقده توگه د كورنيو او بهرنيو ليوانو خولو ته لويږي او يا خو پېرېدل كيږي لاكن روغتونو او كلينيكونو ته د لېږد پر ځاى په شخصي درملتونونو كې پلورل كيږي.

د يادولو وړ ده چې د هر دولتي ملكي روغتون تر څنگ يوه دولتي د فارمسي تصدي شتون لري، چې اصلا يو درملتون وي او د روغتون پر مريضانو درمل پلوري او وايي چې پيسې يې د دولت حساب ته ورتوييږي، زما په اند اصلا دا هغه درمل دي، چې مريضانو ته بايد وړيا وركړل شي. البته په دې اړه بايد دقيقي څېړنې وشي.

ب) معمولا تر يوې بجې وروسته په روغتونونو كې د ډاكتر، پرستار او قابلې نشتوالى كه په دوربين كې هم ولټول شي نه ليدل كيږي. هغوى خپلو كتنځايونو، كورسونو او كورونو ته ځي، ان دا چې په ځينو روغتونونو كې طبي پرسونل، چې له شخصي كلينيكونو سره قرارداد لري، تر ۱۰ بجو وروسته غلي غلي له روغتونونو څخه وځي، چې خپلو اولادونو او مېرمنې ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا كړي، ځكه په ناڅيزه دولتي معاش ژوند كول ناشونې ده.

په ولسواليو كې كلينيكونه په رسمي توگه وروسته له ۱ يا ۲ بجو  تړل كيږي، كله چې د كلي خلك د مركب يا بايسكل او يا موټر سايكل په وسيله بې خبره خپل ناروغ كلينيك ته رسوي نو د كلينيك له بندو دروازو سره مخ كيږي. بايد يادونه يې وكړم، چې دولتي چارواكي په ځانگړې توگه د عامې روغتيا وزيره د خپلو دروغو خلاف دعوه لري چې په هره ولسوالۍ كې يې يو كلينيك جوړ كړى دى، د كابل په ټولو ولسواليو كې يو داسى كلينيك چې د كلينيك ارزښت ولري شتون نه لري نو د افغانستان د لرو پرتو او هېرو شوو ولايتونو ولسواليو ته به څه رسېدنه وشي.

پ ) د  درملنې، تشخيص او عملياتونو لپاره د عصري طبي وسايلو كمبوت او  يا نه شتون:

د طبي وسايلو نه شتون د دولتي روغتونونو او د هغوى د طبي پرسونل رول په بشپړه توگه له منځه وړي، كه څه هم ډاكټر د سهار له اتو د مازيگر تر څلورو بجو په روغتون كې موجود وي خو هيڅ گټه نه لري ځكه د ناروغۍ د  تشخيص او تداوۍ  وسايل نه وي. په ځينو روغتونونو كې دغه وسايل هيڅ نشته  او په يو شمېر روغتونونو كې كه وي هم نو په اصطلاح يه كاغذ پيچو كارتنو كې پراته وي، دا دوه لامله لري لومړى دا چې د دغه وسايلو د نصبولو او فعالولو لپاره  تخنيكي متخصصين نشته، دويم دا چې له دغو وسايلو څخه د گټې اخيستنې لپاره دوامداره او پياوړې برېښنا نشته.

د برېښنا نه شتون د دولتي نظامي او ملكي روغتتونو يوه مهمه ستونزه ده.

په دولتي روغتونونو كې د تشخيص او درملنې لپاره د  عصري وسايلو نه شتون د  شخصي كلينيكونو او درملتونونو بازار ښه گرم كړى دى.

ت) په روغتونو كې  د بستر كمبوت:

هره ورځ په سلگونو ناروغان له كابل او ولايتونو څخه د درملنې لپاره روغتونونو ته مراجعه كوي خو ډېر محدود شمېر بسترونه موجود وي. دغه يوه بله مهمه ستونزه ده، چې ناروغان ناهيلې كوي په ځانگړې توگه هغه كسان چې په ډېرو هيلو سره له ولايتونو څخه دغه روغتونونو ته مراجعه كوي، په اوونيو او ان تر مياشتو بايد منتظر پاتې شي او يا بايد شخصي روغتونونو ته مراجعه وكړي.

د كابل زياتره روغتونونه كلونه وړاندې جوړ شوي خو په هپڅ صورت نننيو روغتيايي ستونزو ته ځواب نه شي ويلى.

د عامې روغتيا او لوړو زده كړو وزارتونه، چې د ملكي دولتي روغتونونو د جوړولو مسووليت پر غاړه لري، هيځكله يې خپله بوديجه پر ځاى او بشپړه مصرف نه كړه، د بېلگې په توگه د عامې روغتيا وزارت په ۱۳۹۱ كال په سلو كې يوازې ۵۳،۴۱ او د لوړو زده كړو وزارت يوازې۳۹،۸۴ بوديجه مصرف كړې ده.

د ۱۳۹۳ كال د مالي بوديجې د مسودې پر اساس د عامې روغتيا وزارت ونه كړاى شو، چې لاندې روغتونونه جوړ او يا يې كارونه بشپړ كړي.

د كاپيسا ولايت سل بستريز روغتون(۱۳۸۵)، د سرپل ولايت سل بستريز روغتون(۱۳۸۶)، د ارزگان ولايت روغتيايي روغتون(۱۳۸۶)، د فارياب ولايت روغتون(۱۳۸۷)، د بادغيس ولايت روغتون(۱۳۸۹)، د هلمند ولايت پنځوس بستريز روغتون(۱۳۹۱)، د فراه، نيمروز، ډايكنډي، نورستان او زابل ولايتونو رغتونونه(۱۳۹۱)، د پكتيا، غزني او بغلان ولايتونو رغتونونه(۱۳۹۲).

د ۱۳۹۳ كال د مالي بوديجې د مسودې له۷۶ – ۸۰ پورې مخونه:

كه دغه روغتنونونه جوړ او يا بشپړ شوى واى، نو د يادو ولايتونو او د ترڅنگ ولايتونو ناروغان به دى ته نه واى مجبور شواى، چې د تداوۍ لپاره كابل ته راشي.

ث) د پايواز لپاره د ځاى نه شتون:

هر هغه ناروغ چې روغتون ته راځي او په ځانگړې توگه هغه چې بستريږي بايد پايواز ولري او ياد پايواز د طبي پرسونل رول او دنده ترسره كوي، حال دا چې په معموله توگه كله چې بستري ناروغ روغتون ته را دننه شو، د تشخيص او درملنې لپاره د روغتون پرسونل ته سپارل كيږي. بايد زياته كړم، چې په روغتون كې د ناروغ لپاره مناسب ځاى او بستر نه وي نو د ناروغ پايواز ته به څه رسېدنه وشي، چې ټوله ورځ د روغتون په دروازه كې تيروي او د شپې له لوري د روغتون ترڅنگ په پياده رو كې ويده كيږي.

كه وويل شي: چې روغتيايي سكټور د يو اقليت لپاره له شاتو خوږ خو زياترو؛ په ځانگړې توگه غريبو او بې وسو لپاره تر زهرو هم تريخ دى نو دا به مبالغه نه وي.

دا چې د افغانستان ولسمشر، د  امريكا ولسمشر او نور همكاران يې د امريكا په جان هاپكين پوهنتون كې، د روغتيا وزيره او نور زمامداران په افغانستان كې له واقعيتونو او حقايقو لرې لافې وهي، چې د افغانستان ۸۵ سلنه خلك لومړنيو روغتايي خدمتونو ته لاسرسى لري، خندونكې او دردونكې ده، ځكه چې ان د ملت پر صحت هم سياسي سوداگري كيږي. نه يوازې دا چې كورني غله يو بل ته ستاينليكونه وركوي بلكې بهرني غله هم خپل كورني افغانو غلو ملگرو ته تحسين ليكونه او ستاينليكونه وركوي.

 

ډاكټر رمضان بشر دوست

په پارلمان كې د خلكو استازى