اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
شنبه ٬د غويي ۲۵ مه٬ ۱۴۰۰ ل

كابل د مرغومې لومړۍ د ۱۳۹۳ كال

د ولسي جرګې د دارالانشاء  لوى مشر خداينظر نصرت د يوناما له سيمه ييزو مسوولينو سره وكتل.

په دې كتنه كې، دولسي جرګې د دارالانشاء  لوى مشر، په تيرو ديارلسو كلونو كي د هيواد ملي شورا په ځانګړي توګه ولسي جرګې سره د يوناما له مرستو مننه وكړه، او د پارلمان د نوې ودانۍ د اړتياو د څرنګوالي په اړه د خبرو كولو تر څنګ  د دې پروژې د چارو سرته رسولو لپاره يې د يوناما ادارې پر مرستو ټينګار وكړ.

د يوناما سيمه ييز مسوولينو هم، له دې كتنې څخه د خوښۍ ترڅنګ،  د افغانستان د پارلمان نوې ودانۍ د رغنيزو چارو بشپړيدو  لپاره يې د يوناما پر تخنيكي ملاتړ د ټينګار تر څنګ وويل  چې د 2015 زېږديز كال په جنورۍ مياشت كې به له دغې پروژې سره د مرستو كولو په موخه د ملګرو ملتونو له ټولو مرستندويه بنسټونو سره يوه غونډه تر سره كړي.