کابل د
مرغومې ۲۲مه، ۱۳۹۳کال
د نوي پارلمان د شخړو د
حل کمیټې غونډه تر سره کړه.
په دې اړه جوړې شوې غونډه کې، چې د ولسي جرګې د دارالانشا لوی مشر خداینظر
نصرت په مشرۍ جوړه شوې وه، د نوي پارلمان د ودانۍ د رغنیزو چارو، شنې سیمې او د
نوي پارلمان پر ځینو زینتي توکو خبرې وشوې.
د کرهنې وزارت د ځنګلونو مشر، د نوي پارلمان د شنې سیمې د کار پیلیدو او پکې د بیلابیلو نیالګیو ایښودلو لپاره د یاد
وزارت د چمتوالي خبر ورکړ.
په دې غونډه کې د پارلمان ودانۍ پر زینتي ستنو او د هغه بیرغ د اندازې په اړه چې د نوي پارلمان پر ودانۍ ځړیږي هم خبرې وشوې.
د دې تر څنګ د نوي پارلمان د اداري ودانۍ په اړه هم خبرې وشوې او د ولسي جرګې
د دارالانشا لوی مشر خداینظر نصرت له هندي موسسې او په کابل کې د هند سفارت څخه،
چې د دې ودانۍ رغنیزي چارې په غاړه لري، وغوښتل چې د رسمي مکتوب له لارې د نوي
پارلمان د چارو پای ته رسولو نیټې په
اړه د ولسي جرګې دارالانشا ته معلومات ورکړي.
همدا ډول له نوي سپین غر شرکت څخه چې د نوي پارلمان د ودانۍ د احاطې دیوال او
پنجرې جوړولو مسوولیت په غاړه لری، وغوښتل چې د کارځنډیدولو په برخه کې د قناعت وړ
ځواب ووایي.