كابل د سلواغې۲۵مه، ۱۳۹۳كال
د
ولسي جرګې د دارالانشاء لوى مشر خداى نظر نصرت، د ولسي جرګې د دارالانشاء د
كاركوونكو ستونزې واورېدې.
په دې كتنه كې، د ولسي جرګې د دارالانشاء لوى مشر خداينظر
نصرت د ملي شورا د ولسي جرګې د دارالانشاء د كاركوونكو په ځانګړي توګه د ښځينه
كاركوونكو د وړتيا لوړولو په موخه له دې ادارې سره د يو شمير مرسته كوونكو ادارو د
ژمنو خبر وركړ او د يادو كاركوونكو د ستونزو د حل ژمنه يې وكړه.
د ولسي جرګې د جندر آمرې هم د ولسي جرګې د دارالانشاء د
مشرتابه له همكارۍ څخه د مننې تر څنګ د دغو مرستو د دوام غوښتونكې شوه.