له افغانستان څخه د
پخواني شوروي اتحاد د يرغلګر ځواكونو دوتلو د كليزې په مناسبت د ولسي جرګې پيغام
د ملي شورا ولسي جرګه، د سلواغې
د ۲۶ مې نېټې د رارسېدو په مناسبت چې د افغانستان
څخه د یرغلګرو پوځونو شرمېدلې ماتې د ۲۶ مې کلیزې
سره برابره ده، د هېواد متدین، نجیب، پیاوړي، اتل او سرلوړي ملت ته په داسې حال کې
د تبریکۍ مراتب وړاندې كوي چې زموږ هېواد د ژوند په مختلفو برخو کې د ترقۍ او علمي
پرمختګ په لاره برابر شوی او د خپلو هېوادوالو پر مېړانه، سرښندنه، جهاد او مبارزه
ویاړي او د آزادۍ د لارې د شهیدانو سپېڅلو ارواحو ته درود لېږي.
افغان
ولس د آزادۍ د معرکې په ډګر کې د میړانې، شهامت او پياوړتیا لرغونی تاریخ لري او د
زیاتو تاریخ پوهانو له نظره زموږ هیواد ته د یرغلګرو امپراطوریو د هدیرې نوم ورکړل
شوی چې د پخواني شوروي اتحاد د یرغلګرو پوځونو په مقابله کې زموږ د مومن او پياوړي
ولس پاڅون، قرباني، ملي او سرښندونکې مبارزه او بالآخره د سره پوځ ماته او د
پخواني شوروي اتحاد دړې وړې کیدل د دې ادعی د پخلي لپاره ښه دلیل دی.
د افغانستان د ملي شورا ولسي جرګه د
افغان ولس ميړانه، سرښندنه، جهاد او مبارزه وياړي او ټولو هيوادوالو ته د دغې ورځې
مباركي وايي.