اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
شنبه ٬د غويي ۲۵ مه٬ ۱۴۰۰ ل

كابل د سلواغې ۲۷، ۱۳۹۳كال

د ملي شورا د نهم تقنيني اجلاس د پرانيستو لپاره، د چمتوالي غونډه، د ولسي جرګې د دارالانشاء د لوى مشر خداينظر نصرت په مشرۍ تر سره شوه.

 په دې غونډه كې ، چې د ولسي جرګې د دارالانشاء دواړه مرستيالانو او د بېلابېلا رياستونو مشرانو هم ګډون كړى و، لومړى  د ولسي جرګې د دارالانشاٰٰء د رياستونو رپوټ چې تيره اونۍ ورته يو لړ اجراآت سپارل شوي و، ولوستل شو او ورپسې هغوى ته نوې دندې وسپارل شوې.

27-Dalwa-General-Meeting-GS.jpg

په غونډه كې دغه راز ټينګار وشو چې د ملي شورا د شپاړلسمې دورې د نهم تقنيني اجلاس د پرانستو لپاره پرتمين مراسمو جوړ شي، او د دارالانشاء لوى مشر په دې برخه كې د چمتوالي لپاره د يادې دارالانشاء مسوولينو او د رياستونو مشرانو ته لارښوونې وكړې.