اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
شنبه ٬د غويي ۲۵ مه٬ ۱۴۰۰ ل

کابل د کب دریمه، ۱۳۹۳کال

د ۱۳۵۸ لمریز کال د کب په دریمه دکابل خلکو د ملي پاڅون په مناسبت د افغانستان ملي شورا د ولسي جرګې پیغام

د هیواد په تاریخ کې له هیردونکو حماسو څخه یو هم د کب د دریمې خونړی پاڅون دی.د ۱۳۵۸ لمریزکال د کب یا حوت د میاشتې په دریمه نیټه خلکو په کابل ښار کې د شپې د تکبیر غږونه وکړل او د وخت د کمونستي رژیم او د سره پوځ په وړاندې یې د ملي پاڅون اعلان وکړ.

دحوت ددریمې په شپه نه یوازې دکابل اسمان دالله اکبر  زمزمو په سراخیستی وو ، بلکې مرګ برکمونیزم ، مرګ برشوروي  او ژوندي دې وي مجاهدین شعارونه هم په لومړي ځل په لوړ غږ سره دهیواد په پلازمینه کې پورته شول.

د ملي شورا ولسي جرګه، د وخت ګوډاګي رژیم په وړاندې د کابل د مجاهدو او متدینو ښاریانو ملي پاڅون یوه تاریخي کارنامه بولي،  او په دې پیښه کې د شهیدانو یاد نمانځي او د افغانستان میړني، بریالي او سرلوړي ولس لپاره د الله ج له دربار څخه د سوکاله ژوند غوښتنه کوي.

 

ومن الله توفیق

د افغانستان د ملي شورا ولسي جرګه