د
کب ۱۸مه، ۱۳۹۳کال
د کندهار – هرات پر
لویه لاره د یو دیرش تنه بې ګناه هیوادوالو د برمته کیدو په هکله د افغانستان دملي
شورا د ولسي جرګې اعلامیه
لکه
څنګه چې د افغانستان ټول وګړي پوهیږې، په دغه هیواد کې د تنظیمي او ډله ییزو جګړو
او تاوتریخوالو پر مهال د افغانستان وګړي هیڅکله هم د فرقه یي او قومي تاوتریخوالي
شاهدان نه دي. د افغانستان د مذهبونو پیروانو د تاریخ په اوږدو کې تل ګډ او په
سوله ییز ډول ژوند کړی دی او دا پاشوونکی توپیر دی چې په افغانستان او یو شمیر سیمه ییزو هیوادونو کې شتون لری. دا
روښانه ده چې د هیواد علماو، مخورو او قومي مشرانو د دغه ګډ او سوله ییز ژوند د
برابرولو په برخه کې ډیر پیاوړی او بې بدیله رول لوبولی دی. خو له بده مرغه په دې
وروستیو کې د افغانستان یو دیرش تنه بې ګناه وګړې
د هرات –کندهار پر لویه لاره د ناپیژانده وسله والو کسانو له خوا چې د
هېواد له بهره ورته لارښوونه کیږي برمته شوي دي او تر اوسه یې برخلیک معلوم نه دی.
د
افغانستان دملي شورا ولسي جرګه د برمته شویو له کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ د
څرګندولو تر څنګ له علماوو، قومي مشرانو، مخورو او د زابل، کندهار، هلمند او غزني
ولایتونو له خلکو غواړي چې د خپلو بې ګناه هیوادوالو د ژغورلو او دغه راز په
راتلونکې کې د دا ډول ناوړه دسیسو د خنثی کولو لپاره، چې د افغانستان د ورونو
قومونو او مذهبونو تر منځ د اختلاف رامنځته کولو لپاره سازمان شوي دي، جدي اقدام
وکړي او د برمته شویو وګړو د خوشې کولو لپاره هلې ځلې وکړي. همدارنګه د افغانستان ولسي جرګه له ولسمشر،
اجراییه رییس او د دولت رهبرۍ پلاوي او
امنیتي چارواکو څخه غواړي چې د یادو برمته
شویو کسانو د خوشې کولو لپاره هر اړخیز اقدام وکړي او د برمته شویو هیوادوالو د
کورنیو اندیښنو ته د پای ټکی کیږدي.
وسلام
د
افغانستان ملي شورا ولسي جرګه