اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
شنبه ٬د غويي ۲۵ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د كب ۲۳مه، ۱۳۹۳كال

په هرات كې د كب د ۲۴مې د پاڅون په مناسبت د ملي شورا د ولسي جرګې پيغام

 لكه څنګه چې ټول هيوادوال پوهيږي،  له نن څخه ۳۵ كاله وړاندې د ثور د كودتا په نتيجه كې په هيواد كې يو ګوډاګى رژيم واك ته ورسيد او د اسلامي شرعيت او هيوادوالو د دودونو خلاف كړنو په تر سره كولو يې لاس پورې كړ، چې په هيڅ ډول هيوادوالو ته د زغم وړ نه وې، بل خوا دغه رژيم د وخت شوروي اتحاد په مرسته د هيواد به ګوټ ګوټ كې واكمني كوله، نو ځكه د افغانستان مسلمان ولس چې هيڅكله يې هم پرديو يرغلګرو ته سرټيټ كړى نه دى،  په ټول هيواد كې د خپلواكۍ غوښتنې خوځښتونه په لار واچول او له ځانه يې نه هيريدونكې تاريخې حماسې پريشودې. يو له دغو حماسو څخه د هرات د خلكو ملي پاڅون و، چې د 1358لمريز كال د كب په څلورويشتمه نيټه د هرات په تاريخي ښار كې رامنځته شو.

دغه پاڅون په داسې حال كې وشو، چې د وخت شوروي اتحاد وسله وال پوځ د افغانستان لويشت لويشت خاوره كې فزيكي شتون درلود،  د هرات  مظلوم ولس چې د وخت كوډاګي رژيم څخه تر پوزې رسيدلى و، د هرات ښار ته راووتل او د الله اكبر شعارونو  په وركولو سره يې د شوروي يرغلګرو ځواكونو څخه خپل نفرت په ډاګه كړ او د وخت كمونيستي رژيم او يرغلګرو ځواكونه ته يې دا وښوده چې د افغانستان خلكو ته هيڅ وخت د منلو نه دي.

خو له بده مرغه چې د وخت ګوډاګي رژيم او ورسره يرغلګرو ځواكونه د هرات په دين مين ولس دغه كار ونه شو زغملاى او د هغوى په ځپلو يې لاس پورې كړ، چې په نتيجه كې يې زيات شمير هيوادوال شهيدانو او ټپيان شول.

د ملي شورا ولسي جرګه دغه تاريخي ورځ نمانځي او د دغه پاڅون شهيدانو ته د الله جل جلاله له دربار څخه د فردوس جنت غوښتنه كوي.

ولسي جرګه