اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
پنج شنبه ٬د غبرګولي ۱۳ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مرغومې ۲۹مه، ۱۳۹۴کال

د ولسي جرګې  کمیسیونونو د بیلابیلو موضوعاتو په اړه غونډې وکړې. 

د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون  په غونډه کې، چې د قیس حسن په ریاست جوړه شوې وه، پکې د ۱۹۸۳ کال د استراسبورک د محکومینو د لیږد کنوانسیون په اړه بحث وشو، د کمیسیون غړو یاد کنوانیسیون دهیواد په ګټه وباله او د رایو په اکثریت یې تایید کړ.

29-jadi-Mawaselat.jpg

د غونډې په پای کې کمیسیون ته راغلې عرض پانې وڅیړل شوې او د لازمو اجراآتو لپاره اړوندو مراجعو ته واستول شوې.

د شهیدانو او معلولینو دچارو کمیسیون په غونډه کې، چې د استاد محمد اکبري په ریاست جوړه شوې وه، پکې له اجندا سره سم د افغانستان او عربي متحدو اماراتو تر منځ د همکاریو دمشارکت تړون وڅیړل شو. دغه تړون روان کال د مرغومې په ۲۴مه  نیټه په دوبۍ کې، عربي متحده اماراتو ته د ولسمشر د امنیتي سلاکار حنیف اتمر د سفر په ترڅ کې لاسلیک شوی او د تصویب لپاره ملي شورا ته استول شوی دی. یاد هوکړه لیک په سیاسي، ټولنیز، فرهنګي، ښې حکومتولۍ، د قانون حاکمیت او اقتصاد په برخو کې چمتو شوی دی. د کمیسیون غړو دغه هوکړه لیک د هیواد په ګټه وباله او تایید کړ.

ورپسې د بغلان ولایت دمعلولینو د کلتوري او پراختیایي بنسټ د غړو پیشنهادات وڅیړل شول. دوی وایي چې د دې بنسټ له جوړیدو راهیسې پر دې توانیدلي چې معلولینو ته کار پیدا کړي. دوی دغه راز  د بغلان ولایت د معلولینو د وضعیت ښه کیدوپه خاطر له دې بنسټ سره د مرستې کولو غوښتنه وکړه.

د نشه یي توکو پر ضد دمبارزې کمیسیون غونډه، د خدا داد عرفاني په ریاست تر سره شوه.

په غونډه کې د هیواد امنیتي وضعیت په اړه بحث وشو او د هیواد په بېلابېلو برخو په ځانګړي توګه ننګرهار ولایت کې وروستي ځانمرګي بریدونه وغندل او هغه یې د سولې او امنیت د دښمنانو کار وباله او د پیښې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا غوښتنه وشوه.

همدارنګه دکمیسیون غړو په کابل کې د سولې په تړاو څلور اړخیزې غونډې څخه ملاتړ وکړ او هیله مندي یې وښوده چې دغه ناستې د دولت وسله والو مخالفینو سره د سولې او پخلاینې لامل شي. د کمیسیون په غونډه کې دغه راز د ملي شورا د پنځه څلویښت ورځنیو رخصتیو په اړه خبرې وشوې او ټینګار وشو چې په دغې موده کې دې د ولس استازي خپلو اړوندو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو ته سفرونه وکړي او خپلو خلکو ستونزې دې له نږدې وګوري او د حلولو په موخه دې له سیمه ییزو چارواکو سره خبرې وکړي.

دغه راز د کمیسیون غړیو د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې څخه وغوښتل چې د ولایتونو سیمه ییزو چارواکو ته لارښوونه وکړي، چې د رخصتۍ په موده کې په ولایتونو کې د وکیلانو امنیت ته جدي پام وکړي.

د غونډې په پای کې کمیسیون ته راغلې عرض پانې وڅیړل شوې او د لازمو اجراآتو لپاره اړوندو مراجعو ته واستول شوې.

ژباړن: کامران ابراهیمي