اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
پنج شنبه ٬د وري ۳ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د کب ۲۴مه، ۱۳۹۴

نعمت الله غفاري د ولسي جرګې د دویم نایب په توګه غوره شو.

د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې، چې د دې جرګې درییس عبدالروف ابراهیمي په ریاست جوړه شوې وه، یو شمېر ښځینه وکیلانو د اعتراض په دود د جرګې دویم نایب څوکۍ ته د ښځینه وکیلې د معرفي کیدو غوښتنه وکړه، خو دولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د هغوی دا اعتراض د کورنیو د ندو د اصولو خلاف وباله.

ورپسې د دې جرګې د دویم نایب په توګه د نعمت الله غفاري د ټاکلو لپاره علني رای اچونه وشوه او په پایله کې نعمت الله غفاري د اوو مخالفو رایو په استثنا د رایو په اکثریت د جرګې د دویم نایب په توګه غوره شو.

24-Hoot-Umomi-1.jpg

په ورته مهال د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي په تیره شپږو میاشتو کې د جرګې د دویم نایب په توګه د محمد نذیر احمدزي کړنې او فعالیتونه وستایل.

په همدې حال کې د ولسي جرګې دویم نایب نعمت الله غفاري د جرګې له ټولو  وکیلانو څخه چې دی یې د جرګې د دویم نایب په توګه غوره کړ مننه وکړه. نوموړي وویل، چې صداقت او په ریښتیني ډول د مسوولیتونو سرته رسول د ولس د استازو دنده ده.

همدارنګه د جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د حوت د څلورویشتمې پاڅون څخه یادونه وکړه او د وخت کمونیستي رژیم په وړاندې یې د هرات د خلکو پاڅون د ښکیلاک پر ضد غاښ ماتوونکی ځواب یاد کړ.

د غونډې په دوام کې، محمد نعیم لالي حمیدزي، چې د جرګې د لومړي نایب څوکۍ ته نوماند و، د دې څوکې تر لاسه کولو لپاره نوماندانو ته د رایې اچونې او رایې شمیرې پر بهیر بیا ځلي نېوکې وکړې. په همدې حال کې د دغې قضیې په اړه د پلټونکي هییت غړي صدیق احمد عثماني خپلې موندنې د جرګې عمومي غونډې ته واورولې، چې د محمد نعیم لالي حمیدزي د قناعت وړ ونه ګرځیدې او نوموړی د یاد هییت په ترکیب کې د خپل یوه استازي د معرفي کولو غوشتونکی شو.

24-Hoot-Umomi-2.jpg

د غونډې په پای کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي یو ځلي بیا د کب د څلورویشتمې د پاڅون یادونه وکړه  او د ښکیلاګرو پوځیانو په وړاندې یې د هرات د خلکو پاڅون وستایه او د شهیدانو روح یې د دعا لاسونه لپه کړل.

خبریال:  روح الله "رازقی"

ژباړن: محمد کامران ابراهیمي