اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
پنج شنبه ٬د لندۍ ۲۱ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د وري ۳۱مه، ۱۳۹۵کال

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د ۲۰۱۶ میلادي کال په نړیوال پارلماني کنفرانس کې ګډون وکړ.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي، په داسې حال کې د دې جرګې د دارالانشاء لوی رییس خداینظر نصرت یې ملتیا کوي، د ۲۰۱۶ میلادي کال په نړیوال پارلماني کنفرانس کې ګډون وکړ. 

د افغانستان د ملي شورا د ولسي جرګې رییس، چې د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق په چارو کې د پارلماني شبکې د رییس له خوا  د نړیوال بانک او د نړیوال وجهي صندوق یا IMF په کلني کنفرانس کې ګډون کولو لپاره بلل شوی و، د روان  ۱۳۹۵ لمریز کال د وري په ۲۲ مه نیټه د امریکا متحده ایالتونو ته ولاړ او په یاد  کنفرانس کې یې ګډون وکړ.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي په یاد کنفرانس کې د وینا پر مهال په هېواد کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزې څخه یادونه وکړه او دایمي پراختیایي موخو ته د رسېدنې په برخه کې یې د هېواد لاسته راوړنو په اړه وویل، که حه هم افغانستان په تېرو پنحلسو کلونو کې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ ډېرې لاسته راوړنې درلودلې دي، خو لا هم دغه هېواد د ۳۶ سلنه بې وزلۍ سره مخ دی، خو د تعلیم او تربیې، روغتیا او د ښځو حقونو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او په دې هېواد کې د میندو او ماشومانو د مړینې په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی. افغانستان د انتقالي دورې له پای ته رسېدو وروسته ( ۲۰۱۵ـ ۲۰۲۵) میلادي کاله پورې د بدلون لسیزه کې شامل شوی او زموږ ډېر پروګرامونه دایمي پراختیایي پروګرامونو سره مطابقت لري او د کلیو پراختیا په څېر پروګرامونو د عملي کیدو له لارې د پراختیايي پروګرامونو اړوندو اهدافو ته د رسیدو لپاره عملي ګامونه اخیستل شوي دي.

د ولسي جرګې رییس د اقلیم بدون او د افغانستان پر اقتصادي وضعیت یې اغیزو ته په اشارې وویل، په وروستیو څو کلونو کې د ځمکې پر سر دهوا په ګرمیدو سره د افغانستان اقلیم هم بدلون کړی‌؛ لکه څنګه چې د ژمي په موسم کې واورې کمې شوي او له امله یې یخچالي زیرمې له منځه تللي او همدا رنګه په هیواد کې د بې امنیو له کبله د اوبو بندونه ویجاړ شوي او تر څنګ یې له دغو بندونو څخه لکه څنګه چې لازمه ده هغسې مدیریت نه کیږي، نو ځکه بارانونه هم نشي کولی د اوبو په برخه کې د افغانستان دخلکو ستونزې حل کړي.  

ښاغلي ابراهیمي وویل، موږ د نړیوالې ټولنې په همکارۍ په وروستیو څو کلونو کې د ښې حکومتولۍ  او روڼتیا رامنځته کولو په برخه کې هڅې کړي او په دې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي. د ولسي جرګې رییس وویل موږ ډاډمن یو  چې د هېواد مشران او د افغانستان د پارلمان غړي به د نړیوالې ټولنې او په کنفرانس کې د حاضرو دوستانو په مرسته د افغانستان خلکو لپاره  له هیلو ډکه راتلونکې برابره کړي.

د ولسي جرګې رییس زیاته  کړه، چې د افغانستان په څېر وروسته پاتې هیوادونو لپاره د سیاسي امنیت په پرتله بشري امنیت لومړیتوب لري، څو وکړای شي د پراختیاي پروژو عملي کیدو لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي او افغانستان دا مهال امنیت ته د رسیدو او په اقتصادي برخه کې پر ځان بسیا کېدو لپاره نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

د ویلو ده چې د ۲۰۱۶ میلادي کال نړیوال پارلماني کنفرانس د نړۍ بېلابېلو پارلمانونو د استازو په ګډون  د امریکا متحده ایالتونو په پلازمېنه واشنګټن کې د اپرېل له لسمې څخه تر دولسمې نیټې پورې دوام وکړ.