اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
دو شنبه ٬د زمري ۲۸ مه٬ ۱۳۹۸ ل

دغویي ۵مه، ۱۳۹۵کال

د ولسي جرګې د کمیسیونونو په غونډو کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه بحث وشو

د ولسي جرګې د نړیوالو چارو کمیسیون په غونډه کې، چې د جعفر مهدوي په ریاست جوړه شوې وه، پکې  د اجندا مطابق  د ادبي او هنري آثارو د ملاتر په تړاو د برن کنوانسیون  او د افغاني سرې میشاتې ټولنې د چارو د تنظیم قانون پر طرحې هر اړخیز بحثونه وشول او دغه موضوع د دقیقې څیړنې لپاره د کمیسیون راتلونکې غونډې ته پرېښودل شوه. د کمیسیون په غونډه کې دغه راز د بهرني سیاست د اصولو پر مسودې بحث وشو او وکیلانو د خپلو وړاندیزونو او نظریاته له په ډاګه کېدو وروسته دغه موضوع د کمیسیون راتلونکې غونډې ته پرېښوده.

د غونډې په پای کې کمیسیون ته د راغلو عرض پاڼو په تړاو بحث وشو او د لازمو اجراآتو لپاره اړوندو  مراجعو ته واستول شول.

د تقنیني چارو کمیسیون په غونډه کې، چې د قاضي نذیر احمد حنفي په ریاست جوړه شوې وه،  د کمیسیون غړو د تقنیني اسنادو د خپرېدو او نافذیدو قانون پر طرحې، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې د شپږدیرشمې مصوبې په اساس  په درېو فصلونو او پنځلسو مادو کې دغه کمیسیون ته استول شوې وه بحث وشو. وکیلانو د دې قانون ځینې مادې تعدیل او ځینې یې تایید کړې او د بحث دوام یې د کمیسیون راتلونکې غونډې ته پریښود. د غونډې په پای کې کمیسیون ته د راغلو عرض پاڼو په تړاو بحث وشو او د لازمو اجراآتو لپاره اړوندو  مراجعو ته واستول شول.

د ښځو چارو کمیسیون په غونډه کې، چې د دې کمیسیون د مرستیالې مسعوده کروخي په ریاست جوړه شوې وه ‎، د کمیسیون غړو د افغاني سرې میاشتې ټولنې د چارو د تنظیم قانون د طرحې په تړاو خبرې وکړې. وکیلانو وویل دا چې د افغانستان دردیدلي خلک په اوس وخت کې تر ټولو زیات د دغې تولنې چوپړونو ته اړتیا لري باید دغه قانون په هر اړخیز دول وڅیړل شي له همدې کبله د بحث دوام یې د کمیسیون راتلونکې غونډې ته پریښود.  دغه راز د کمیسیون غړو په اسلام کې د ماشومانو د حقونو اړوند میثاق په اړه خبرې وکړې او دا چې په دې میثاق کې د ماشوم په تعریف کې یو لړ ابهاماتو شتون درلود په دې اړه بحث یې د کمیسیون راتلونکې غونډې ته پریښود.  همدارنګه د کمیسیون غړو  د ملي بیرغ، ملي نښان او ملي سرود د کارونې اړوند قانون د طرحې په تړاو د دینی او فرهنګي چارو کمیسیون  پر مکتوب بحث وکړ او د اساسي قانون مطابق  په هر وخت کې په پښتو ژبه د ملي سرود په اړه د یاد کمیسیون تعدیل تایید کړ.