اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
پنج شنبه ٬د لندۍ ۲۱ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د لیندۍ ۵مه، ۱۳۹۵کال

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د یو پلاوي په مشرتابه د روسیې جمهوري فدراتیف ته سفر وکړ.

په دې سفر کې د ولسي جرګې رییس او ورسره پلاوي د روسیې هېواد د سان پیترسبورګ په توریچیسکي ماڼۍ کې د ټولیز امنیت د سازمان په نهم کنفرانس کې ګډون وکړ.

د ولسي جرګې غړو،  هر یو لیلما ولي حکیمي، محمد صالح سلجوقي، عبدالقادر ځاځي وطندوست، علي اکبر قاسمي او قدرت الله سهاک په دې کنفرانس کې د ولسي جرګې د رییس ملتیا کوله. 

د کنفرانس په پیل کې د ټولیز امنیت سازمان رییس والودین د غونډې برخه والو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ له تروریزم په ځانګړي توګه د داعش ډلې پر وړاندې د افغانستان د خلکو مبارزې څخه د ملاتړ او همکاریو لپاره د دې سازمان چمتوالی اعلان کړ، او په سیمه په ځانګړي توګه افغانستان کې یې د داعش او نورو ترهګرو د فعالیتونو له زیاتیدو څخه د مخنیوي لپاره یې پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.

والودین رئیس سازمان امنیت دسته جمعی از فداکاری های مردم افغانستان به نیکویی یادآور شده و همه ملت ها و کشور های عضو را مرهون مبارزه افغانها در برابر داعش دانسته و تمام اعضا را مکلف داشت تا با تشریک مساعی موًثربرای نابودی تروریزم در سطح بین المللی و منطقه همکاری همه جانبه نمایند.

ورپسې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د ټولیز امنیت د سازمان د مشر په توګه د والودین د ټاکلو د مبارکۍ تر څنګ یاد کنفرانس ته خپله وینا واوروله.

بسم الله الرحمن الرحیم!

خوښ یم، چې د ګډ امنیت سازمان په پارلماني اسمبلۍ کې له تاسو دوستانو سره یم او له شته فرصت څخه په ګټې اخیستنې دا مناسب بولم چې خپل او د راسره راغلي پلاوي او د افغانستان د پارلمان او په ټوله کې د افغانستان د کړیدلي ولس احترامات او پېرزوینې تاسو ته وړاندې کړم. او اړینه بولم چې له همدې ځایه د افغانستان د خلکو  دردونه او مصیبتونه چې له کلونو راهیسي د تروریزم او  نا امنیو قرباني کیږي او د جګړې په لمبو کې سوځوي له تاسو سر شریک کړم.

زه ډاډمن یم چې په افغانستان کې روانو حالاتو  په دې کنفرانس کې د ګډون کوونکو هېوادونو د پارلمانونه، سیاسي رهبران او وګړي اندېښمن کړي، ځکه موږ ټول په یوې جغرافیا کې او یو بل ته نږدې اوسیږو ، چې له شک پرته د هېوادونو وضعیت یو پر بل اغیز کولی شي.

محترمو عزیزانو !

تاسو ټول پر دې پوهیږۍ له تېرو څه باندې درې لسیزو راپدېخوا زموږ خلک له جدي امنیتي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي او هره ورځ جګړې او د بهرنیو مداخلې زموږ ځوانان، ماشومان، میرمنې او سپین ږیري قرباني کوي. زموږ په هېواد کې اوږدمهاله جګرې ټولې زیربناوې، تاسیسات او عام المنفعه ځایونه ویجاړ کړي او له منځه وړي دي چې دا ناخوالې لا هم دوام لري، او یواځې په تېرو ات میاشتوکې زموږ (۵۵۲۳) تنه سرتیري شهیدان، (۹۶۶۵) تنه امنیتي ځواکونه ټپیان شوي او همدا ډول یو د پاسه یو زرو شپږ سوه تنه ملکي وګړي شهیدان او کابو درې زره پنځه سوه تنه نور ټپیان شوي چې په شهیدانو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

زموږ د هېواد مشرتابه په کراتو ځلي په نړیوالو غونډو کې د افغانستان په کورنیو چارو کې د بهرنیو د لاسوهنو، او  له هېواده بهر د ترهګرو د روزنځایونو، امن ځالو او د هغوی دتجهیز او تمویل یادونه کړې او د ترهګرو د مرکزونو او امن ځالو له منځه وړلو ته یې د برخه والو هېوادونو دمشرانو  پام اړولی دی.

ځکه د تروریزم پدېدې په وړاندې مبارزه هغه وخت کیدای شي اغیزمنه وبریښي  چې د دې پدېدې دجرړو ایستلو لپاره  ګډه مبارزه وشي او پرته له دې کاره هېڅ ډول هڅې ګټه نه کوي. لکه څنګه چې ټول پوهیږﺉ زموږ امنیتي سرتیري په پوره میړانه او زړورتیا د ترهګرو په وړاندې جنګیږي او قرباني ورکوي، خو په بهر کې د ترهګرو  د تجهیز او تمویل له کبله د افغان ځواکونو په وړاندې بیا ځلي جګړې ته آماده کیږي.

دوام لري...