اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
یک شنبه ٬د لندۍ ۱۷ مه٬ ۱۳۹۸ ل

ARM-WJ.png

د افغانستان پارلمانې انسټیټوټ

د فغانستان پارلمانې انسټیټوټ په کال ۱۳۸۷ کي د قانون جوړونې، استازیتوب او څارنې په برخه کي د ملي شورا د دواړو جرګو د غړو او کارکوونکو د معلوماتو او پوهې د زیاتوالې په موخه تاسیس شو.

د تقنینې روزنو د لمړنې مرکز په توګه، د افغانستان د پارلمانې انسټیټوټ اوږدمهاله لرلید، په افغانستان کي د مسلکې ودې د یوې خپلواکې او خودکفا اکاډمۍ رامنځته کول دی.

 نوی روزنیز پروګرامونه

د افغانستان پارلمانې انسټیټوټ د ۱۳۹۳ کال د وږې په میاشت کي د ملي شورا لپاره د نویو فارغ شویو محصلینو د کارزده کړې پروګرام پیل کړ. د ۱۳۸۴ کال د وری په میاشت کي د افغانستان پارلمانې انسټیټوټ په پارلمانې چارو کي د دولت د وزارت کارکوونکو ته هم مسلکې روزنې پیل کړی. د افغانستان پارلمانې انسټیټوټ د ملي شورا د کارکوونکو او کارزده کړو محصلینو روزنیز پلانونه ترتیب او تنظیموی.

 د افغانستان پارلمانې انسټیټوټ - د زده کړې مرکز

د ۱۳۸۴ کال راپدیخوا، د ملي شورا د غړو، د دارالانشاء د کارکوونکو، په پارلمانې چارو کي د دولت د وزارت د کارکوونکو او د افغانستان په پارلمانې انسټیټیوټ کي د لوړو زده کړو څخه د نویو فارغ شویو زده کړیالانو لپاره ۱۳۷۳ روزنیز کورسونه جوړ شوی.

د افغانستان پارلمانې انسټیټیوټ ۵۵ روزنیز پروګرامونه، سیمینارونه او مبحثونه د ملي شورا او د دارلانشاء د کارکوونکو لپاره په منظم ډول په لاره اچولې. په یاد روزنیز پروګرام کي ګڼ موضوعات لکه اساسي قانون او د کورنیو دندو اصول، تقنینې څیړنې، مشرتابه او مدیریت، د موکلینو سره د اړیکو پراختیا، د څارنې اصول او د شخړو حل او ښه حکومتدراې شامل دی.  یاد کورسونه د افغانستان د پارلمانې انسټیټوټ د استاذانو، د افغانستان د قانون جوړوونکو ادارو د پیاوړتیا (البا) د پروژې د کارپوهانو او یا هم بهرنیو سلاکارانو لخوا پر مخ وړل کیږې. د دغه انسټیټیوټ روزنیز نصاب د ملي شورا لخوا تایید او منظور شوی.

د افغانستان پارلمانې انسټیټوټ د نورو ملي انسټیټوټونو لکه د افغانستان د کلیو د پراختیا انسټیټوټ، د افغانستان د ملکي خدمتونو انسټیټوټ، د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماسۍ انسټیټوټ او د ماليې وزارت د تدارکاتو د پالیسۍ د واحد سره هم اړیکې لری.

په دغه انسټیټوټ کي اکثره صنفونه د یوی ورځې او یا هم نیمې ورځې په توګه وړاندې کیږې.