اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
یک شنبه ٬د وږي ۲۴ مه٬ ۱۳۹۸ ل

ARM-WJ.png

د ملي شورا کتابتون او آرشیف

د ملي شورا کتابتون د معلوماتو اصلي منبع او په افغانستان کي د تقنینې او دولتې اسنادو اصلي مرکز دی.

په ملي کچه، یاد کتابتون د ملي شورا د غړو، د دارلانشاء د کارکوونکو، څیړونکو او محصلانو د ګټې اخیستنې لپاره علمي، مسلکې او څیړنیز اسناد راټولوی. د دغه کتابتون اصلي ټینګار او تمرکز د مقننه قوی لپاره د معلوماتو پر را ټولولو، او په هیواد کي د ګټورو ځانګړو معلوماتو او څیړنیزو اسنادو د اصلي مرکز په توګه خپل د ونډې سرته رسول دی. په ۲۰۰۶ کال کي له پرانیستل کیدو راپدیخوا، د یاد کتابتون مواد څلور برابره شوی او دا محال، پدې کتابتون کي تر ۱۴،۰۰۰ زیات کتابونه شتون لری.

د دغه کتابتون موخې درې دی: ۱) د ملي شورا د غړو او د دارلانشاء د کارکوونکو د مسلکې وړتیا وده؛ ۲) د څیړنو په ترسره کولو کي مرسته؛ او، ۳) د قوانینو د یوه آرشیف رامنځته کول.

د آرشیف او کتابتون مواد

د ملي شورا په کتابتون کي کتابونه (مرجع یې او غیر مرجع یې)، رسمې اسناد، څیړنیزې مقالې، راپورونه، د خپرونو ټولګې، د غونډو او کنفرانسونو مینوټونه، مقالې، او یو د علمي او خپرندویه مجلو ټولګې شته. پدغه کتابتون کي همداراز تر ۶۰۰۰ زیات انځوریز او غږیزې نسخې شته، چي په هغې کي سي ډیانې، ډی وي ډیانې، او نور غږیز او انځوریز کسټونه شته. دې کتابتون ته لارسرۍ وړیا دی.                   

د ملي شورا کتابتون لاندینې مواد لری: 

  • د افغانستان قوانین
  • د افغانستان تاریخې لیکنې
  • د قوانینو آرشیف (د عمومي غونډې اسناد)
  • د عمومي غونډې انځورونه
  • مرجع یې مواد
  • فنې مواد
  • دایرة المعارف او کلتور
  • مجلې، روځپاڼې او مقطع یې خپرونې
  • د افغانستان په هکله ترسره شوی څیړنې
  • د نړیوال بانک په هکله معلومات

په دغه کتابتون کي، د ژبې او کلتور، اداره او مدیریت، دیني، حقوقې څیړنو، ټولنیزو څیړنو، سیاسې علومو، اقتصاد، تاریخ، فلسفې، ارواح پوهنې او ټکنالوژۍ اړوند موضوعات شتون لری.

د مجلې او مقطع یې خپرونو په برخه کي، د اړوندو وزارتونو او سیمه ایزو ولایتې ادارو څخه مجلې او خپرونې شتون لری.

د ملي شورا د کتابتون او آرشیف چارواکې دې ته لیواله دی ترڅو د نورو کتابتونونو، څیړنیز او علمې مرکزونو او د ټولې نړۍ او سیمې د رسنیزو بنسټونو سره د ګډ کار په ترڅ کي د ګټه اخیستونکو اړتیاوو ته په اغیزمنه توګه ځواب ووایې.

یاد کتابتون، د امریکې د متحده ایالتونو د نړیوالې پراختیایې ادارې، د ملګرو ملتونو پراختیایې پروګرام، نړیوال بانک او د ایران او سعودې عربستان د سفارتونو په مرسته جوړ شوی. یادو ادارو د کتابتون لپاره د موادو او وسایلو د چمتو کولو او کارکوونکو د روزنې په برخه کي مرسته کړی.