۳۰ د تلې ۱۳۹۶
د ولسِي
جرګې د منشي عبدالقادر ځاځي په مشرۍ دافغانستان دملي شورا هیئت
د (IPU) یا
بین الپارلماني اتحادیې په ۱۳۷ اجلاس کې ګډون وکړ.
یاد پلاوي چې مشري یې د ولسي
جرګې منشي عبدالقادر ځاځي کوله او د ولسي جرګې غړو هر یو عبدالستار درزابي، قدرت
الله سهاک، میرمن زهرا توخي زابلي، میرمن عزیزه جلیس، هاشم مهدوي او د مشرانو جرګې
د نړیوالو چارو کمیسیون رییس عبدالطیف ژوندي او د دې جرګې یو بل غړي عبدالطیف نهضت
یار یې ملتیا کوله د روسیې فدراتیف هېواد په سینت پېترزبورګ ښار کې د (IPU) یا بین
الپارلماني اتحادیې په ۱۳۷ اجلاس کې ګډون وکړ او د دې اجلاس برخه والو ته یې خپله وینا
واوروله.
دوی په خپله وینا کې مهمو ټکو ته اشاره وکړه، د فرهنګي
پلورالیسم یا فرهنګي کثرت ګرایۍ دودولو او د قومونو او مذهبونو تر منځ د دیالوک له
لارې د سولې د ټینګښت، نړیوال تروریزم او بنسټ پالنې، سیمه ییز امنیت، د غړو
هېوادونو تر منځ د پارلماني اړیکو د پراختیا او د تل پاتې پراختیایي اهدافو په اړه
چې د دې کنفرانس اصلي اجنداوې وې خبرې
وکړې او د دې اتحادیې د غړو هېوادونو او نریوالو سازمانونو پاملرنه یې ورته را جلب
کړه.
د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي په دې اجلاس کې وویل، سوله
د بشریت لویه او مهمه غوښتنه ده چې د انسانانو تر منځ د اړیکو دپیچلتیا په صورت کې
یې اهمیت لا ډېر محسوسیږي او انسانان خپلو
ذاتي ځانګړتیاوو ته په کتو د ټولیزو اړیکو په رامنځته کولو سره کولی شي خپل سوله
ییز ژوند ته ادامه ورکړي. په همدې اساس سوله په ټولنه کې د اړیکو د ټینګښت لپاره
مناسب بستر دی.
خو ریښتینې سوله عدالت پورې تړلې ده او عدالت عبارت دی
له تولنیز برابرښت، ټولنیزو ارزښتونو ته درناوی، د قومونو تر منځ د شخرو سوله ییز
حل، له تاوتریخوالي څخه مخنیوي، د جندر تساوي او د لږکیو د حقونو پېژندل چې په یوې
ټولنه کې د تل پاتې سولې اساسي اصول جوړوي.
نو په ډاګه ویلی شو، کومې
ښېګڼې چې پرمختللې ټولنې یې پر نورو لري، دلیل یې دا دی چې دا ډول ټولنو تل له یو
بل سره همکاري کړې او له همدې لارې یې لویې علمي، فرهنګي او صنعتي لاسته راوړنې تر
لاسه کړي او په ګوټ ګوټ کې نور وګړي هم
ورڅخه برخمن شوي دي.
په پای کې د افغانستان د ملي شورا پلاوي د یوې ځانګړې
کمیټې د رامنځته کېدو وړاندیز وکړ، څو په سرحدونو کې امنیتي شخړې، د تروریزم په
وړاندې مبارزه او د تروریستي ډلو فعالیتونه و څیړي او د نړیوالو سازمانونو او
امنیتي بنسټونو په همکارۍ ورته د حل لارې رامنځته کړي. دغه راز له تروریزم څخه
ملاتړ کوونکو هېوادونو ته ګوتڅنډنه وشوه چې د تروریستانو له روزلو او د هغوی له
تجهیز او تمویل څخه لاس واخلی او د سمیې او نړۍ د امنیت په برخه کې خپل مسوولیت په
ښه توګه سرته ورسوي.
په سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د ځوانانو
وړتیا جوړونه او دهغوی پیاوړي کېدل بله هغه موضوع وه چې د افغانستان دملي شورا
پلاوي په خپلو خبرو کې ورته اشاره وکړه او په سیاسي برخو او نړیوالو ډیالوکونو کې
یې ځوانانو ته دګډون لپاره د لارو چارو پر برابرولو ټینګار وکړ.
د ویلو ده چې د ملي شورا یاد پلاوي په دې اجلاس کې پر
ګډون کولو سربېره د انګلستان، سویډن، چین او کاناډا هېوادونو د پارلمانانو له
پلاویو سره هم لیده کاته کړي دي. په دې کتنو کې دواړو لوریو د ملي وحدت د حکومت پر
لاسته راوړنو سربېره د سولې مذاکراتو، د تروریزم په وړاندې مبارزې په برخه کې پر
ګډو همکاریو، د بشري حقونو په وړاندې خنډونو، د اداري فساد او نشه یي توکو په
وړاندې مبارزې او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د ملي شورا پلاوي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې
د یادو هېوادونو له مرستو د مننې تر څنګ د هېواد امنیتي سکتور سره په بېلابېلو
برخو کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې، چې یادو هېوادونو هم له افغانستان سره د
خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
دغه راز د انګلستان او چین هېوادونو د پارلمانونو له
استازو سره په کتنه کې ټینګار شوی چې یاد هېوادونه پر پاکستان باندې خپل نفوذ څخه
په ګټې اخیستنې هغه هېواد اړ باسي چې له افغانستان سره د سولې په مذاکراتو کې
صادقانه همکاري وکړي او د ترهګرو د امن پټنځایونو په له منځه وړلو کې خپلې ژمنې
عملي کړي.
همدارنګه د کاناډا هېواد د پارلمان له پلاوي سره د کتنې
پر مهال په هغه هېواد کې د افغان د یپلوماتانو د کډوالۍ اسنادو د نه قبلېدو په اړه
بحث وشو او ورڅخه یې غوښتنه وکړه چې په کاناډا کې د افغان دیپلوماتانو د رسمي دندو
له پای ته رسېدو وروسته هغوی سره هېڅ ډول مرسته ونه کړي څو هغوی بېرته افغانستان
ته ستانه شي او په بهرنیو چارو وزارت کې خپل کار ته دوام ورکړي.
د دې کنفرانس په څنډه کې د (ASGP) پارلمانانو د سکرتر جنرالانو د ټولنې غونډه
هم تر سره شوه چې پکې د ولسي جرګې د دارالانشاء لوی رییس خدای نظر نصرت او د
مشرانو جرګې د درالانشاء لوی رییس سید حفیظ الله هاشمي ګډون کړی و او خپل نظریات
او وړاندیزونه یې د غونډې برخه والو ته واورول. په یاده غونډه کې د دې ټولنې د
رییس او مرستیال د غوراوۍ لپاره انتخابات وشول چې په پایله کې د سري رای ورکولو په
ترڅ کې د دې ټولنې رییس د نیوزیلنډ هېواد څخه وټاکل شو.
ژباړن: محمد کامران ابراهیمي