اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
شنبه ٬د وږي ۳۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

 

 



د شپاړسمې تقنینی دورې د اجلاس د دوام په ترڅ كې د ۱۳۹۵ لمريز كال د کب له  ۱۶ څخه د چنګاښ تر۳۱ نېټې د افغانستان د اسلامي جمهوريت ملي شورا د ولسي جرگې د كړنو د رپوټ لنډيز

د افغانستان اسلامي جمهوريت د ملي شورا ولسي جرگې د شپاړسمې تقنيني دورې د اجلاس د دوام په ترڅ كې، خپلې دندې او مسوولیتونه د اساسي قانون او  د خپلو کورنیو دندو د اصولو په رڼا کې په خپل وخت په ښه توګه ترسره کړي چې مهم موارد یې په دغه رپوټ کې ځای پر ځای شوي دي.

د افغانستان د خلكو درنو استازو!

د افغانستان اسلامي جمهوريت د ملي شورا ولسي جرگې په دې موده كې ټولې (۵۷) عمومي غونډې جوړې كړې چې (۱)استيضاحيه، (۱۱) استجوابيه، (۲)استماعيه، (۱)پټه او (۴۲) يې عادي غونډې دي چې په جوړولو سره يې لاندې پايلې ترلاسه شوي دي.

لومړى – د قانون جوړونې برخه:

په دې اجلاس كې ولسي جرگې د قانون جوړونې په برخه كې ټولې (۳۶)مصوبې درلودې چې (۲) د قوانینو د تعدیل د طرحې تصویب او (۶) تقنیني فرمانونه، د (۱۲) نړیوالو سندونو تصدیق، د جرګې د اداري پلاوي ټاکل، د ولسي جرګې د دایمي کمېسیونونو په ترکیب کې د روغتیا او خوندیتوب د کمېسیونونو بیا رامنځته کول او داسې نورې موضوعګانې په کې شاملې دي.

همداشان عمومي غونډې په دې موده کې (۲) تقنیني فرمانونه لغوه کړي او د ولسمشر (۲) حکمونه یې رد کړي دي چې د تصویب، لغوه، رد او تصدیق شویو سندونو نومونه دا دي:

الف - تصويب شوي تقنیني فرمانونه او د قوانینو طرحې:

۱- د پیسو د مینځولو او له جرمونو څخه د راپیدا شوو عوایدو د مخنیوي د قانون د یو شمېر مادو د تعدیل طرحه، ۱۳۹۶/۲/۲

۲- له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د قانون طرحه، ۱۳۹۶/۲/۱۱

۳- د جمعیتونو د قانون د یو شمېر مادو د تعدیل او ایزاد په هکله، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس د ۱۳۹۵/۱۲/۱۴ نېټې (۲۴۴) ګڼه تقنیني فرمان، ۱۳۹۶/۲/۱۸

۴- د ملکي خدمتونو د قانون د څلورمې مادې د وروستي پراګراف د بیا ځلي تصویب او د نهمې مادې د تعدیل په هکله د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس د ۱۳۹۵/۱۲/۱۴نېټې (۲۴۸) ګڼه تقنیني فرمان، ۱۲۳۹/۲/۲۳

۵- د نړیوالو معاهدو او میثاقونو د قانون په څلورمه ماده کې د تعدیل له راوړو سره د  یو شمېر نورو مادو د تعدیل په هکله، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس د ۱۳۹۵/۱۲/۱۴ نېټې (۲۴۵) ګڼه تقنیني فرمان، ۱۳۹۶/۳/۱۷

۶ – د استملاک د قانون په هکله د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور رییس د ۱۳۹۵/۱۲/۱۴ نېټې (۲۴۹) ګڼه تقنیني فرمان. ۱۳۹۶/۴/۱۴

۷ – د علومو اکاډمۍ د قانون په هکله د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور رییس د ۱۳۹۵/۱۲/۱۴ نېټې (۲۵۴) ګڼه تقنیني فرمان. ۱۳۹۶/۴/۱۷

۸ – د مالي محاسبینو د قانون په هکله د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور رییس د ۱۳۹۵/۱۲/۱۴ نېټې (۲۵۱) ګڼه تقنیني فرمان. ۱۳۹۶/۴/۱۹

 

ب- د ټولو رایو د دوه ثلثو سره تصویب شوي تقنیني سندونه :

1-      د پاسپورت قانون نېټه 1396/01/07

ج – لغوه شوي تقنیني سندونه:

1-      د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د قانون د ځینو مادو د تعدیل او ایزاد په هکله د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور رییس د ۱۳۹۵/۱۲/۱۴ نېټې د (۲۵۳) ګڼه تقنیني فرمان لغوه کول. نېټه ۱۳۹۶/۳/۲۴

2-      د نفتو او ګازو(هایدروکاربنونو) قانون د ځینو مادو د تعدیل او ایزاد په هکله د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور رییس د ۱۳۹۵/۱۲/۱۴ نېټې د (۲۵۳) ګڼه تقنیني فرمان لغوه کول. ۱۳۹۶/۴/۲۴

د- د جمهور رییس رد شوی حکمونه:

1-      ښار جوړونې وزارت ته د تشکیلاتي جوړښتونو د لېږد او د وزارتونو او ادارو د ساختماني برخو د بودیجوي مسایلو په هکله، د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور رییس د حکم ردول. ۱۳۹۶/۲/۱۱

2-      الکوزي سوداګریز شرکت ته د (۱۴۳) جریبه دولتي ځمکې د موازي خرڅلاو د قرارداد ردول.

هـ – د ولسي جرگې د غړو تصویب شوې طرحې :

1-      د هرات ولایت د مسلمانو خلکو د ۱۳۵۷ کال د کب د ۲۴ ورځې  پاڅون، د ملي او تاریخي ورځې په نامه د هېواد په رسمي تقویم کې د شاملېدو په هکله د ولسي جرګې طرحه. ۱۳۹۶/۱/۷

2-      د صادقي نیلي په مشرۍ د ۱۳۵۷ کال، د وري  ۱۸ د افغانستان په مرکزي سیمو کې د جهاد د ورځې د پیل په نامه د هېواد په رسمي تقویم کې د شاملېدو او هر کال په دایکندي کې د هغې د نمانځنې په اړه د ولسي جرګې طرحه. ۱۳۹۶/۱/۲۶

3-      په هېواد کې د ملي وحدت د ټینګښت او د سیاسي وفاق د رامنځ ته کېدو په هکله د ولسي جرګې طرحه.نېټه ۱۳۹۶/۳/۲۲

 

و – تصدیق شوي نړیوال سندونه :

1-      په یوه سریزه او نهه مادو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي شورا ولسي جرګې او د روسیې فدراسیون د فدرال مجلس د دولتي دومای تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک. ۱۳۹۶/۱/۱۶

2-      په یوه سریزه او شپږویشتو مادو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د هند جمهوریت تر منځ په مدني او سوداګزیزو مسایلو کې د عدلي او قضایي همکاریو په هکله هوکړه لیک. ۱۳۹۶/۱/۲۱

3-      په یوه سریزه او شپږویشتو مادو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د هند جمهوریت تر منځ د مجرمینو د استرداد په هکله هوکړه لیک.۱۳۹۶/۱/۲۶

4-      د سارک صندوق منشور د پنځمې مادې د(الف او ب) بند تعدیل. ۱۳۹۶/۱/۳۰

5-      په یوه سریزه او یوولسو مادو کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د عربي متحده اماراتو ترمنځ د نشه یي توکو، نشه لرونکو توکو، او د هغه د جوړونکو توکو د ناقانونه سوداګرۍ پر وړاندې د مبارزې په هکله هوکړه لیک. ۱۳۹۶/۳/۸

6-      په یوه سریزه او شپږویشتو مادو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د ازبکستان جمهوریت تر منځ د مجرمینو د استرداد هوکړه لیک. ۱۳۹۶/۴/۱۰

7-   په یوه سریزه او شپېتو مادو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د اروپایي ټولنې ترمنځ د مشارکت او پرمختیا په هکله د همکارۍ هوکړه لیک.۱۳۹۶/۴/۱۰

8-      په یوه سریزه او اوولسو مادو کې د کرنې او حیاتي علومو د نړیوال مرکز اساسلیک.۱۳۹۶/۴/۱۰

9-      په یوولسو فصلونو او شپېتو مادو کې د آسیا د پانګونې د زېربنایي بانک اساسلیک.۱۳۹۶/۴/۱۴

10-   د ربړونې او نورو ظالمانه مجازاتو، او غیر انساني کړنو د منعې کنوانسیون.۱۳۹۶/۴/۲۱

11-   د افغانستان اسلامي جمهوريت حکومت او د بې پوله ډاکټرانو(MSF) ترمنځ د کوربه هېواد هوکړلیک.۱۳۹۶/۴/۲۱

12-   د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت او د ازبکستان جمهوریت د کورنیو چارو وزارت ترمنځ د نشه توکو د قاچاق، روانګردۍ سره د مبارزې او د هغ« مخنوي په هکله هوکړه لیک. ۱۳۹۶/۴/۲۵

دویم-  د حکومت پر کړنو د څار برخه:

د ولسي جرګې عمومي غونډې د دې اجلاس په ترڅ کې د یوې غونډې په جوړولو سره، د کمزوري مدیریت او همداشان په هېواد کې د نا امنۍ د زیاتېدو او په ځانګړې توګه په څلور سوه بستریز روغتون د برید په هکله د ملي دفاع او د کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت رییس استیضاح کړل. همداشان عمومي غونډې د بېلا بېلو موضوعګانو په هکله (۱۱) استجوابیه  غونډې ترسره کړي او د وزارتونو او نورو حکومتي ادارو وزیران او مسوولین یې عمومي غنډو تالار ته غوښتي دي.

همداشان یادې جرګې د دوو غونډو په ترسره کولو سره د مالیې او د اوبو او برېښنا وزیرانو کاري راپوټ واورېده.

د یادونې ده چې د ولسي جرګې عمومي غونډې په دې موده کې د بېلا بېلو موضوعګانو په هکله، (۴) پرېکړه لیکونه او (۱) اعلامیه هم درلوده.

 

درېيم – د خلكو د استازيتوب برخه:

د ولسي جــــــرگې ښاعليو غړيو د عمومي غونډې په امتيازي ساعتونو كې، د هېواد د سياسي، امنيتي، اقتصادي، ټولنيزو، كولتوري او په عمومي توگه د خلكو د ستونزو او پېښو په هكله، له (۱۱۱۶) زيات مــــــــوارد ښودلي دي او له يادو ستونزو د له منځه وړلو لارې يې جـــــرگې ته وړانديز كړي، همداشان ياد موارد د څېړنې، ارزونې او نورو اجرااتو په موخه په ليكلې توگه د جرگې اداري پلاوي له لوري دایمي كمېسيونونو او یا اړونده مراجع ته لېږل شوي دي.

 

د دايمي كمېسونونو او رییسانو د کمیټې كاري كړنې

د ولسي جرگې اوولسګونو كمېسيونونو د دې اجلاس په ترڅ کې د گڼو ترسره شويو كارونو ترڅنگ ټول (۳۰) تقنيني سندونه په خپله اجنډا كې درلودل، چې ډېرى يې تر پړاوونو تېر او اجرا كړي دي. كمېسيونونو د دغه اجلاس په ترڅ كې د بېلا بېلو موضوعگانو په هكله ټولې(۵۴۵ ) غونډې جوړې كړي دي چې ( ۲۸۷) عادي، (۱۳۴) استجوابيه، (۹۰) استماعيه او (۲۹) یې مشتركې غونډې دي. همداشان د ولسي جرگې دايمي كمېسيونونو د قوانينو په طرحه او د قوانينو د تعديل په طرحه كې د اختلافي مواردو په هكله، له مشرانو جرگې سره د مختلط هیئت(۵) گډې غونډې جوړې كړي دي.  په دغه موده كې يادو كمېسيونونو په مركز او ولايتونو كې دولتي ادارو ته (۲۳) سفرونه او څارنيزې ليدنې درلودلې او د ښاري اوسېدونكو په ( ۱۳۵۴) شكايت پاڼو يې بحث او څېړنه كړې او په دې برخه كې يې لازم اجراات ترسره كړي دي.


 

 

 

 

 


فشرده گزارش کارکردهای ولسی جرگه شورای ملی جمهوری اسلامی افغانستان طی ادامه دوره شانزدهم تقنینی ( اجلاس سیزدهم)از تاریخ 16 حوت1395الی 31سرطان 1396 هجری شمسی

ولسی جرگه شورای ملی جمهوری اسلامی افغانستان طی ادامه اجلاس دوره شانزدهم تقنینی، وظایف و مسؤولیت هایش را در روشنایی احکام قانون اساسی و اصول وظایف داخلی خویش، به گونه  درست و به اسرع وقت انجام داده که موارد مهم آن درین گزارش جا داده شده است.

وکلای با عزت مردم افغانستان!

ولسی جرگه شورای ملی جمهوری اسلامی افغانستان درین مدت، جمعاً (57) جلسه عمومی را تدویر نموده که شامل (1) جلسه استیضاحیه، (11) جلسه استجوابیه، (2) جلسه استماعیه، (1) جلسه سری و (42) جلسه عادی میشود، که با دایرنمودن آن نتایج ذیل به دست آمده است:

اول – در بخش قانون گذاری:

ولسی جــــــــــرگه طی این اجلاس در بخش قانونگذاری، جمعاً (36) مصوبه داشته کـــــــــه دربرگیرنده تصویب(2) طرح تعدیل قوانین و (6) فرمان تقنینی، تصدیق (12) سند بین المللی، انتخاب هیأت اداری جرگه، ایجاد مجدد کمیسیون های مصونیت و صحت در ترکیب کمیسیون های دایمی ولسی جرگه و غیره موضوعات می شود.

 همچنان اعضای ولسی جرگه در جریان این اجلاس، (2) فرمان تقنینی را لغو و (2) حکم رئیس جمهوری را رد نموده که عناوین هریک از سند های تصویب شده، لغو شده، ردشده و تصدیق شده قرار ذیل می باشد:

الف – طرح قوانین و فرامین تقنینی تصویب شد:

1 - طرح تعدیل برخی از مواد قانون جلوگیری از پول شویی وعواید ناشی ازجرایم به تاریخ 2/۲ /۱۳۹۶؛

2- طرح قانون مبارزه با مواد مخدر ومسکرات به تاریخ 11 / 2 / 1396؛

3 - فرمان تقنینی شماره (۲۴۴) مورخ ۱4/12 /۱۳۹۵رئیس جمهوری اسلامی افغانستان درمورد تعدیل وایزاد برخی ازمواد قانون جمعیت هابه تاریخ 18/۲ /۱۳۹۶؛

4 -   فرمان تقنینی شماره (۲۴۸) مورخ ۱4/12 /۱۳۹۵رئیس جمهوری اسلامی افغانستان درمورد تعدیل مجدد پراگراف اخیر ماده چهارم وتعدیل ماده نهم قانون کارکنان خدمات ملکی به تاریخ 23/۲ /۱۳۹۶؛

5 - فرمان تقنینی شماره (۲۴۵) مورخ۱4/12 /۱۳۹۵رئیس جمهوری اسلامی افغانستان درمورد تعدیل برخی ازمواد  قانون معاهدات ومیثاق های بین المللی با وارد نمودن تعدیل در ماده چهارم آن به تاریخ 17/۳ /۱۳۹۶؛

6 - فرمان تقنینی شماره (۲۴۹) مورخ ۱4/12 /۱۳۹۵رئیس جمهوری اسلامی افغانستان درمورد قانون استملاک به تاریخ  ۱۴/ 4/ 1396؛

7 - فرمان تقنینی شماره (۲۵۴) مورخ ۱4/12 /۱۳۹۵رئیس جمهوری اسلامی افغانستان درمورد قانون اکادمی علوم به تاریخ 17/۴ /۱۳۹۶؛

8- فرمان تقنینی شماره (251) مورخ 14 / 12 / 1396 رئیس جمهوری اسلامی افغانستان در مورد قانون محاسبین مالی به تاریخ 19 / 4 / 1396؛

ب- اسناد تقنینی تصویب شده با دوثلث کل آراء:

1-         قانون پاسپورت به تاریخ 07/01/1396؛

ج – اسناد تقنینی  لغو شده:

1-    لغو فرمان تقنینی شماره (۲۵۳) مورخ ۱4/12 /۱۳۹۵رئیس جمهوری اسلامی افغانستان درمورد تعدیل وایزاد برخی ازمواد  قانون تنظیم خدمات مخابراتی  به تاریخ  ۲۴ /۳ /۱۳۹۶؛

2-    لغو فرمان تقنینی شماره( 255) مورخ 14 / 12 / 1395 رئیس جمهوری اسلامی افغانستان در رابطه به تعدیل و ایزاد برخی از مواد قانون نفت و گاز (هایدروکاربن ها) به تاریخ 24/ 4 / 1396

د – احکام رد شده رئیس جمهور:

1-   رد حکم رئیس جمهوری اسلامی افغانستان در رابطه به انتقال ساختار های تشکیلاتی و مسایل بودجوی بخش های ساختمانی وزارت ها و ادارات به وزارت امور شهرسازی و مسکن به تاریخ 11/ 2 / 1396؛

2-   رد قرارداد فروش موازی (143) جریب زمین دولتی به شرکت تجارتی الکوزی به تاریخ 22 / 3 / 1396؛

هـ – طرح های تصویب شده اعضای ولسی جرگه:

1-   طرح ولسی جرگه در رابطه به قیام روز 24 حوت سال 1357 مردم مسلمان ولایت هرات به عنوان روز ملی و تاریخی که درج تقویم رسمی کشور گردد به تاریخ 7 / 1 / 1396

2-   طرح ولسی جرگه در رابطه به 18 حمل سال 1357، به نام روز آغاز جهاد در مناطق مرکزی افغانستان به رهبری صادقی نیلی که درج تقویم رسمی کشور گردد. و همه ساله در شهر نیلی ولایت دایکندی ازان تجلیل به عمل آید به تاریخ 26 / 1 / 1396

3-   طرح ولسی جرگه برای تحکیم وحدت ملی و ایجاد وفاق سیاسی در کشور به تاریخ 22 / 3 / 1396

و - اسناد بین المللی تصدیق شده:

1-   موافقتنامه همکاری میان ولسی جرگه  شورای ملی جمهوری اسلامی افغانستان  ودومای دولتی مجلس فدرال فدراسیون روسیه به داخل یک مقدمه  و نه ماده به تاریخ 16 /۱ /۱۳۹۶؛

2-      موافقتنامه میان جمهوری اسلامی افغانستان وجمهوری هند درمورد همکاری های عدلی وقضایی درمسایل مدنی وتجارتی  به داخل یک مقدمه  وبیست و شش ماده به تاریخ ۲۱ /۱ /۱۳۹۶؛

3-      موافقتنامه میان جمهوری اسلامی افغانستان وجمهوری هند درمورد استرداد مجرمین ، به داخل یک مقدمه  و بیست و دو ماده  به تاریخ 26 /۱ /۱۳۹۶؛

4-      تعدیل بند (الف وب ) ماده پنجم منشورصندوق انکشافی سارک به تاریخ ۳۰ /۱ /۱۳۹۶ ؛

5-   توافقنامه میان دولت جمهوری اسلامی افغانستانودولت امارات متحده عربی در عرصه مبارزه با تجارت غیرقانونی موادمخدر،مواد نشه آور ومواد پیش ساز آن به داخل یک مقدمه  و یازده ماده به تاریخ 8 / 3 / 1396

6-   موافقتنامه استرداد مجرمین میان جمهوری  اسلامی افغانستان و جمهوری ازبکستان  به داخل یک مقدمه  و بیست و یک ماده به تاریخ ۸ /۳ /۱۳۹۶؛

7-   موافقتنامه همکاری ها درمورد مشارکت وتوسعه  میان دولت جمهوری اسلامی افغانستان واتحادیه اروپا به داخل یک مقدمه  وشصت ماده به تاریخ 10/4/ 1396

8-   اساسنامه مرکز بین المللی زراعت وعلوم حیاتی ، به داخل یک مقدمه و هفده ماده به تاریخ1۰ /4/1396؛

9-   اساسنامه بانک سرمایه گذاری زیربنایی آسیا به داخل  یازده فصل  وشصت ماده به تاریخ۱۴ /4 / 1396

10-  کنوانسیون منع شکنجه و سایر رفتار و مجازات های ظالمانه ، غیرانسانی یا تحقیرآمیز به تاریخ21/4/ 1396

11-  توافقنامه کشور میزبان میان حکومت جمهوری اسلامی افغانستان و داکتران بدون سرحد ( MSF) به تاریخ 21/ 4 / 1396

12-  موافقتنامه میان وزارت امور داخله جمهوری اسلامی افغانستان و وزارت امور داخله جمهوری ازبکستان در عرصه مبارزه علیه قاچاق مواد مخدر، روانگردان و پیش سازهای آن به تاریخ 26/ 4 / 1396

دوم – دربخش نظارت براعمال حکومت:

مجلس عمومی ولسی جــــــــرگه در جریان این اجلاس، با برگـــــزاری یک جلسه، وزیر دفاع ملی، وزیر امور داخله ورئیس عمومی امنیت ملی را در پیوند به ضعف مدیریتی شان و همچنان افزایش ناامنی  ها درکشوربه ویژه حـــادثه چهارصد بستراستیضاح نمود. به همین ترتیب مجلس عمومی با برگزاری (11) جلسه استجوابیه به تعداد (42) تن از وزراء و سایر مسؤولین وزارتها وادارات حکومتی را پیرامون موضوعات مختلف به تالار مجلس عمومی فرا خواند.

همچنان این مجلس با برگزاری دو جلسه، گزارش کارکرد های وزرای مالیه و انرژی و آب  را استماع نموده است.

قابل یاد آوریست که مجلس عمومی ولسی جرگه درین مدت (4) فیصله و (1) اعلامیه روی موضوعات مختلف نیز داشته است.

سوم– در بخش نمایندگی از مردم:

اعضای محترم ولسی جرگه در هنگام ساعت امتیازی جلسات عمومی، بیشتر از (1116) مورد رویداد ها، حوادث و مشکلات سیاسی، امنیتی، اقتصادی، فرهنگی، اجتماعی کشور و عامه ی مردم را یادآوری و راه های بیرون رفت از مشکلات یادشده را به مجلس پیشنهاد نمودند که موارد یادشده غرض بررسی، پیگیری و اجراآت بعدی کتباً از جانب هیأت اداری جرگه به کمیسیونهای دایمی و یا مراجع مربوط ارسال گردیده است.

کارکرد های کمیسیونهای دایمی و کمیته رؤسا

کمیسیون های هفده گانه ولسی جرگه در جریان  این اجلاس، افزون بر اجرای امور متعدد، جمعاً (30) سند تقنینی را در آجندای کار شان قرار دادند که بیشتر آنها را طی مراحل و اجرا نمودند.کمیسیونها در هنگام این اجلاس جمعاً(545) جلسه را روی موضوعات مختلف بــرگزار نموده، که شامل (287) جلسه عادی، (134) جلسه استجوابیه، (90) جلسه استماعیه  و (29) جلسه مشترک می شوند. در همین حال کمیسیون های دایمی ولسی جرگه به تعداد (5) جلسه مختلط را با مشرانو جرگه روی حل موارد اختلافی در طرح قوانین و طرح تعدیل قوانین تدویر نموده است. همچنان کمیسیون ها در طول این مدت (23) سفر و بازدید نظارتی از ادارات دولتی در مرکز و ولایت ها داشته و به تعداد (1354) شکایت شهروندان را مورد بحث و بررسی قرار داده و در زمینه اجراآت نموده اند.

مجموع جلسات برگزار شده کمیسیون های ولسی جرگه در جریان اجلاس سیزدهم دوره شانزدهم تقنینی

شماره

نام کمیسیون

تعداد جلسات

شماره

نام کمیسیون

تعداد جلسات

1

کمیسیون امور بین المللی

33

10

کمیسیون اقتصاد ملی

35

2

کمیسیون امنیت داخلی

41

11

کمیسیون مبارزه با مواد مخدر

20

3

کمیسیون امور دفاعی

28

12

کمیسیون مواصلات و مخابرات

32

4

کمیسیون مالی و بودجه

33

13

صحت، تربیت بدنی و جوانان

19

5

کمیسیون سمع شکایات

32

14

کمیسیون منابع طبیعی و محیط زیست

26

6

کمیسیون امور تقنینی

31

15

کمیسیون کوچی ها و امور اجتماعی

29

7

کمیسیون حقوق بشر، جامعه مدنی و امور زنان

20

16

کمیسیون مصونیت، حقوق و امتیازات

22

8

کمیسیون عدلی وقضایی

29

17

کمیسیون تفتیش مرکزی.

28

9

کمیسیون امور دینی و فرهنگی

33

.

 

 

 

 

د يادونې ده، چې د ولسي جرگې د  رييسانو كمېتې د دیارلسم اجلاس په ترڅ کې ټولې( ۱۷) غونډې جوړې كړي او د ولسي جرگې د عمومي غونډې د اجنډا د ټاكلو او نورو مهمو موضوعگانو په برخه كې يې (۱۴۵ ) پرېكړې او لازم تصميمونه نيولي دي.

دا و د ولسي جرگې د شپاړسمې تقنيني دورې د اجلاس دوام د رپوټ لنډيز چې تاسو ته وړاندې شو.

په پاى كې د الله جل جلاله له درباره  تاسې ټولو ته د برياليتوبونو او خوښيو ترڅنگ د ښو رخصتيو هيله كوو.

و من الله التوفيق

 

قابل یاد آوریست که کمیته رؤسای ولسی جرگه در جریان اجلاس سیزدهم، جمعاً (17) جلسه را تدویر و روی تعیین آجندای مجلس عمومی و دیگر موضوعات مهم ولسی جرگه (145) فیصله و تصمیم لازم را اتخاذ نموده است.

این بود فشرده گزارش ادامه اجلاس دورشانزدهم تقنینی ولسی جرگه که تقدیم حضورتان گردید.

درپایان، تعطیلات خوش، توأم با موفقیت برای همه ی تان ازبارگاه پروردگار بزرگ آرزو می نماییم.

ومن الله توفیق