اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
دو شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

 

 



د شپاړسمې تقنینی دورې د دوام په ترڅ کې د څوارلسم اجلاس ۱۳۹۶ لمريز كال د وږي له  ۱۶ د مرغومي  تر ۳۰ نېټې پوری) د افغانستان د اسلامي جمهوريت ملي شورا د ولسي جرگې د كړنو د رپوټ لنډيز

 

د افغانستان اسلامي جمهوريت د ملي شورا ولسي جرگې د شپاړسمې تقنيني دورې د دوام په ترڅ کې په څوارلسم اجلاس كې، خپلې دندې او مسوولیتونه د اساسي قانون او  د خپلو کورنیو دندو د اصولو په رڼا کې په خپل وخت په ښه توګه ترسره کړي چې مهم موارد یې په دغه رپوټ کې ځای پر ځای شوي دي.

د افغانستان د خلكو درنو استازو!

د افغانستان اسلامي جمهوريت د ملي شورا ولسي جرگې په دې موده كې ټولې (۵۴) عمومي غونډې جوړې كړې چې (۱)استيضاحيه، (۱۴) استجوابيه، (۳)استماعيه، (۲) پټې او (۳۴) يې عادي غونډې دي چې په جوړولو سره يې د (قانون جوړونې، حکومت پر کړنو د څار او د خلکو د استازیتوب په برخه کې) لاندې پايلې ترلاسه شوي دي:

لومړى – د قانون جوړونې برخه:

ولسي جرگې په دې موده کې ټولې (27) مصوبې درلودې چې (۳) د قانون او یا تعدیل طرحې، (۸) تقنیني فرمانونه، (۳) د مالي او بودیجې اړوند سندونه او  (۴) د نړیوالو سندونو تصدیق په کې شامل دي.

همداشان عمومي غونډې (۷) تقنیني سندونه چې د نافذو قوانینو د حکمونو او د هیواد د ګټو خلاف وو، لغوه او یا رد کړي چې د ټولو تصویب، لغوه، رد او تصدیق شویو سندونو نومونه دا دي:

الف - تصويب شوي تقنیني سندونه:

1-   د تنباکو او دخانیاتو د کنټرول د قانون د شلمې مادې د (۲) فقرې د تعدیل په هکله، د ولسي جرګې د غړو د تقنیني طرحې تصویب. ۱۳۹۶/۸/۲۲

2-   له یو  لړ تعدیلونو سره د محبسونو او توقیف خونو د قانون په اتمه او دیارلسمه ماده کې د ایزاد د طرحې تصویب.۱۳۹۶/۱۰/۲

3-   د ټولو رایو په دوه ثلثو سره د تقنیني فرمان د صدور په هکله، د ولسي جرګې د غړیو د طرحې بیا ځلي تصویب. ۱۳۹۶/۹/۱۳

4-   د یو لړ تعدیلونو په راوړلو سره د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون د یو شمېر مادو د حذف او تعدیل په هکله، د ۱۳۹۵/۱۲/۱۴ نېټې د (۲۴۷) ګڼې تقنیني فرمان تصویب.

5-    د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې د بهرنیو اتباعو د اوسېدو او مسافرت په قانون کې د  یو لړ تعدیلونو په راوړلو سره د ځینو مواردو د ایزاد او د تعدیل په هکله، د ۱۳۹۶/۶/۱۴ نېټې د (۱۴۷) ګڼې تقنیني فرمان تصویب. ۱۳۹۶/۸/۲۰

6-   د دولتي کارکوونکو او چارواکو د شتمنیو او اعاشې د ثبت د قانون په هکله، د ۱۳۹۶/۶/۱۴ نېټې  د (۱۵۴) ګڼې تقنیني فرمان تصویب. ۱۳۹۶/۹/۶

7-   د هېواد په هوایي قلمرو کې د بهرنیو دولتونو د نظامي هلیکوپټرونو  او الوتکو د الوتنې د تنظیم په هکله، د ۱۳۹۶/۶/۱۴ نېټې  د (۱۵۰)ګڼې تقنیني فرمان تصویب.  ۱۳۹۶/۹/۲۵

8-   د شکنجې د منعې د قانون په هکله، د ۱۳۹۶/۱۲/۱۴نېټې د (۲۴۶)ګڼه تقنیني فرمان او له یو لړ تعدیلونو په راوړلو سره، د شکنجې د منعې د قانون د (۱) شمېرې ضمیمې په  هکله، د ۱۳۹۶/۶/۱۴ نېټې د (۱۴۸) ګڼې تقنیني فرمان تصویب. ۱۳۹۶/۱۰/۲

9-   د یو لړ تعدیلونو په راوړلو سره د مالدارۍ د چارو د تنظیم د قانون په هکله، د ۱۳۹۶/۶/۱۴ نیټې د (۱۴۹) ګڼې تقنیني فرمان تصویب. ۱۳۹۶/۱۰/۶

10-     د روغتیا د قانون د (۱) شمېرې ضمیمې  د طبي شورا په هکله، د ۱۳۹۶/۶/۱۴ نېټې د (۱۵۵) ګڼې تقنیني فرمان  تصویب. ۱۳۹۶/۱۰/۲۳

11-     د ۱۳۹۶ مالي کال د نیمه کال بودیجې د مسودې د څیړنې تصویب. ۱۳۹۶/۸/۱

12-     ( د پولیسو د اعاشې د چمتو کولو، معاشونو، او د پولیسو د شهیدانو د وارثانو ) په برخو کې د کورنیو چارو وزارت د اړتیاوو د رفع کولو لپاره  د ۱۳۹۶ مالي کال د ضمیمې په توگه،  د بودیجې په سرجمع کې د یو میلیارد افغانیو د شاملولو په هکله، د مالیې وزارت د وړاندیز تصویب. ۱۳۹۶/۹/۲۹

13-     د ۱۳۹۷ مالي کال د ملي بودیجې  تصویب. ۱۳۹۶/۱۰/27

ب: رد شوي او لغوه شوي تقنیني سندونه:

1-   د عامې روغتیا د قانون په لسمه ماده کې د یوې فقرې د ایزاد په هکله، د ولسي جرگې د غړیو د تقنیني طرحې لغوه. ۱۳۹۶/۹/۱۸

2-   د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون په ځینو مادو کې د یو لړ تعدیلونو په هکله د ۱۳۹۵/۱۲/۱۴ نېټې  د (۲۴۳) ګڼې تقنیني فرمان لغوه. ۱۳۹۶/۸/۸

3-   د ټولو رایو په دوه ثلثو سره، د نفتي توکو او گازو (هایدروکاربونونو) د قانون په ځینو مادو کې د تعدیل او ایزاد په هکله، د ۱۳۹۵/۱۲/۱۴ نېټې د ( ۲۵۵) ګڼې تقنیني فرمان لغوه. ۱۳۹۶/۹/۱۳

4-   د افسرانو، بریدملانو او ساتنمنانو د ذاتي چارو د قانون په هکله، د ۱۳۹۶/۶/۱۴ نېټې د ( ۱۵۸) ګڼې تقنیني فرمان لغوه. ۱۳۹۶/۹/۲۹

5-   د تقنیني سندونو د پړاوونو د بشپړولو، خپرولو او انفاذ د قانون په اته څلویښتمه ماده کې د تعدیل په هکله، د ۱۳۹۶/۶/۱۴ نېټې د (۱۵۱) ګڼې تقنیني فرمان لغوه.

6-   د ټولنو، اعتصابونو او لاریونونو د قانون په هکله، د ۱۳۹۶/۶/۱۴ نېټې د (۱۴۶)ګڼه تقنیني فرمان لغوه.  ۱۳۹۶/۱۰/۲۵

7-   د مخابراتي خدمتونو د (۱۰) سلنه محصول په راټولولو او کنټرول کې د روڼ سیستم د نشتوالي په تړاو، د مخابراتي خدمتونو د محصول د قانون د لغوه کېدو د عامه شتمنیو د بې ځایه تلو او د دولت خزانې ته د راټول شوي رښتیني محصول د نه ورزیاتولو په هکله، د ولسي جرګې د غړو تقنیني طرحه. ۱۳۹۶/۷/۱۹

ج – تصدیق شوي نړیوال سندونه:

1-      د مرکزي آسیا د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د انسټیټیوټ د تاسیس د هوکړه لیک تصدیق.۱۳۹۶/۶/۲۷

2-      د ایکو د غړیو هېوادونو ترمنځ  له پانګونې د ملاتړ او هڅونې د هوکړه لیک تصدیق.۱۳۹۶/۸/۲۰

3-      تر خپلو اړوندو قلمرونو اخوا د خپلمنځي هوايي خدمتونو په هکله، د افغانستان اسلامي جمهوریت او د متحدو عربي اماراتو ترمنځ د هوکړه لیک تصدیق. ۱۳۹۶/۹/۱۱

4-      د (پیکو) د اقتصادي همکاریو د سازمان د پارلماني جرګې د منشور د هوکړه لیک تصدیق.۱۳۹۶/۱۰/۲۳

دویم – د حکومت پر کړنو د څار برخه:

ولسي جرګې د عمومي غونډې د څار په برخه کې په ۱۳۹۶/۹/۴ نېټه، د (۱۲) نوماند وزیرانو د کاري برنامو له اورېدو وروسته د ملي دفاع، کورنیو چارو، اقتصاد، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کار او ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو، ترانسپورټ، ټولګټو، سرحدونو، قومونو او قبایلو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ،لوړو زده کړو، د کلیو  پراختیا او بیا رغونې وزیرانو ته د تایید او د کانونو وزیر ته د رد رایه ورکړه. په همدې ډول عمومي غونډې په ۱۳۹۶/۱۰/۱۱ نېټه د اوبو او برېښنا وزیر استیضاح او د بېلابیلو موضوعګانو په اړه (54) تنه حکومتی چارواکې او وزیران استجواب کړي او په کابل ښار کې د ښاري ستونزو د څرنګوالي په هکله یې، د کابل ښاروالۍ د سرپرست رپوټ واورېد.

د یادونې ده چې د ولسي جرګې عمومي غونډې په دې موده کې د بېلابېلو موضوعګانو په هکله (۱۰) پرېکړه لیکونه او (۳) اعلامیې هم لرلې.

 

درېیم – د خلکو د استازیتوب برخه:

د ولسي جرگې ښاغليو غړيو د عمومي غونډې په امتيازي ساعتونو كې، د هېواد د سياسي، امنيتي، اقتصادي، ټولنيزو، كولتوري او په عمومي توگه د خلكو د ستونزو او پېښو په هكله، له (1050) زيات موارد ښودلي دي او د يادو ستونزو د له منځه وړلو لارې يې جرگې ته وړانديز كړي، همداشان ياد موارد د څېړنې، ارزونې او نورو اجرااتو په موخه په ليكلې توگه د جرگې اداري پلاوي له لوري اوولسګونو كمېسيونونو او یا اړونده مراجع ته لېږل شوي دي.

 

د دايمي كمېسونونو او رییسانو د کمیټې كار كړنې

د ولسي جرگې اوولسګونو كمېسيونونو د  شپاړسمې دورې د څوارلسم اجلاس په ترڅ کې د گڼو ترسره شويو كارونو ترڅنگ ټول (۲۷) تقنيني سندونه په خپله اجنډا كې درلودل، چې ډېرى يې تر ارزونې او مطالعې وروسته تر پړاوونو تېر او اجرا كړي دي. كمېسيونونو د دغه اجلاس په ترڅ كې د بېلا بېلو موضوعگانو په هكله ټولې(528) غونډې جوړې كړي دي چې (253) عادي، (116) استجوابيه، (117) استماعيه، (40) یې مشتركې او (24) مشورتي غونډې دي. همداشان د ولسي جرگې دايمي كمېسيونونو د قوانينو په طرحه او د قوانينو د تعديل په طرحه كې د اختلافي مواردو په هكله، له مشرانو جرگې سره (۹) گډې غونډې جوړې كړي دي.  په دغه موده كې يادو كمېسيونونو په مركز او ولايتونو كې دولتي ادارو ته (16) سفرونه او څارنيزې ليدنې درلودلې او د ښاري اوسېدونكي په (3326) شكايت پاڼو يې بحث او څېړنه كړې او په دې برخه كې يې لازمې کړنې ترسره كړي دي.

 

 

 



فشرده گزارش کارکردهای ولسی جرگه شورای ملی جمهوری اسلامی افغانستان در جریان ادامه دوره شانزدهم تقنینی طی اجلاس چهاردهم از تاریخ 16 سنبله   الی 30 جدی 1396 هجری شمسی

ولسی جرگه شورای ملی جمهوری اسلامی افغانستان در  ادامه دوره شانزدهم تقنینی طی اجلاس چهاردهم، وظایف و مسؤولیت هایش را در روشنایی احکام قانون اساسی و اصول وظایف داخلی خویش، حتی الامقدور به گونه درست و به اسرع وقت انجام داده که موارد مهم آن درین گزارش جا داده شده است.

وکلای با عزت مردم افغانستان!

ولسی جرگه شورای ملی جمهوری اسلامی افغانستان درین مدت، جمعاً (54) جلسه عمومی را تدویر نموده که شامل (1) جلسه استیضاحیه، (14) جلسه استجوابیه، (3) جلسه استماعیه، (2) جلسه سری و (34) جلسه عادی میشود که با تدویر نمودن آن به نتایج ذیل در بخش های (قانونگذاری، نظارت بر اعمال حکومت و نمایندگی از مردم) نایل گردیده است:

اول – در بخش قانون گذاری:

ولسی جرگه طی این مدت، جمعاً (27) مصوبه صادر نموده که در برگیرنده تصویب (3) طرح قانون یا طرح تعدیل، (8) فرمان تقنینی، (3 ) سند مربوط به امور مالی و بودجه و تصدیق (4) سند بین المللی می شوند.

به همین ترتیب مجلس عمومی (7) سند تقنینی را که خلاف احکام قوانین نافذه و مصالح کشور بوده، لغو و یا رد نموده است که لست اسناد تقنینی تصویب شده، تصدیق شده، لغو شده و یا رد شده قرار ذیل میباشد:

الف – اسناد تقنینی تصویب شد:

1-      تصویب طرح تقنینی اعضای ولسی جرگه در رابطه به تعدیل فقره (2) ماده بیستم قانون کنترول تنباکو و دخانیات، به تاریخ 22/8/1396؛

2-      تصویب طرح ایزاد در مواد سیزدهم و سی وهشتم قانون محابس و توقیف خانه ها با یک سلسله تعدیلات به تاریخ 2/10/1396؛

3-      تصویب مجدد طرح تقنینی اعضای ولسی جرگه در رابطه به قانون صدور فرمان تقنینی با دوثلث آرای کل اعضا، به تاریخ 13/9/1396؛

4-      تصویب فرمان تقنینی شماره (247) مورخ 14/12/ 1395 در رابطه به تعدیل و حذف برخی از مواد قانون ثبت احوال نفوس با وارد نمودن یک سلسله تعدیلات،به تاریخ 8/8/1396؛

5-      تصویب فرمان تقنینی شماره (147) مورخ 14/6/1396 در رابطه به تعدیل و ایزاد برخی از مواد قانون مسافرت و اقامت اتباع خارجی جمهوری اسلامی افغانستان با وارد نمودن یک سلسله تعدیلات، به تاریخ 20/8/1396؛

6-      تصویب فرمان تقنینی شماره (154) مورخ 14/6/1396 در رابطه به قانون اشاعه و ثبت دارایی های مقامات و کارکنان دولتی، به تاریخ 6/9/1396؛

7-      تصویب فرمان تقنینی شماره (150) مورخ 14/6/1396 در رابطه به تنظیم پرواز طیارات و هلیکوپترهای نظامی دولت های خارجی در قلمرو هوایی کشور به تاریخ 25/9/1396؛

8-      تصویب فرمان تقنینی شماره (246) مورخ 14/ 12/1395 در رابطه به قانون منع شکنجه و فرمان تقنینی شماره (148) مورخ 14/ 6/1396 در رابطه به ضمیمه شماره(1) قانون منع شکنجه با وارد نمودن یک سلسله تعدیلات، به تاریخ 2/10/1396؛

9-      تصویب فرمان تقنینی شماره (149) مورخ 14/6/1396 در رابطه به قانون تنظیم امور مالداری با وارد نمودن یک سلسله تعدیلات به تاریخ 6/ 10/1396؛

10-   تصویب فرمان تقنینی شماره (155) مورخ 14/6/1396 در مورد ضمیمه شماره (1) قانون صحت پیرامون ایجاد شورای طبی به تاریخ 23/10/1396؛

11-   تصویب مسوده بررسی بودجه وسط سال مالی 1396، به تاریخ 1/8/1396؛

12-   تصویب پیشنهاد وزارت مالیه در رابطه به شامل نمودن مبلغ یک ملیارد افغانی به شکل ضمیمه در سرجمع بودجه سال مالی 1396برای رفع نیازمندی های وزارت امور داخله در بخش های (معاشات، تهیه اعاشه و کمک به ورثه شهدای پولیس)، به تاریخ 29/9/1396؛

13-   تصویب بودجه ملی سال مالی 1397 به تاریخ  /10/1396 ؛

ب- اسناد تقنینی لغو شده یا رد شده:

1-      لغو طرح تقنینی اعضای ولسی جرگه در رابطه به ایزاد یک فقره در ماده دهم قانون صحت عامه، به تاریخ 18/9/1396؛

2-      لغو فرمان تقنینی شماره (243) مورخ 14/12/1395 در رابطه به تعدیل در برخی از مواد قانون ثبت احوال نفوس به تاریخ 8/8/1396؛

3-      لغو مجدد فرمان تقنینی شماره (255) مورخ 14/12/1395 در رابطه به تعدیل و ایزاد در برخی از مواد قانون نفت وگاز (هایدروکاربن ها) با دو ثلث آرای کل اعضا، به تاریخ 13/9/1396؛

4-      لغو فرمان تقنینی شماره (۱۵۸) مورخ ۱۴/۶ /۱۳۹۶ در رابطه به قانون امور ذاتی  افسران، بریدملان و ساتنمنان به تاریخ ۲۹ /۹ /۱۳۹۶؛

5-      لغو فرمان تقنینی شماره (151) مورخ 14/6/1396 در رابطه به تعدیل ماده چهل و هشتم قانون طرز طی مراحل، نشر و انفاذ اسناد تقنینی به تاریخ 20/10/1396؛

6-      لغو فرمان تقنینی شماره (146) مورخ 14/6/1396 در مورد قانون اجتماعات، اعتصابات و تظاهرات به تاریخ 25/10/1396؛

7-      طرح تقنینی اعضای ولسی جرگه در رابطه به لغو قانون محصول خدمات مخابراتی به دلیل عدم موجودیت سیستم شفاف در جمع آوری و کنترول (10) درصد محصول خدمات مخابراتی، به هدر رفتن دارایی عامه و  واریز نشدن محصول واقعی جمع آوری شده به خزانه دولت، به تاریخ 19/7/1396؛

ج- اسناد بین المللی تصدیق شده

1-      تصدیق موافقتنامه تاسیس انستیتوت همکاریهای اقتصادی منطقوی آسیای مرکزی، به تاریخ 27 / 6/ 1396؛

2-      تصدیق موافقتنامه تشویق و حمایت از سرمایه گذاری بین کشورهای عضو ایکو، به تاریخ 20/8/1396؛

3-      تصدیق موافقتنامه میان دولت جمهوری اسلامی افغانستان و دولت امارات متحده عربی در مورد خدمات هوایی در میان و فراتر از قلمرو های مربوطه شان به تاریخ 11/9/1396؛

4-      تصدیق منشور مجمع پارلمانی سازمان همکاری های اقتصادی (پیکو) به تاریخ 23/10/1396

دوم – دربخش نظارت براعمال حکومت:

مجلس عمومی ولسی جرگه در بخش نظارت، به تاریخ 4/ 9/ 1396پس از استماع برنامه های کاری (12) تن نامزد وزیر، از جمله برای وزرای دفاع ملی، امور داخله، اقتصاد، زراعت، آبیاری و مالداری، کار و امور اجتماعی، شهدا و معلولین، ترانسپورت، فواید عامه، سرحدات، اقوام و قبایل، مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، تحصیلات عالی و احیاء و انکشاف دهات، رأی تأیید و به نامزد وزیر معادن و پترولیم رأی رد دادند. به همین ترتیب مجلس عمومی به تاریخ  11/ 10/1396 وزیر انرژی و آب را استیضاح نمود و (54) تن از وزراء و سایر مقام های حکومتی را روی موضوعات مختلف، استجواب و گزارش سرپرست شاروالی کابل در رابطه به چگونگی مشکلات شهری در شهر کابل را استماع نموده است.

قابل یاد آوریست که مجلس عمومی ولسی جرگه درین مدت (10) فیصله نامه و (3) اعلامیه روی موضوعات مختلف نیز داشته است.

 

سوم– در بخش نمایندگی از مردم:

اعضای محترم ولسی جرگه در جریان ساعت امتیازی جلسات عمومی، بیشتر از (1050) مورد رویداد ها، حوادث و مشکلات سیاسی، امنیتی، اقتصادی، فرهنگی، اجتماعی کشور و عامه ی مردم را یادآوری و راه های بیرون رفت از مشکلات یادشده را به مجلس پیشنهاد نمودند که موارد یادشده جهت بررسی، پیگیری و اجراآت بعدی کتباً به هیأت اداری ولسی جرگه، کمیسیونهای هفده گانه و یا مراجع مربوط ارسال گردیده است.

 

کارکرد های کمیسیونهای دایمی و کمیته رؤسا

کمیسیون های هفده گانه ولسی جرگه در جریان ادامه اجلاس دوره شانزدهم تقنینی، افزون بر اجرای امور متعدد، جمعاً (27) سند تقنینی را شامل آجندای کاری شان نموده که بیشتر آنها را پس از مطالعه و بررسی طی مراحل و اجرا نمودند. کمیسیونها در هنگام این اجلاس جمعاً(528) جلسه را روی موضوعات مختلف برگزار نموده که شامل (253) جلسه عادی، (116) جلسه استجوابیه، ( 117) جلسه استماعیه، (40) جلسه مشترک، (24) جلسه مشورتی می شوند. در همین حال کمیسیون های دایمی ولسی جرگه به تعداد (9) جلسه هیأت مختلط با مشرانو جرگه روی حل موارد اختلافی در طرح قوانین و طرح تعدیل قوانین تدویر نموده است. همچنان کمیسیون ها در جریان این مدت (16) سفر و بازدید نظارتی از ادارات دولتی در مرکز و ولایت ها داشته و به تعداد (3326) شکایت نامه شهروندان را مورد بحث و بررسی قرار داده و در زمینه اجراآت نموده اند.

مجموع جلسات برگزار شده کمیسیون های ولسی جرگه در جریان اجلاس چهاردهم دوره شانزدهم تقنینی

شماره

نام کمیسیون

تعداد جلسات

شماره

نام کمیسیون

تعداد جلسات

1

کمیسیون امور بین المللی

35

10

کمیسیون اقتصاد ملی

36

2

کمیسیون امنیت داخلی

33

11

کمیسیون مبارزه با مواد مخدر

22

3

کمیسیون امور دفاعی

34

12

کمیسیون مواصلات و مخابرات

34

4

کمیسیون مالی و بودجه

42

13

صحت، تربیت بدنی و جوانان

33

5

کمیسیون سمع شکایات

32

14

کمیسیون منابع طبیعی و محیط زیست

31

6

کمیسیون امور تقنینی

32

15

کمیسیون کوچی ها، شهدا و معلولین

25

7

کمیسیون حقوق بشر، جامعه مدنی و امور زنان

25

16

کمیسیون مصونیت، حقوق و امتیازات

19

8

کمیسیون عدلی وقضایی

34

17

کمیسیون تفتیش مرکزی.

33

9

کمیسیون امور دینی و فرهنگی

40

.

 

 

 

د يادونې ده، چې د ولسي جرگې د  رييسانو كمېتې د څوارلسم اجلاس په ترڅ کې ټولې(18) غونډې جوړې كړي او د ولسي جرگې د عمومي غونډې د اجنډا د ټاكلو او نورو مهمو موضوعگانو په برخه كې يې (189) پرېكړې او لازم تصميمونه نيولي دي.

دا و د ولسي جرگې د شپاړسمې تقنيني دورې د څوارلسم اجلاس د رپوټ لنډيز چې تاسو ته وړاندې شو.

په پاى كې د الله جل جلاله له درباره  تاسې ټولو ته د برياليتوبونو او خوښيو ترڅنگ د ښو رخصتيو هيله كوو.

و من الله التوفيق

 

 

قابل یاد آوریست که کمیته رؤسای ولسی جرگه در جریان ادامه اجلاس دوره شانزدهم، جمعاً (18) جلسه را تدویر و روی تعیین آجندای مجلس عمومی و دیگر موضوعات مهم جرگه (189) فیصله و تصمیم لازم را اتخاذ نموده است.

این بود فشرده گزارش اجلاس چهاردهم دوره شانزدهم تقنینی ولسی جرگه که تقدیم حضورتان گردید.

در پایان، تعطیلات خوش، توأم با موفقیت برای هریک تان از بارگاه پروردگار بزرگ آرزو مینماییم.

ومن الله توفیق