|
شهيد
محمد هاشم وطنوال
د محمد عمر زوى په ۱۳۳۱ ه . ش كال كې د
اروزګان ولايت د ترينكوټ ښار په طوري كلي كې زېږېدلى. نوموړي خپلې زده كړې تر ماسټرۍ كچې پورې پاى ته
ورسولې، وروسته د كابل او اروزګان د ساينس په مركز كې د سوپروايزر په توګه، د
اروزګان د ښوونې او روزنې رييس، د كورنيو چارو وزارت مرستيال او د هغه وزارت اداري
رييس، د هستوګنځيو رياست مرستيال، د لوګر
ولايت منشي، د خوست ولايت منشي، د سيمه ييزو ارګانونو او سرحدونو رييس او د هرات
ولايت مستوفي په توگه یې دندې ترسره کړې
دې شهيد وطنوال د ولسي جرګې په پنځلمسه او
شپاړسمه دوره كې د اروزګان ولايت د خلكو استازى او د مركزي پلټنې او د قانون پر
پلې کیدو د څار كمېسيون غړى و. نوموړى د ۱۳۹۰ ه . ش كال د چنګاښ د مياشتې په ۲۶
نېټه د يو شمېر ترهګرو له لوري په كابل ښار كې په شهادت ورسېد.
|