شهيد
عبدالمطلب بيک
د عبدالمجید زوی په ۱۳۳۳ لمریز کال کې د تخار ولایت په هزار سمچ ولسوالۍ کې زیږیدلی
دی.
نوموړی د تخار ولایت د جهاد او مقاومت
له مبارزینو څخه و، چې په میړانه یې
د یرغلگر شوروي د یرغل او د افغانستان د نورو دښمنانو پر وړاندې د
افغانستان له ولس سره یو ځای او په دی
لاره کې خپل ولس تر بریا پورې ملتیا وکړه.
شهید عبدالمطلب بیگ د افغانستان د اوسنی حکومت په
لومړنیو وختونو کې د کډوالو چارو وزارت د مرستیال، د کندوز او تخار ولایتونو د
امنیه قوماندان او د تخار ولایت د والي په
توگه دندې
ترسره کړې دې .
نوموړی د ولسي جرگې په شپاړسمه دوره کې د تخار ولایت د خلکو
استازی او د کورنیو امنیت د کمېسیون غړی و.
شهید عبدالمطلب بیگ
په ۱۳۹۰/۱۰/۴ د تخار ولایت د تالقان ښار د لومړۍ
حوزې په سرای سنگ سیمه کې د یوه ځانمرگې برید په ترڅ کې
په شهادت ورسید.