شهید الحاج احمد خان سمنگاني
د محمد عمر زوى د ۱۳۳۶ ه . ش
كال د تلې ۱۲ د سمنگان ولايت په
مركز ايبك ښار د جوى ژوندون په كلي كې زېږېدلى، د خصوصي زده كړو لرونكى و، الحاج شهيد
احمد خان سمنگاني په بېلابېلو پوستونو كې له
هغې جملې د سمنگانو ولايت مرستيال، د لوا قوماندان، د ۱۹ فرقې قوماندان او د جهاد او مقاومت قوماندان په توگه دندې
ترسرې كړې.
نوموړى د ولسي جرگې په پنځلسمه او شپاړسمه دوره كې د سمنگانو
ولايت د خلكو استازى و. شهيد احمد خان سمنگانى د ولسي جرگې په پنځلسمه دوره كې د
طبعيي سرچينو او چاپېريال ساتنې كمېسيون غړی و او په پاى كې د ۱۳۹۱ ه . ش كال د چنگاښ د مياشتې په ۲۴ نېټه د سمنگانو ولايت په مركز كې د ترهگرو له خوا په شهادت
ورسېد.