شهيد حاجي حبيب الله
د حاجي محمد عمر زوى په ۱۳۴۴ هـ . ش كال
په كندهار ولايت كې زېږېدلى دى. او تر بكلوريا كچې پورې زده كړې وكړې.
نوموړى د کندهار ولایت یو له ملي او ولسي شخصيتونو څخه ګڼل كېده چې په ولسي جرګه كې د وكالت په درې كلنې موده كې د كندهار د خلكو د
ستونزو د لمنځه وړلو په موخه يې ډېرې هڅې او كوښښونه وكړل.
د وطن دښمنان چې نه پرېږدي د افغانستان خلك د اخوت او ورورولی په فضاٰء كې ژوند وكړي، هره شېبه په كمېن كې دي څو د خپلو انساني او د بشري ضد كړنو په ترسره كولو سره د
هېواد ملي او ولسي شخصيتونه تر خپل بريد لاندې راولي.
نوموړى د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره كې
د كندهار ولايت د خلكو استازى او د دفاعي كمېسيون غړى و. نوموړى د ۱۳۸۷ كال د چنګاښ د مياشتې په ۱۴ نېټه
د دندې پر مهال په كندهار ولايت كې د يوه
ترهګريز بريد له امله په شهادت ورسېد.