شهيد امير داد محمدخان
د حاجي سيد محمد خان زوى په ۱۳۳۲ هـ . ش كال په هلمند ولايت كې زېږېدلى دى، او
تر بكلوريا كچې پورې يې زده كړې ترسره کړې. له نوموړي څخه شپږ زامن او يوولس لوڼې
پاتې دي. شهيد امير داد محمد خان په اسلامي دولت كې د هلمند د ملي امنيت د رييس په
توگه دنده تر سره كړه.
نوموړى د ولسي جرگې په پنځلمسه دوره كې
د هلمند ولايت د خلكو استازى او د ولسي جرگې د نشه یې توكو او اخلاقي فساد پر وړاندې د مبارزې
كمېسيون غړى و. شهيد امير داد محمد خان د ۱۳۸۷ كال د كب د مياشتې پر ۲۹ مه نېټه د
يوه ترهگريز بريد له امله په نهر سراج ولسوالۍ كې په شهادت ورسېد.