اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
یک شنبه ٬د وږي ۲۴ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د غویی ۱۹ مه ۱۳۹۷

د كابل ښار په شهر نو او دشتې برچې پر سیمو د ځانمرګو بريدونو په اړه د ولسي جرګې د خواخوږی پيغام!

د كابل ښار په شهر نو او دشتې برچې په سیمو کې د ننني ځانمرګو بريدونه له کبله ، چې له امله يې یو شمیر  بې ګناه هیواد وال شهيدان او ټپيان شول. ولسي جرګه دغه وحشيانه بریدونه په كلكو ټکو غندي، د پيښو شهيدانو ته د ستر څښتن تعالى له درباره جنت الفردوس، ټپيانو د بيړنۍ روغتيا او پاتې كسانو ته يې د جميل صبر هيله كوي.

ولسي جرګه او د دارلانشاء لوی ریاست ، د کابل ښاریانو په دې غم کې ځانونه شریک ګڼي او  دا كړنې د اسلام او هيواد د دښمنانو كار بولي. دا ډول عمل، چې د اسلامي او بشري اصولو  خلاف دى، په هيڅ صورت د منلو وړ نه بولي، د افغانستان  له جمهوري دولت او نړيوالوې ټولنې څخه غواړي، چې د هيوادوالو د امنيت ساتلو په برخه كې دې ګړندي ګامونه پورته، ددې ډول پيښو عاملين دې ژر تر ژر د قانون منګولو ته وسپاري او نور دې چاته ددې اجازه نه وركوي، چې زموږ بې ګناه خلك په وينو كې ولمبوي.

ولسي جرګه او د دارلانشاء لوی ریاست يو ځل بيا د هيواد د دښمنانو دغه ناوړه او وحشيانه عمل په کلکو ټکو غندي ، په افغانستان كې د سولې، ټيكاو او امنيت پر ټينګښت تاكيد كوي.

ولسي جرګه او د دارلانشاء لوی ریاست