اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
دو شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

بسم الله الرحمن الرحیم

د شپاړسمې تقنېنې  دورې د اجلاس د دوام په ترڅ كې د ۱۳۹۶ لمريز كال د کب له  ۱۶ مې نېټي څخه د 1397زمری تر۳ مې نېټې پوری د افغانستان د اسلامي جمهوريت ملي شورا د ولسي جرگې د كړنو د رپوټ لنډيز

د افغانستان اسلامي جمهوريت د ملي شورا ولسي جرگې د شپاړسمې تقنینې دورې د اجلاس د دوام په ترڅ كې، خپلې دندې او مسوولیتونه د اساسي قانون او  د خپلو کورنیو دندو د اصولو په رڼا کې په خپل وخت په ښه توګه ترسره کړي چې مهم موارد یې په دغه رپوټ کې ځای پر ځای شوي دي.

د افغانستان د خلكو درنو استازو!

د افغانستان اسلامي جمهوريت د ملي شورا ولسي جرگې په دې موده كې ټولې (56) عمومي غونډې جوړې كړې چې (۱) پرانیستې، (۱)استيضاحيه، (۱۱) استجوابيه، (۷)استماعيه او (36) يې عادي غونډې دي چې په جوړولو سره يې ( د قانون جوړونې، د حکومت پر کړنو د څارنې او د خلکو د استازیتوب په برخه کې) لاندې پايلې ترلاسه شوي دي.

لومړى – د قانون جوړونې برخه:

په دې اجلاس كې ولسي جرگې د قانون جوړونې په برخه كې ټولې (۲۳)مصوبې صادرې کړي چې (۴) د قوانینو او یا د حکومت له لوري د تعدیل طرحې چې (۲) د ملي شورا د غړیو تقنیني طرحې، (۲) تقنیني فرمانونه، د ۱۳۹۷ نیمایی مالی کال د بودیجې د ارزونې تصویب، د حکومت د (۲) تقنیني فرمانونو لغوه، د (۸) هوکړو تصدیق او د جرګې د اداري پلاوي ټاکل په کې شامل دي چې د تصویب، لغوه، او تصدیق شویو سندونو نومونه دا دي:

 

 

الف - تصويب شوي تقنیني سندونه:

۱-  د رسمي سندونو د ژباړې او تصدیق د چارو د قانون د طرحې تصویب، ۲\۳\۱۳۹۷

۲- د مالي چارو د ادارې او عامه لګښتونو د قانون د  دوه ویشتمې مادې د (۳) فقرې د تعدیل د طرحې تصویب، ۲۹\۲\۱۳۹۷

۳- له یو لړ تعدیلونو سره د مالیاتي چارو د قانون د یو شمېر مادو د زیاتوالی او تعدیل د طرحې تصویب، ۱۳۹۷/۳/۲

۴- د عامه لگښتونو او مالي چارو د ادارې د قانون په یو شمېر مادو کې د زیاتوالی او تعدیل د طرحې تصویب، ۱۳۹۷/۴/۲۳.

۵- د تنباکو او دخانیاتو د کنټرول په قانون کې د یو شمېر مادو د تعدیل په هکله، د مشرانو جرگې د غړیو د تقنیني طرحې تصویب، ۱۳۹۷/۲/۲۹

۶- د تدارکاتو د قانون په یو شمېر مادو کې د تعدیل د طرحې په هکله، د ولسي جرگې د غړیو د تقنیني طرحې تصویب، ۱۳۹۷/۳/۲.

۷-  د سوداگرۍ او صنایعو وزارت نوم په صنعت او سوداگرۍ وزارت د نومولو په هکله، د حکومت د ۱۳۹۶/۱۲/۱۲ نیټې د (۲۶۱)ګڼه تقنیني فرمان تصویب، ۱۳۹۷/۲/۲۹.

۸- د سوداگریزو محاکماتو د اصولو د قانون د (۲) مې شمېرې ضمیمې په هکله، د حکومت د ۱۳۹۶/۱۲/۱۳ نیټې د (۲۶۶) ګڼه تقنیني فرمان تصویب، ۱۳۹۷/۲/۲۹.

۹- د ۱۳۹۷ نیمایی مالي کال د بودیجې  تصویب، ۱۳۹۷/۵/3.

ب- لغو شوي تقنیني سندونه:

۱- له نافذو تقنیني سندونو او خپلواکو بودجوي واحدونو له سرلیکونو څخه د خپلواک کلمې د حذفولو په هکله، د حکومت د ۱۳۹۶/۱۲/۱۲ نیټې د (۲۶۳ ) ګڼه تقنیني فرمان لغوه کول، ۱۳۹۷/۴/۱۱

۲- د ښارجوړونې او اوسېدوځایونو د قانون په هکله، د حکومت  ۱۳۹۶/۶/۱۴ نیټې د (۱۵۶) ګڼه تقنیني فرمان لغوه کول، ۱۳۹۷/۴/۱۸

ج - نړیوال تصدیق شوي سندونه:

۱- په دوو پړاوونو کې د کابل ښار د حلقوي سړک د پروژې د پلې کولو په هکله، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او اسلامي پرمختیایي بانک ترمنځ د پور (قرض) د هوکړه لیک تصدیق، ۱۳۹۷/۱/۲۰

۲- د پولو د ارزونې د سیمو په هکله د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د ازبکستان جمهوري حکومت ترمنځ د هوکړه لیک تصدیق،۱۳۹۷/۱/۲۹

۳- د ترمذـ حیرتان د پله د امنیت د تامین په هکله، د افغانستان اسلامی جمهوري حکومت او د ازبکستان جمهوري حکومت ترمنځ د هوکړه لیک تصدیق، ۲۹\۱\۱۳۹۷

۴- د مالونو د ټرانزیټ په هکله، د افغانستان د اسلامی جمهوري حکومت او د ازبکستان جمهوري حکومت ترمنځ د هوکړه لیک تصدیق،

۵- د ډیپلوماټیکو اړیکو د دوام په هکله، د افغانستان اسلامي جمهوریت او د پولنډ د جمهوریت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک، ۲۹\۲\۱۳۹۷

۶ – د وسپنیزې لیکې د نړیوال لېږد رالېږد د کنواسیون تصدیق، ۱۸\۴\۱۴۹۷

۷ – د افغانستان، آذربایجان، ګرجستان، ترکیې او ترکمنستان هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي او ټرانسپورټي (د لاجورد لاره) همکاریو د هوکړه لیک تصدیق، ۱۸\۴\۱۳۹۷

۸ – په (۳) ضمیمو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د هند د جمهوریت ترمنځ، د مسافر وړوونکو او شخصي باروړونکو وسایطو د تګ راتګ د تنظیم په تړاوو د موټر لرونکو نقلیه وسایطو په هکله، د هوکړه لیک تصدیق، ۱۸\۴\۱۳۹۷

دویم-  د حکومت پر کړنو د څاربرخه:

د ولسي جرګې عمومي غونډې  د حکومت پر کړنو د څار په برخه کې د دې اجلاس په ګڼو غونډو کې د څرګندو دلایلو پر بنسټ (۱) ځل د ملي امنیت عمومي رییس استیضاح، (۱۱) ځلې د وزیرانو او د نورو ادارو مسولینو استجواب او (۷) ځلې د ادارو د مسولینو کاري کړنې اورېدلي دي.

د یادونې ده چې د ولسي جرګې عمومي غونډو په دې موده کې د بېلا بېلو موضوعګانو په هکله، (۲) پرېکړه لیکونه، (1) اعلامیې او (1) قطعنامي هم درلودې.

 

درېيم – د خلكو د استازيتوب برخه:

د ولسي جرگې ښاعليو غړيو د عمومي غونډې په امتيازي ساعتونو كې، د هېواد د سياسي، امنيتي، اقتصادي، ټولنيزو، كولتوري او په عمومي توگه د خلكو د ستونزو او پېښو په هكله، له (۸۱۹) زيات موارد ښودلي دي او د يادو ستونزو د له منځه وړلو لارې يې جرگې ته وړانديز كړي، همداشان ياد موارد د څېړنې، ارزونې او نورو اجرااتو په موخه په ليكلې توگه د جرگې اداري پلاوي له لوري اوولسګونو كمېسيونونو او یا اړونده مرجعو ته لېږل شوي دي.

همداشان د ولسي جرګې غړیو د نظرونو د شریکولو او د لازمو تصمیمونو د نیولو په موخه شپږ پارلماني ګروپونه جوړ کړي او د موجودیت اعلام او یا بیا ځلي غونډې یې جوړې کړي دي.

 

 

 

 

 

د دايمي كمېسونونو او رییسانو د کمیټې كاري كړنې

د ولسي جرگې اوولسګونو كمېسيونونو د دې اجلاس په ترڅ کې د گڼو ترسره شويو كارونو ترڅنگ ټول (۲۵) تقنيني سندونه په خپله اجنډا كې درلودل، چې ډېرى يې تر مطالعې او ارزونې وروسته له پړاوونو تېر او اجرا كړي دي. كمېسيونونو د دغه اجلاس په ترڅ كې د بېلا بېلو موضوعگانو په هكله ټولې(429) غونډې جوړې كړي دي چې (275) عادي، (۷۳) استجوابيه، (۵۱) استماعيه، (۱۹) یې مشتركې او (۱۱) مشورتي غونډې دي. همداشان د ولسي جرگې دايمي كمېسيونونو د قوانينو په طرحه او د قوانينو د تعديل په طرحه كې د اختلافي مواردو په هكله، له مشرانو جرگې سره (۱۱) گډې غونډې جوړې كړي دي.  په دغه موده كې يادو كمېسيونونو په مركز او ولايتونو كې دولتي ادارو ته (۲۳) سفرونه او څارنيزې ليدنې درلودلې او د ښاري اوسېدونكو په (۱۳۹۱) شكايت پاڼو يې بحث او څېړنه كړې او په دې برخه كې يې لازم اجراات ترسره كړي دي.

 

بسم الله الرحمن الرحیم

فشرده گزارش کارکردهای ولسی جرگه شورای ملی جمهوری اسلامی افغانستان در جریان ادامه اجلاس  دوره شانزدهم تقنینی از تاریخ 16 حوت 1396  الی 3  اسد 139۷ هجری شمسی

ولسی جرگه شورای ملی جمهوری اسلامی افغانستان طی ادامه اجلاس دوره شانزدهم تقنینی، وظایف و مسؤولیت هایش را در روشنایی احکام قانون اساسی و اصول وظایف داخلی خویش، حتی الامقدور به گونه  درست و به اسرع وقت انجام داده، که موارد مهم آن درین گزارش جا داده شده است.

وکلای با عزت مردم افغانستان!

ولسی جرگه شورای ملی جمهوری اسلامی افغانستان درین مدت، جمعاً (56) جلسه عمومی را تدویر نموده، که شامل (1) جلسه افتتاحیه، (1) جلسه استیضاحیه، (11) جلسه استجوابیه، (7) جلسه استماعیه، و (36) جلسه عادی میشود، که با تدویر نمودن آن به نتایج ذیل در بخش های (قانونگذاری، نظارت بر اعمال حکومت و نمایندگی از مردم) نایل گردیده است:

اول – در بخش قانون گذاری:

ولسی جرگه طی این مدت، جمعاً (23) مصوبه صادر نموده، که دربرگیرنده تصویب (4) طرح قانون یا طرح تعدیل از جانب حکومت، (2) طرح تقتینی اعضای شورای ملی، (2) فرمان تقنینی، تصویب بررسی بودجه وسط سال مالی 1397، لغو (2) فرمان تقنینی حکومت، تصدیق (8) موافقتنامه و گزینش هیأت محترم اداری جرگه  می شوند،که نام هریک از اسناد تقنینی تصویب شده، تصدیق شده و لغو شده قرار ذیل میباشد:

 

الف – اسناد تقنینی تصویب شد:

1- تصویب طرح  قانون امور ترجمه وتصدیق اسناد رسمی به تاریخ 2/۳ /۱۳۹۷؛

2- تصویب طرح تعدیل فقره (3) ماده بیست ودوم قانون اداره امور مالی و مصارف عامه به تاریخ 29/2/1397

3- تصویب طرح تعدیل و ایزاد برخی از مواد قانون امور مالیات با یک سلسله تعدیلات به تاریخ 2/3/1397

4- تصویب طرح تعدیل و ایزاد در برخی از مواد قانون اداره امور مالی و مصارف عامه23/4/1397؛

5- تصویب طرح تقنینی اعضای مشرانو جرگه در رابطه به تعدیل دربرخی از مواد  قانون کنترول  تنباکو و دخانیات به تاریخ ۲۹ /۲ /1397

6- تصویب طرح تقنینی اعضای ولسی جرگه  در مورد تعدیل در برخی از مواد  قانون تدارکات  به تاریخ 2 /۳ /۱۳۹۷؛

7- تصویب فرمان تقنینی شماره (۲۶۱) مورخ ۱۲/۱۲ /۱۳۹۶ حکومت درمورد تعدیل نام  وزارت تجارت و صنایع به  وزارت صنعت وتجارت به تاریخ ۲۹ /۲ /۱۳۹۷؛

8- تصویب فرمان تقنینی شماره (۲۶۶) مورخ ۱۳/۱۲ /۱۳۹۶ حکومت درمورد ضمیمه شماره (۲ ) قانون اصول محاکمات تجارتی  به تاریخ 29 /۲ /۱۳۹۷؛

9- تصویب بررسی بودجه وسط سال مالی 1397 به تاریخ 3/5 /1397

ب- اسناد تقنینی لغو شده:

۱ – لغو فرمان تقنینی شماره (۲۶۳) مورخ ۱۲/۱۲ /۱۳۹۶ حکومت درمورد حذف کلمه مستقل از عناوین ادارات واحدهای بودجوی مستقل واسناد تقنینی نافذ به تاریخ ۱۱ /۴ /۱۳۹۷؛

2- لغو فرمان تقنینی شماره(156) مورخ 14/6/1396حکومت در مورد قانون شهرسازی و مسکن به تاریخ 18/4/1397.

ج- اسناد بین المللی تصدیق شده:

۱ – تصدیق موافقتنامه قرضه میان دولت جمهوری اسلامی افغانستان و بانک انکشاف اسلامی درمورد تطبیق پروژه سرک حلقوی شهرکابل در دومرحله به تاریخ 20 /۱ /۱۳۹۷

2- تصدیق موافقتنامه میان حکومت جمهوری اسلامی افغانستان  و حکومت  جمهوری ازبیکستان درمورد محلات باز رسی مرزی  به تاریخ ۲۹ /۱ /۱۳۹۷؛

۳ – تصدیق موافقتنامه میان حکومت جمهوری افغانستان و حکومت جمهوری ازبیکستان درمورد تامین امنیت پل ترمذ – حیرتان ، به تاریخ ۲۹ /۱ /۱۳۹۷ ؛

 ۴ -  تصدیق موافقتنامه میان حکومت جمهوری اسلامی افغانستان و حکومت  جمهوری ازبیکستان درمورد ترانزیت اموال به تاریخ ۲۹ /۲ /۱۳۹۷؛

۵-  تصدیق موافقتنامه همکاری میان  جمهوری اسلامی افغانستان و جمهوری پولند در مورد ادامه روابط دیپلوماتیک به تاریخ  ۲۹ /۲ /۱۳۹۷؛

۶ – تصدیق کنوا نسیون حمل ونقل بین المللی  خط آهن  به تاریخ ۱۸ /۴ /۱۳۹۷؛

۷- تصدیق موافقتنامه همکاریهای ترانزیتی وترانسپورتی ( راه لاجورد ) میان کشور های افغانستان، آذربایجان ، گرجستان، ترکیه و ترکمنستان به تاریخ ۱۸ /۴ /۱۳۹۷؛

۸ – تصدیق موافقتنامه  وسایط نقلیه موتور دار درمورد تنظیم عبور و مرور وسایط  مسافربری، شخصی و باربری میان جمهوری اسلامی افغانستان و جمهوری هند با (3 ) ضمیمه به تاریخ ۱۸ /۴ /۱۳۹۷.  

دوم – دربخش نظارت براعمال حکومت:

مجلس عمومی ولسی جرگه در بخش نظارت بر اعمال حکومت در جلسات متعدد این اجلاس خویش بنابر دلایل مشهود، (1) بار رئیس عمومی امنیت ملی را استیضاح، (11) بار وزراء و سایر مسؤولان ادارات را استجواب و (7) بار گزارش کارکرد های  مسؤولان ادارات را استماع نموده است.

قابل یاد آوریست که مجلس عمومی ولسی جرگه درین مدت (2) فیصله نامه، (1) اعلامیه و (1) قطعنامه روی موضوعات مختلف نیز داشته است.

سوم– در بخش نمایندگی از مردم:

اعضای محترم ولسی جرگه در جریان ساعت امتیازی جلسات عمومی، بیشتر از (819) مورد رویداد ها، حوادث و مشکلات سیاسی، امنیتی، اقتصادی، فرهنگی، اجتماعی کشور و عامه ی مردم را یادآوری و راه های بیرون رفت از مشکلات یادشده را به مجلس پیشنهاد نمودند،که موارد یادشده جهت بررسی، پیگیری و اجراآت بعدی کتباً به هیأت اداری جرگه، کمیسیون های هفده گانه و یا مراجع مربوط ارسال گردیده است.

در همین حال اعضای ولسی جرگه جهت شریک نمودن نظریات و اتخاذ تصامیم لازم، شش گروپ پارلمانی را تشکیل داده، اعلام موجودیت و یا تجدید حضور نمودند.

 

 

 

 

 

کارکرد های کمیسیون های دایمی و کمیته رؤسا

کمیسیون های هفده گانه ولسی جرگه در جریان ادامه اجلاس دوره شانزدهم تقنینی، افزون بر اجرای امور متعدد، جمعاً (25) سند تقنینی را شامل آجندای کاری شان نموده، که بیشتر آنها را پس از مطالعه و بررسی طی مراحل و اجرا نمودند.کمیسیونها در هنگام این اجلاس جمعاً(429) جلسه را روی موضوعات مختلف برگزار نموده، که شامل (275) جلسه عادی، (73) جلسه استجوابیه، (51) جلسه استماعیه، (19) جلسه مشترک، (11) جلسه مشورتی می شوند. در همین حال کمیسیون های دایمی ولسی جرگه به تعداد (11) جلسه هیأت مختلط با مشرانو جرگه روی حل موارد اختلافی در طرح قوانین و طرح تعدیل قوانین تدویر نموده است. همچنان کمیسیون هادر جریان این مدت (8) سفر و بازدید نظارتی از ادارات دولتی در مرکز و ولایت ها داشته وبه تعداد (1391) شکایت نامه شهروندان، را مورد بحث و بررسی قرار داده و در زمینه اجراآت نموده اند.

مجموع جلسات برگزار شده کمیسیون های ولسی جرگه در جریان اجلاس پانزدهم دوره شانزدهم تقنینی

شماره

نام کمیسیون

تعداد جلسات

شماره

نام کمیسیون

تعداد جلسات

1

کمیسیون امور بین المللی

34

10

کمیسیون اقتصاد ملی

29

2

کمیسیون امنیت داخلی

34

11

کمیسیون مبارزه با مواد مخدر

15

3

کمیسیون امور دفاعی

25

12

کمیسیون مواصلات و مخابرات

24

4

کمیسیون مالی و بودجه

36

13

صحت، تربیت بدنی و جوانان

32

5

کمیسیون سمع شکایات

30

14

کمیسیون منابع طبیعی

24

6

کمیسیون امور تقنینی

30

15

کمیسیون  امور کوچی ها

10

7

کمیسیون حقوق بشر

24

16

کمیسیون مصونیت

23

8

کمیسیون عدلی وقضایی

32

17

کمیسیون تفتیش مرکزی

25

9

کمیسیون امور دینی و فرهنگی

27

.

 

 

د يادونې ده، چې د ولسي جرگې د  رييسانو كمېتې د شپاړسمې تقنېنې دوری د اجلاس د دوام په ترڅ کې ټولې( ۱۹) غونډې جوړې كړي او د ولسي جرگې د عمومي غونډې د اجنډا د ټاكلو او نورو مهمو موضوعگانو په برخه كې يې (۸۸) پرېكړې او لازم تصميمونه نيولي دي.

دا وو د ولسي جرگې د شپاړسمې تقنيني دورې د اجلاس دوام د رپوټ لنډيز چې تاسو ته وړاندې شو.

په پاى كې د الله جل جلاله له درباره تاسې ټولو ته د برياليتوبونو او خوښيو ترڅنگ د ښو رخصتيو هيله كوو.

و من الله التوفيق

 

قابل یاد آوریست که کمیته رؤسای ولسی جرگه در جریان ادامه اجلاس دوره شانزدهم ، جمعاً (19) جلسه را تدویر و روی تعیین آجندای مجلس عمومی و دیگر موضوعات مهم جرگه (88) فیصله و تصمیم لازم را اتخاذ نموده است.

 

این بود فشرده گزارش ادامه اجلاس دوره شانزدهم تقنینی ولسی جرگه، که تقدیم حضورتان گردید.

درپایان، تعطیلات خوش، توأم با موفقیت برای هریک تان از بارگاه پروردگار بزرگ آرزو مینماییم.

ومن الله توفیق