اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
دو شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل




بسم الله الرحمن الرحیم

د شپاړسمې  تقنیني دورې د اجلاس د دوام په ترڅ كې د ۱۳۹۷ لمريز كال د وږي له  ۱۶ مې د مرغومي تر۳۰ نېټې د افغانستان د اسلامي جمهوريت ملي شورا ولسي جرگې د كړنو د رپوټ لنډيز

د افغانستان اسلامي جمهوريت ملي شورا ولسي جرگې د شپاړسمې تقنيني دورې د اجلاس د دوام په ترڅ كې، خپلې دندې او مسوولیتونه د اساسي قانون د حکمونو او  د کورنیو دندو د اصولو په رڼا کې په خپل وخت په ښه توګه ترسره کړي چې مهم موارد یې په دغه رپوټ کې لنډ ډول ځای پر ځای شوي دي.

د افغانستان د خلكو درنو استازو!

د افغانستان اسلامي جمهوريت ملي شورا ولسي جرگې په دې موده كې ټولې (۴۷) عمومي غونډې جوړې كړې چې (۳)استيضاحيه، (۸) استجوابيه، (۴) استماعيه او (۳۲) يې عادي غونډې دي چې په جوړولو سره يې ( د قانون جوړونې، د حکومت پر کړنو د څار او د خلکو د استازیتوب په برخه کې لاندې پايلې ترلاسه شوي دي.

لومړى – د قانون جوړونې برخه:

په دې اجلاس كې ولسي جرگې د قانون جوړونې په برخه كې ټولې (17)مصوبې صادرې کړي چې (1) د قانون طرحه، (2) تقنیني فرمان، (۱) د غړیو تقنیني طرحې، (۱) د بودیجې اړوند سند، (9) نړیوالو سندونو تصدیق او همداشان (۱) د قانون د تعدیل د طرحې لغوه او (۲) مورده استیضاح په کې شامل دي چې د تصویب، لغوه، او تصدیق شویو سندونو نومونه دا دي:

الف – تصویب شوې تقنیني سندونه:

1.    له یو لړ تعدیلونو سره د محاکمو د محصول د قانون د طرحې تصویب، ۱۳۹۷/۸/۲۸؛

2.    د دولتي چارواکو او کارکوونکو د شتمنیو د ثبت او اشاعې د قانون په هکله، د ملي شورا د ۱۳۹۷/۸/۴ نېټې د (۳۱۱) گڼې مصوبې په تړاو د افغانستان اسلامي جمهوریت د وړاندې شويو دلایلو تصویب، ۱۳۹۷/۸/14؛

3.    د دولتي چارواکو او کارکوونکو د شتمنیو د ثبت او اشاعې د قانون په پنځمې او اوومې ماده کې د تعدیل په هکله د ولسي جرگې د غړیو د تقنیني طرحې تصویب، نېټه ۱۳۹۷/۱۰/۱۹؛

4.    تصویب فرمان تقنینی شماره (256)مورخ12/12/1396 در رابطه به قانون دسترسی به اطلاعات به تاریخ 24/10/1397؛

5.       د ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودیجې تصویب، ۱۳۹۷/۱۰/۱۰.

ب- عادي مصوبې:

1.       د عدلیې او نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارتونو د وزیرانو استیضاح، ۱۳۹۷/۱۰/۳؛

2.    د ټرانسپورټ او د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارتونو د وزیرانو استیضاح، ۱۳۹۷/۱۰/۵.

ج ـ لغوه شوې او رد شوې سندونه:

1.    د قانون جوړونې په چارو کې د علمي کدرونو د غړو او د علمي، حقوقي او نورو ورته مسلکي کدرونو د حقوقو د قانون د قانون په سرلیک کې د تعدیل د طرحې لغوه او د هغې د اتمې مادې د ۲ فقرې حذف، ۲۸/۸/۱۳۹۷

د- اسناد بین المللی تصدیق شده:

1.    د مدني، فامیلي او د جنايي موضوعګانو د حقوقي مساعدتونو په هکله، د افغانستان اسلامي جمهوریت او د ازبکستان د جمهوریت ترمنځ د هوکړې تصدیق، ۱۳۹۷/۸/۲6.

2.    د بشري مرستو، مالي همکاریو او د تخنیکي مساعدتونو په هکله، د افغانستان د اسلامی جمهوریت او د سویس د فدرال شورا ترمنځ د پرمختیايي چوکاټ د هوکړه لیک تصدیق، ۱۳۹۷/۹/۱۰.

3.    د بې درکه شویو کسانو په هکله، د نړیوال کمېسیون د دندې او ځایګي په تړاو د هوکړه لیک تصدیق، ۱۳۹۷/۹/۱۷؛

4.    په اوومه ماده کې د حق الشرط په ساتلو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت او د عراق جمهوري دولت ترمنځ د هوايي خدمتونو د هوکړه لیک تصدیق، ۱۳۹۷/۹/۱۹؛

5.    د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اوسپنې پټلۍ د ادارې او د تاجکستان جمهوریت د اوسپنۍ پټلۍ د دولتي واحد شرکت ترمنځ د هوکړه لیک تصدیق، ۱۳۹۷/۱۰/۱۹

6.       د وسلې  د سوداګرۍ د هوکړې تصدیق ۲۴/۱۰/۱۳۹۷

7.    د اسلامي هېوادونو SMIICد میترولوژي او معیارونو د انستیټیوټ  د اساسنامې تصدیق ۲۴/۱۰/۱۳۹۷

8.    په کابل او ابوظبي ښارونو کې د سیاسي نماینده ګیو د ودانیو د جوړولو په موخه د ځمکې د تبادلې په هکله د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د عربي متحده اماراتو د حکومت ترمنځ د هوکړه لیک تصدیق. ۲۴/۱۰/۱۳۹۷

9.    د افغانستان د اسلامي جمهوریت او سیشیل جمهوریت  ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د رامنځته کولو په برخه کې د ګډې اعلامیې تصدیق. ۲۴/۱۰/۱۳۹۷.

دویم- د حکومت پر کړنو د څاربرخه:

د حکومت په کړنو د څار په برخه کې د ۱۳۹۶ مالي کال له قطعیې سره د نه توافق له مخې پنځه تنه، له دې جملې (ټرانسپورټ، عدلیه، ټولګټو، له نشه يي توکو سره د مبارزې او مخابراتو) برحاله  وزیران له دې امله استیضاح کړل چې خپله پراختیايي بودیجه یې له ۷۰ سلنې کمه لګولې وه او د نورو هغو بودیجوي واحدونو وزیران او مسولین چې په پراختیايي بودیجه کې یې قانوني درغلي، حسابي سرغړونې، سستي او اوتخنیکي نیمګړتیا لیدل کېده، د قانوني چلند په موخه عدلي او قضايي مرجعو ته ور وپېژندل شول.

په همدې توګه د ولسي جرګې په (۸) عمومي غونډو کې (۲۲) تنه وزیران، معینان او د حکومتی ادارو نور مسولین استجواب کړل او (۴) نورو غونډو کې د بېلا بېلو موضوعګانو په هکله، د مرکزي ادارو د (۷) تنو مسولینو رپوټ واورېده.

همداشان ولسي جرګې، د نړیوالو چارو، کورنیو چارو او دفاعي چارو کمېسیونونو ته دنده وسپارله چې د افغانستان اسلامي جمهوريت او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ امنیتي هوکړه لیک وڅېړي.

د یادونې ده چې د ولسي جرګې عمومي غونډې په دې موده کې د بېلا بېلو موضوعګانو په هکله، (۵) پرېکړه لیکونه او (۱) اعلامیه هم درلوده.

درېيم – د خلكو د استازيتوب برخه:

د ولسي جرگې ښاعليو غړيو د عمومي غونډې په امتيازي ساعتونو كې، د هېواد د سياسي، امنيتي، اقتصادي، ټولنيزو، كلتوري او په عمومي توگه د خلكو د ستونزو او پېښو په هكله، له (750) زيات موارد ښودلي دي او له يادو ستونزو د له منځه وړلو لارې يې جرگې ته وړانديز كړي، همداشان ياد موارد د څېړنې، ارزونې او نورو اجرااتو په موخه په ليكلې توگه د جرگې اداري پلاوي له لوري اوولسګونو كمېسيونونو او یا اړونده مرجعو ته لېږل شوي دي.

 

د دايمي كمېسونونو او رییسانو د کمیټې كاري كړنې

د ولسي جرگې اوولسګونو كمېسيونونو د دې اجلاس په ترڅ کې د گڼو ترسره شويو كارونو ترڅنگ ټول (۲۲) تقنيني سندونه په خپله اجنډا كې درلودل چې ډېرى يې تر مطالعې او ارزونې وروسته له پړاوونو تېر او اجرا كړي دي. كمېسيونونو د دغه اجلاس په ترڅ كې د بېلا بېلو موضوعگانو په هكله ټولې(790) غونډې جوړې كړي دي چې (183) عادي، (73) استجوابيه، (29) استماعيه، (11) یې مشتركې او (5) مشورتي غونډې دي. همداشان د ولسي جرگې دايمي كمېسيونونو د قوانينو په طرحه او د قوانينو د تعديل په طرحـــــــــــه كې د اختلافي مواردو په هكله، له مشرانو جرگې سره (4) گډې غونډې جوړې كړي دي.  په دغه مـــــــوده كې يادو كمېسيونونو په مركز او ولايتونو كې دولتي ادارو ته (3) سفرونه او څارنيزې ليدنې درلودلې او د ښاري اوسېدونكو په (660) شكايت پاڼو يې بحث او څېړنه كړې او په دې برخه كې يې لازم اجراات ترسره كړي دي.

 

 




بسم الله الرحمن الرحیم

فشرده گزارش کارکردهای ولسی جرگه شورای ملی جمهوری اسلامی افغانستان در جریان اجلاس  شانزدهم دوره شانزدهم تقنینی از تاریخ 16سنبله   الی 30جدی 1397هجری شمسی

ولسی جرگه شورای ملی جمهوری اسلامی افغانستان طی اجلاس شانزدهم دوره شانزدهم تقنینی، وظایف و مسؤولیت هایش را در روشنایی احکام قانون اساسی و اصول وظایف داخلی، حتی الامقدور به گونه  درست و به اسرع وقت انجام داده، که موارد مهم آن درین گزارش به گونه فشرده جا داده شده است.

وکلای با عزت مردم افغانستان!

ولسی جرگه شورای ملی جمهوری اسلامی افغانستان درین مدت، جمعاً (47) جلسه عمومی را تدویر نموده، که شامل (3) جلسه استیضاحیه، (8) جلسه استجوابیه، (4) جلسه استماعیه و (32) جلسه عادی میشود، که با تدویر نمودن آن به نتایج ذیل در بخش های (قانونگذاری، نظارت بر اعمال حکومت و نمایندگی از مردم) نایل گردیده است:

اول – در بخش قانون گذاری:

ولسی جرگه طی این مدت، جمعاً (17) مصوبه صادر نموده، که دربرگیرنده تصویب (1) طرح قانون، (1) طرح تقنینی اعضای ولسی جرگه، (2) فرمان تقنینی، (1) سند مربوط به بودجه، تصدیق (9) سند بین المللی، لغو (1) طرح تعدیل قانون و (2) مورد استیضاح  وزراء می شوند، که نام های اسناد تصویب شده، لغو شده و تصدیق شده به شرح ذیل میباشد:

الف – اسناد تقنینی تصویب شده:

1.    تصویب طرح قانون محصول محاکم با یک سلسله تعدیلات به تاریخ 28/ 8/1397؛

2.    تصویب دلایل ارائه شده ریاست جمهوری اسلامی افغانستان در خصوص مصوبه شماره (311) مورخ 24/4/1397 شورای ملی، پیرامون قانون اشاعه و ثبت دارایی های مقامات و کارکنان دولتی به تاریخ 14/8/1397؛

3.    تصویب طرح تقنینی اعضای ولسی جرگه در رابطه به تعدیل در مواد پنجم و هفتم قانون اشاعه و ثبت دارایی مقامات و کارکنان دولتی به تاریخ 19/10/1397؛

4.    تصویب فرمان تقنینی شماره (256)مورخ12/12/1396 در رابطه به قانون دسترسی به اطلاعات به تاریخ 24/10/1397؛

5.    تصویب بودجه ملی سال مالی 1398 به تاریخ 10/10/1397 .

ب- مصوبات عادی:

1.    استیضاح وزرای عدلیه و مبارزه با مواد مخدر به تاریخ 3/10/1397؛

2.    استیضاح وزرای ترانسپورت و مخابرات و تکنالوژی معلوماتی به تاریخ 5/10/1397.

ج- اسناد تقنینی لغو شده یا رد شده:

1.    لغو طرح تعدیل درعنوان قانون حقوق اعضای کادر علمی انستیتیوت امور قانونگذاری و تحقیقات علمی، حقوقی و سایر کادر مسلکی مشابه و حذف فقره (2) ماده هشتم آن به تاریخ 28/ 8/1397.

د- اسناد بین المللی تصدیق شده:

1.    تصدیق معاهده میان جمهوری اسلامی افغانستان و جمهوری ازبیکستان در مورد مساعدت های حقوقی در موضوعات مدنی، فامیلی و جنایی به تاریخ 26/8/1397.

2.       تصدیق موافقتنامه چارچوب انکشافی میان حکومت جمهوری اسلامی افغانستان و شورای فدرال سویس پیرامون مساعدت های تخنیکی، همکاری های مالی و کمک های بشری به تاریخ 10/9/1397؛

3.    تصدیق توافقنامه جایگاه و وظایف کمیسیون بین المللی در باره افراد مفقود الاثر به تاریخ 17/9/1397؛

4.    تصدیق موافقتنامه خدمات هوایی بین دولت جمهوری اسلامی افغانستان و دولت جمهوری عراق با حفظ حق الشرط در ماده هفتم آن به تاریخ 19/ 9/1397؛

5.    تصدیق تفاهمنامه اداره خط آهن میان جمهوری اسلامی افغانستان و شرکت واحد دولتی خط آهن جمهوری تاجیکستان به تاریخ 19/10/1397؛

6.    تصدیق معاهده تجارت اسلحه به تاریخ 24/10/1397؛

7.    تصدیق اساسنامه انستیتوت معیار ها و میترولوژی کشور های اسلامی (SMIIC)به تاریخ 24/10/1397؛

8.    تصدیق موافقتنامه میان جمهوری اسلامی افغانستان و حکومت امارات متحده عربی پیرامون مبادله زمین در شهرهای کابل و ابوظبی جهت اعمار ساختمان های نمایندگی های سیاسی به تاریخ 24/10/1397

9.    تصدیق اعلامیه مشترک در عرصه ایجاد روابط دیپلوماتیک میان جمهوری اسلامی افغانستان و جمهوری سیشیل به تاریخ 24/10/1397.

دوم – دربخش نظارت براعمال حکومت:

مجلس عمومی ولسی جرگه در بخش نظارت بر اعمال حکومت، به دلیل عدم توافق با حساب قطعیه سال مالی1396، پنج تن از وزرای برحال از جمله (ترانسپورت، عدلیه، فواید عامه، مبارزه با مواد مخدر و مخابرات) را به دلیل مصرف کمتر از 70 درصد بودجه انکشافی وزارت های مربوط شان استیضاح و سایر وزراء و مسؤولان واحد های بودجوی ادارات را که در بودجه انکشافی شان تخطی های قانونی وحسابی، کندکاری و کاستی های تخنیکی موجود بود، غرض پیگرد قانونی به مراجع عدلی و قضایی معرفی نمود.

به همین ترتیب مجلس عمومی با برگزاری (8) جلسه، (22) تن از وزراء، معینان و سایر مسؤولان ادارات حکومتی را استجواب و با برگزاری (4) جلسه، گزارش کاری (7) تن از مسؤولان ادارات را روی موضوعات مختلف استماع نموده است.

همزمان مجلس عمومی به کمیسیون های امور بین المللی، امور داخلی و امور دفاعی ولسی جرگه وظیفه سپرد تا موافقتنامه امنیتی میان جمهوری اسلامی افغانستان با ایالات متحده امریکا را بازنگری نمایند.

قابل یاد آوریست، که مجلس عمومی ولسی جرگه درین مدت روی موضوعات گوناگون به تعداد (5) فیصله نامه و (1) اعلامیه نیز داشته است.

سوم– در بخش نمایندگی از مردم:

اعضای محترم ولسی جرگه در جریان ساعت امتیازی جلسات عمومی، بیشتر از (750) مورد رویداد ها، حوادث و مشکلات سیاسی، امنیتی، اقتصادی، فرهنگی، اجتماعی کشور و عامه ی مردم را یادآوری و راه های بیرون رفت از مشکلات یاد شده را به مجلس پیشنهاد نمودندکه موارد یادشده جهت بررسی، پیگیری و اجراآت بعدی کتباً به هیأت اداری ولسی جرگه،کمیسیونهای هفده گانه و یا مراجع مربوط ارسال گردیده است.

 

 

کارکرد های کمیسیونهای دایمی و کمیته رؤسا

کمیسیون های هفده گانه ولسی جرگه در جریان ادامه اجلاس دوره شانزدهم تقنینی، افزون بر اجرای امور متعدد، جمعاً (22) سند تقنینی را شامل آجندای کاری شان نموده، که بیشتر آنها را پس از مطالعه و بررسی طی مراحل و اجرا نمودند.کمیسیونها در هنگام این اجلاس جمعاً(790) جلسه را روی موضوعات مختلف برگزار نموده، که شامل (183) جلسه عادی، (73) جلسه استجوابیه، (29) جلسه استماعیه، (11) جلسه مشترک، (5) جلسه مشورتی می شوند. در همین حال کمیسیون های دایمی ولسی جرگه به تعداد (4) جلسه هیأت مختلط با مشرانو جرگه روی حل موارد اختلافی در طرح قوانین و طرح تعدیل قوانین تدویر نموده است. همچنان کمیسیون هادر جریان این مدت (3) سفر و بازدید نظارتی از ادارات دولتی در مرکز و ولایت ها داشته وبه تعداد (660) شکایت نامه شهروندان، را مورد بحث و بررسی قرار داده و در زمینه اجراآت نموده اند.

مجموع جلسات برگزار شده کمیسیون های ولسی جرگه در جریان اجلاس شانزدهم دوره شانزدهم تقنینی

شماره

نام کمیسیون

تعداد جلسات

شماره

نام کمیسیون

تعداد جلسات

1

کمیسیون امور بین المللی

21

10

کمیسیون اقتصاد ملی

17

2

کمیسیون امنیت داخلی

7

11

کمیسیون مبارزه با مواد مخدر

11

3

کمیسیون امور دفاعی

14

12

کمیسیون مواصلات و مخابرات

25

4

کمیسیون مالی و بودجه

35

13

صحت، تربیت بدنی و جوانان

21

5

کمیسیون سمع شکایات

37

14

کمیسیون منابع طبیعی

15

6

کمیسیون امور تقنینی

20

15

کمیسیون  امور کوچی ها

3

7

کمیسیون حقوق بشر

11

16

کمیسیون مصونیت

13

8

کمیسیون امور عدلی و قضایی

16

17

کمیسیون تفتیش مرکزی

13

9

کمیسیون امور دینی و فرهنگی

15

.

 

 

د يادونې ده چې د ولسي جرگې د  رييسانو كمېتې د شپاړسمې دورې د اجلاس د دوام په ترڅ کې ټولې(13) غونډې جوړې كړي او د ولسي جرگې د عمومي غونډې د اجنډا د ټاكلو او نورو مهمو موضوعگانو په برخه كې يې (64) پرېكړې او لازم تصميمونه نيولي دي.

دا وه د ولسي جرگې د شپاړسمې تقنيني دورې د اجلاس دوام د رپوټ لنډيز چې تاسو ته وړاندې شو.

په پاى كې د الله جل جلاله له درباره ټولو ته د لا برياليتوبونو او خوښيو ترڅنگ د ښو رخصتيو هيله كوو.

و من الله التوفيق

 

قابل یاد آوریست که کمیته رؤسای ولسی جرگه در جریان این اجلاس، جمعاً (13) جلسه را تدویر و روی تعیین آجندای مجلس عمومی و دیگر موضوعات مهم جرگه (63 ) فیصله و تصمیم لازم را اتخاذ نموده است.

این بود فشرده گزارش اجلاس شانزدهم دوره شانزدهم تقنینی ولسی جرگه، که تقدیم حضورتان گردید.

در پایان، تعطیلات خوش، توأم با موفقیت برای هریک تان از بارگاه پروردگار بزرگ آرزو مینماییم.

و من الله توفیق