د زمري ۶ مه ۱۳۹۸
د ولسي جرګې کمیسیونونو د بیلابیلو
موضوعاتو په اړه بحث وکړ
د ولسي جرګې د کورنیو چارو او ملي امنیت کمیسیون غونډه د
دې کمېسیون د رییس فدا محمد الفت صالح په مشرۍ جوړه شوه.
پیل کې د هیواد پر امنیتي او دفاعي وضعیت هراړخیزې خبرې
وشوې او د کمېسیون غړو په خپل وار سره د هیواد د بیلابیلو ولایاتو پر امنیتي
ستونزو خبرې اترې وکړی د حل په موخه يې اړوندو مراجعو ته لازمې لارښوونې وکړې.
دغونډې په بله برخه کې له آجنډا سره سم ۱۳۹۸ کال په منځنۍ
بودجې بحث وشو او پایله کې د منځنۍ بودجې په څیړنه کې ستونزې موجودې وې او د لاندنیو
ذکر شویو دلایلو پر بنسټ د ۱۳۹۸ مالي کال منځنۍ بودجه د کمېسیون د غړو له لورې د رایو په اکثریت سره رد شوه او د وروستیو اجراتو
په موخه اړوند کمېسیون ته واستول شوه.
ـ په ۴۵،۱۹،۳ پاڼو کې د منځنۍ بودجې د څیړولو په عادي
بودجوي کوډ کې توپیر ښايي.
ـ د جمهوري ریاست د لوړپوړو چارواکو د ساتنې کارکوونکو د
اپراتیفي پیسو په لګښت د مالیې وزارت لورې تعدیل.
ـ د اړیکو پر
بنسټ یو شمیر کارکوونکو ته ( ان ټي ای) او سوپر سکیل په نومونو د معاشونو ورکول.
د غونډې پر دوام د عسکري صلاحیتونو د محاکمو قانون په
اړه د ولسمشر پر تقنیني فرمان خبرې اترې وشوې او پایله کې په یاد قانون کې یو لړ
تعدیلات وړاندیز شول او د نظر غوښتنې په موخه د ولسي جرګې دایمي کمېسیونونو ته
واستول شو.
په پای کې کمېسیون ته په رالیږل شویو مکتوبونو او
عرضپاڼو بحث وشو او اړوندو مراجعو ته لازمې لارښوونې وشوې.
د بشر حقونو، مدني
ټولنې او د ښځو چارو کمېسیون د خپل کاري پلان سره په پام کې درلوده چې د ۱۳۹۸ مالي
کال د منځنۍ بودجې مسوده چې جندر ته ځانګړې شوه بحث او خبرې اترې وکړی او د مالیې وزارت د بودجې عمومي رییس او
کارپوهان را وغوړي، خو یاد چاوراکي وار دمخه د مالي بودجې کمېسیون له لورې رابلل
شوي ول په همدې موخه د ښځو چارو کمېسیون پریکړه وکړه چې دغه بلنه لغوه او د
کمېسیون غړي د خپلو پوښتنو مطرح کولو په موخه مالي او بودجې کمېسیون ته لاړل او
هلته یې د مالیې وزارت د بودجې عمومي رییس او کارپوهانو څخه خپلې پوښتنې مطرح کړې.
د
ديني، كلتوري، پوهنې، لوړو زده كړو، ارشاد، حج او اوقافو چارو كميسيون د روان کال د زمري میاشتې لومړی
نیټې غونډه د کمیسیون د رییس ښاغلي الحاج امیرګل شاهین په مشری دایره شوه.
د ننی غونډه بهیر څخه د ولسی جرګی مشر ښاغلی میررحمان
رحمانی او لومړی مرستیال ښاغلی امیرخان یار لیدنه وکړه او دی ته په تاکید سره چی
باید کمیسیونونه د ۱۳۹۸ نیمایی مالي کال د بررسی مسودې په هکله چی د اوړی رخصتی هم
په همدی موخه ځنډیدلی دی خپل اجراات ګړندی کړی او هر څه ژر د خپل اړوند کمیسیون
نهایی تصمیم مربوطه کمیسیون سره شریکه کړی څو د دایمی کمیسیونونو د نظریاتو په
توحید سره موضوع د ولسی جرګی عمومی غونډی ته د لازمو تصامیو په موخه وړاندی شی.
همداراز کمیسیون ترتیب شوی اجندا سره سم ننی غونډی کی د
۱۳۹۸ نیمایی مالي کال د بررسی مسودې په هکله بحث ترسره کړو چی نور بحث راتلونکی
غونډی ته وځنډول شو.
د غونډی دویمه برخه کی د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست
وزیری په دی موخه کډون کړی وه ترڅو نوموړی د کمیسیون غړو سره د تعارفي لیدنی ترڅنګ
د غونډې ګډونوالو ته د یاد وزارت د اړوندو چارو په هکله معلومات وړاندې کړی، د
اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیری خپلی کاری برنامی او متقاضیانو ته د خپلو
کاری سهولتونو په هکله راتلونکی پلانونه بیان کړل خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د
بودیجی کموالی یی له خپلو اساسی ستونزو څخه مطرح کړه زیاته یی کړه چی دوی نشی کولی
لدی امله خپلی زیاتی ستونزی او نیمګړتیاوو بشپړی کړی، چی په هکله یی د کمیسیون غړو
څخه د همکاری غوښتنه وکړه، ترڅو هغه برنامی چی راتلونکی کی د یاد وزارت پلان کی
شاملی دی د راتلونکی کال بودیجه کی پوره پاملرنه ورته وشی.
د کمیسیون رییس او اعضاوو د یاد وزارت د کاری برنامو د
ښه تطبیق په موخه د خپل هر راز همکاری ژمنه وکړه او دی ته په اشاره سره چی باید د
اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخی آثارو او فرهنګی اباداتو د ساتنی په موخه جدی
پاملرنه وکړی همداراز ښارونو کی د لوحو د تنظیم په برخه کی هم عملی اقدامات ترسره
کړی.
د کمیسیون غړو دا خپله دنده وبلله ترڅو د هغه وزارتونو
او اداراتو سره چی د فرهنګی چارو کمیسیون سره مستقیماْ اړیکی لری په ټولو برخو کی
به د یادو وزارتونو تر څنګ کار وکړی او د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کی به د یادو
وزارتونو او ادارو ستونزی او مشکلات حل کړی.
د غونډی وروستی برخه کی کمیسیون ته د رارسیدلو عرض پاڼو
او ګڼه لیکونو په هکله بحث ترسره او اړوندو مراجعو ته لازمی سپارښتنې وشوې.
مصحح : رفیع الله امیني