اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
یک شنبه ٬د لندۍ ۱۷ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د زمري ۸ مه ۱۳۹۸

د ولسي جرګې د دارالانشاء لوې رییس عبدالقادر ځاځي وطندوست د یوناما د سیاسي برخې له چارواکو سره وکتل.

په دې کتنه کی د دارالانشاء لوی رییس پارلمان سره د یو ناما د مرستو مننه وکړه او د ولسي جرګې ځیني اوسنۍ اړتیاوې یې ورسره شریکې کړی.

ښاغلي وطندوست د ولسي جرګې لپاره د اداري ودانۍ کموالی،د وکیلانو او د دارالانشاء ریاست کارکوونکو د اړتیاوو د ترلاسه کولو په موخه د زده کړو لپاره د ورکشاپونو جوړول او یو شمیر نوری اړتیاوې د یوناما د سیاسي برخې له چارواکو سره شریکي کړی او په دې برخه کې د مرستې غوښتوونکی شو.

8-Asad-m-zazi-u1m.jpg

نوموړي همدا راز وویل د همکاریو د لا ډیری همغږۍ لپاره دې میاشتنۍ غونډې تنظیم شي.

د یوناما د سیاسي برخې چارواکو د ولسي جرګې د اړتیاوو په تړاو وویل چې یاده موضوع به د یوناما اړوندو بنسټونو سره شریکې کړي. ترڅو پدې برخه کې همکاري وکړي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو په هیواد کې د سولې د بهیر په تړاو خبرې وکړې او دواړو لوریو سوله په هیواد کې د خلکو د ژوند مهمه اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې د سولې د پروسې له جزییاتو باید پارلمان  خبر اوسي ترڅو  پدې برخه کې پارلمان رغنده رول ولري.

خبریال : حشمت میری

ژباړن : عبد الروف ځاځی

اډیټ : رفیع الله امینی