اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
پنج شنبه ٬د لندۍ ۲۱ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د زمري ۸ مه ۱۳۹۸

دولسي جرګې د دارالانشاء لوی رییس عبدالقادر ځاځي وطندوست د یو ان ډی پی موسسې له حکومتي مسوول ښاغلی داګلاس ارمور سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په پیل کې دولسي جرګې د دارالانشاء لوی رییس د افغانستان له پارلمان سره د یو ان دي پي موسسي د همکاریو څخه مننه وکړه.

8-Asad-m-zazi-u2.jpg

په  لیدنه کې دواړو لوریو د ولسي جرګې په اړتیاوو خبرې وکړې .او د ولسي جرګې د دارالانشاء لوی رییس د ولسي جرګې او ددارلانشاء د غړیو او کارکوونکو دزدکړو په برخه کی د اړتیاوو یادونه وکړه ، او ورسره په تخنیکي برخه کې هم د مرستې غوښتونکې شو .

دولسي جرګې د دارالانشاء رییس وویل چې د افغانستان پارلمان ځوان ده او په اوسنۍ دوره کې ډیر شمیر وکیلان ځوانان دي او دوی ته د پارلماني زدکړو اړتیا زیاته لیدل کیږي.

8-Asad-m-Zazi-u1.jpg

په دغه کتنه کې د یو ان ډی پی موسسې مسولینو ډاډ څرګند کړ چې د ملي شورا د دارالانشا ریاست له مسولینو سره به ګډه ناسته ولري ،او پهص دغه ناسته کې به تر سره شوي کارونه او د دې اداري راتلونکي پلانونه د افغانستان له پارلمان سره شریک کړي.

ژباړن : محمد ګل نوری

مصحح : رفیع الله امیني